کور / تازه خبرونه / روزګان : درې پوليس او څلور طالبان ووژل سول

روزګان : درې پوليس او څلور طالبان ووژل سول

په روزګان ولايت کي د دولت او طالبانو تر منځ په نښته کي درې پوليس او څلور طالبان ووژل سول او درې ملکي وګړي ژوبل سول د روزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ کشفي مرستيال ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نښته د خاص روزګان د شاه ولي ناوې په يوه کلي کي رامنځ ته سوه .
د يادوني وړ ده چي د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چي په ياد نښته کي يې نهه پوليس وژلي دي او خپل ځان ته يې د سرزيان ور اوښتل رد کړه .