ای د لوړو غرونو خلکو غږ مې اورئ او کنه!

د لراوبر اداره | اگست 17th, 2010


پر پکتياوالو غږ :

په هر ولسواک سياسي نظام کې د ټولنې هر وګړی، سياسي ډله او بله هره ټولنيز ه ډله کولای شي په زغرده او بې له کومې وېرې او بنديزونو خپل دريځ او غوښتنې طرح او په مدني ډول يې د لاسته راوړلو هڅه وکړي، خو په مقابل کې يې د دولت او رياست هم دا مسؤوليت ګڼل کېږي چې غوښتنې يې واوري او د امکان په صورت کې ورته مثبت ځواب ووايي.
خو کله کله د حالاتو بهير داسې يو نامطلوب وضعيت خپلوي چې يا خو غوښتنې غير منطقي او يا غير عملي وي او يا هم دولت او رياست کوڼ او د اوريدو نه عاجز وي.

خو کله حالات داسې پېښېږي چې غوښتنې پر ځای، مطلوبې او اړيڼې وي خو له يوې نامطلوبې، بې مسؤوليته، خودخواه او يا د يوې فاسدې مرجع له خوا طرح شي، چې دلته طبيعي ده چې دا غوښتنې نو بيا خپل اصليت، سپيڅلتيا او منطق د خودغرضۍ، فساد او فرد پيروۍ په قدمونو کې له لاسه ورکوي. چې البته په خواشينۍ سره دا وروستنۍ سناريو په اوسني حالت کې د پکتيا والو د غوښتنو يو ډېر روښانه او ژوندۍ بېلګه ده.
د لوی پکتيا قومونو او پرګنو د اوسني سياسي نظام په رامنځته کولو کې او بيا يې په ټينګولو کې نه يوازې دا چې خپله ونډه په ډېر صداقت سره ترسره کړه بلکې د صداقت او ريښتونولۍ درجه يې د خپلو ګټو او مفاداتو د شاته غورځولو او قرباني کولو تر کچې پورې لوړه وخته.
په سياست کې چې څوک خپلې ګټې په پام کې ونه نيسي او يايې شاته وغورځوي نو بيا دې ته سياست نه ويل کېږي بلکې دا بيا بيګار دی چې پکتياوال له تېرو نهو کلونو راپه دې بيګار کې لګيا او ستړي دي.
د ولسمشرۍ په تېرو دوو ټاکنو کې له يوې خوا پکتياوالو په ډېره ميړانه د ارګ مشر څخه ملاتړ وکړ خو له بلې خوا بيا تر دې په لوړه کچه له پراختيا، توجه او سياسي نطام نه محروم او بې برخې شول. يو څه ونډه چې په سياسي نظام کې د پکتياوالو په نامه ورسيده هغه هم د همدغو خودغرضه، په فساد ککړو، بې سنجشه او د سياسي بصيرت نه محروم يو دوه کسانو تر خيټې لاندې راغله چې نن بيا په ډېره بې شرمۍ د پکتياوالو د حقونو غوښتنه کوي.
هو! پکتيا والو په محروميت کې د يو څو بې شرمو په نوم قومي مشرانو ونډه هم بايد له نظره ونه غورځول شي چې تل يې د پسه په شورباوو، يو څو سوه ډالرو او لونګيو په بيه چې يا يې د دولت نه خوري او اخلي او يا يې هم د هغه جاسوسي کړيو او حلقو څخه چې د قومونو تر نامه لاندې خپل مرموز او خيرن پروګرامونه پر مخ بيايي.
په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې کله چې اوسنی ارګ مشر د خپلو دوو سيالانو، پياوړی سياست پوه او دسياسي بصيرت څښتن اشرف غني او د عبدالله عبدالله د پياوړي ټاکنيز کمپاين له امله وارخطا شو نو يوه ډېره ارزانه او عملي لارې يعنې فريب ته يې لاس واچاوه. دا فريب د پکتياوالو تاريخي او پرېکړيز دود “ واک او مرکه” وه چې د دې تاريخي دود ترسره کولو زمه يې د پکتيا يو بې تجربې، په فساد ککړ، د سياسي پوهې او بصيرت نه محروم او په قدرت پسې د معنوياتو د قرباني کولو ترحده ليوني اکرم خپلواک ته وسپارله.
پروګرام دا ؤ چې د لويې پکتيا د قومي مشرانو يوه جرګه به کابل ته راځي او د پښننو د يو والي په موخه به د ټولو پښتنو کانديدانو څخه بشپړ واک اخلي او به پای کې به دا جرګه پرېکړه کوي چې د دې ټولو کانديدانو نه به يو کس ټاکل کېږي او دا نور به د هغه بشپړ ملاتړ کوي.
د جرګو په راس کې اکرم خپلواک لومړی ارګ مشر ته ورغی او هغه نوموړي هم ډېر مداريتوب ټول واک د لويې پکتيا جرګې ته ورکړ او په ارګ مشر پسې هدايت امين ارسلا جرګې ته واک ورکړ. خو انور الحق احدي مخکې تر دې چې جرګې ته واک ورکړي د جرګې څخه يې د بې پرې توب ضمانت وغوښت. ځکه چې احدي اکرم خپلواک ښه پېژانده چې د خپلو ګټو لپاره نه يوازې دا چې قومي مشران استعمالوي، بلکې د پښتنو د لوړ ټولنيز دود “ جرګې” په سپېڅلتيا هم ملنډې وهي.
