کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / وعظ ( د نعمان دوست ليکنه )

وعظ ( د نعمان دوست ليکنه )

 

په هديره کې له يوه تازه قبره خلک راټول وو ، په منځ کې يوتن چې سپينه لونګۍ يې پرسر او له مخه يې ګڼه ږيره راتاوه  وه ؛  د لاسونو په ښوځولو خبرې کولې .
هغه وويل :
 ټول افغانستان له کفارو ډک دى ، فحاشي ده ، عياشي ده  ، خلک ورځ په ورځ عيسويان کېږي  ، اى خلکو !  خداى ته به څه ځواب ورکړئ ؟؟
هغه په جذبه د جهاد د فرضيت احکام يو په بل پسې بيان کړل او بيا يې قبر ته لاس ونيو :  
  د همدغو شهيدانو برکت دى چې پر موږ له اسمانه کاڼي نه اوريږي  او که دغه شان مجاهدين نه وي نو ….. ؟
 اى بې همته ولسه ! په خپلو زامنو د امريکايانو خدمت مه کوئ ، جهاد ته يې را ولېږئ .
 جهاد يواځې په طالبانو فرض نه دى ،ټول مسلمانان بايد …
 
لا ورځ تېره شوې نه وه ، چې په يو بل کلي کې د جنازې اعلان وشو ، جنازه تېره شوې وه ، د هديرې په لور مې منډې کړې دا کلى موږ نه لرې و ، ترڅو رسېدو مړى ښخ و او ملا صاحب د قبر په سر وروستۍ خبرې کولې .
ملا صاحب وويل :
 دا کوم شريعت اجازه ورکړې چې پرته له محکمې دې څوک ووژل شي ؟ کوم دين  سر غوڅولو ته جواز ورکوي ؟؟
 قران څه وايي ؟ خداى ج خو ناحقه قتل حرام کړى دى .
حاضرينو !
 طالبان ديني علما وژني ، انجينران ، داکتران ، عام خلک وژني ، موږ اسلامي جمهوريت لرو اساسي قانون لرو ددې اسلامي نظام پروړاندې درېدل بغاوت دى د باغيانو مرګ روا دى .
 هغه د وژل شوي سرتيري قبر ته لاس ونيو : له  اسلامي جمهوريت  او خلکو څخه  دفاع   يواځې دملي اردو دنده ، نه ده .  زموږ ټولو وجيبه ده .
 زما څنګ ته ناست سپين ږيرى ، چې په ابله جنازه کې هم راسره و ،   مخ را واړو :
 ځوانه !
 موږ خو نه پوهېږو ، څه چې ديني عالمان وايي په هماغه عقيده  لرو  ، ته راته ووايه              د چا ومنو ؟؟ 
هغه ټول لړزې واخيست ، په سپينه ږيره يې رڼې اوښکې راغلې ، پر اوږه يې راته لاس کېښود :
 تاته وايم  و ځوانه !
 زموږ بچي خو دواړه خوا وژل کېږي ، کوم په حقه دى کوم ناحقه دى ؟ ولې ديني عالمان يوه  خبره نه کوي ؟؟ 
ما سر پر زنګنو ايښى و ،  هغه هماغه شان لګياو.   يو وخت مې سر پورته کړ ، چوپه چوپتيا وه ،  خلک ټول تللي وو ، سپين ږيري قبر ته ډډه وهلې وه  او په قبرونو جڼدې رپېدلې .


 محمد نعمان دوست ،  کابل د سلواغې ٢٠ مه
يادونه :
په دغه ليکنه په اخلاص نظر ورکړئ !