خو جرګه هغه وخت ماته شوه چې کله اشرف غني جرګې ته د ليدلو وخت ورنه کړ او اکرم خپلواک ته يې د جرګې ملي اجتماع او قومي مشرانو ته د توهين کولو او سپک ليدلو لپاره سپکې سپورې وويلې. نو مخکې له دې چې قومي مشران بېرته کورونو ته ستانه شي، ماښامنۍ به د اکرم خپلواک سره کوي او اکرم خپلواک هم دوه دوه زره افغانۍ په سپينو پاکټونو کې هر قومي مشر ته د هغوی د خدمتونو په بدل کې ورکوي، له کابل څخه يې د ګرديز په لوري رخصت کړل.
مخکې تر دې چې قومي مشران رخصت شي اکرم خپلواک ارګ مشر ته د وفادارۍ لپاره قومي مشرانو ته وايي چې اشرف غني دوی ته، د دوی جرګې ته او پکتياوالو ته ښکنځلې کړي، سپکې سپورې يې ويلي او دا هم ورته وايي چې اشرف غني ليونی شوی دی.
خو کله چې ارګشمر په ټاکنو کې بريالی کېږي نو اکرم خپلواک د وزارت خوبونه ويني خو ارګ مشر هم اکرم خپلواک ښه پېژني چې نه يوازې دا چې خپلو ژمنو او مقدساتو ته قايل نه دی، بلکې يو بې شرمه، غل او هغه د دري ژبيو خبره (خس دزد) دی.
کله چې اکرم خپلواک د وزارت د چوکۍ څخه ځان محروم ګڼي نو ځان د کابل ولايت څخه ولسي جرګې ته کانديدوي، خو تر اوسه يې ټاکنيزکمپاين ځکه نه دی شروع کړی چې اوس هم د دې چانس ويني چې بايد د کرزي سره د وزارت لپاره چڼې ووهي.
په عين حال کې تر ډېره ګومان چې د اکرم خپلواک په واسطه په ميډياکې د پکتياوالو د محروميت چيغه د ځينو ليکنو له لارې مطرح شوی، ځکه که اکرم خپلواک وزير شي نو د پکتياوالو محروميت به ختم شي او پکتيا به د پرمختګ او انکشاف په زينه خپل لومړي قدمونه کېږدي.
خو پکتياوالو ! نن ستاسو غوښتنې منطقي، ريښتينې او په حقه دي ځکه چې تاسو دا څوکلونو کې له هغه نسبي پرمختګ نه محروم ياست! يعنې کوم پرمختګ چې د نورو سيمو په برخه شوی دی، سره له دې چې په پکتيا کې د نورو سيمو او ولايتونو په پرتله نسبي امنيت شته دی.
ستاسو په سيمو کې ښوونځي نشته، که څه شته هم نو هغه زده کوونکي نه لري، پوهنتون مو درسي خونې، لابراتوار، وسايل او استادان نه لري. تاڼې مو پوليس او عسکر نه لري، کلي او بانډې مو پاخه سرکونه نه لري، کورونه او کلاوې مو بريښنا نه لري، دا نهه کاله کېږي چې يوازې د ګرديز سرکونه مو پاخه نه شول. په دې نهو کلونو کې څو ځلې ارګ مشر ستاسو د ستونځو د اوريدو لپاره درغلی دی؟ ستاسو څومره ځوانان دا اته نهه کاله لوړو زده کړو لپاره پوهنتونونو ته جذب شوې دي؟ او څومره ځوانانو مو تحصيلي بورسونه ترلاسه کړي دي؟ کلينيک او روغتيايي ادارې مو په کوم حال کې وې؟ او داسې نور….
دا ولې؟
ایا په دې مو فکر کړی دی چې د دې ټولو محروميتونو لاملونه څه دي؟
هغه ډېره روښانه او واضح دي. ستاسو مشران که هغه قومي مشران دي او که د بيوروکراسۍ په چوکاټ کې ستاسو استازي دي، په صداقت او ريښتونولۍ ستاسو د ستونزو له غمه نه دي مړه. هغوی يوازې او يوازې يا خو د خپلو خېټو غم اخيستي او يآ هم د خپلو جيبونو!
ايا تاسو د دې شاهد ياست چې ستاسو په نامه استازو په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې په لومړۍ دوره کې څو ځلې د ملت په کور کې ستاسو ستونزې يادې کړې دي؟
او بالاخره د دې محروميتونو يو بل لامل تاسو خپله هم ياست ځکه چې ستاسو انتخاب غلط دی، او تاسو هغه څوک د ځان استازی ټاکلی کوم چې مړتت، بې کاره او د نابودو هيلو درلودونکی دی. که هغه اکرم ، مجيدي ، داوود، امينزی دی او يا هم ستاسو په نوم قومي مشران. دا مړتت استازي نه شي کولی چې ستاسو حقوق ترلاسه کړي. ځکه چې حقوق اخيستل کېږي او ورکول کېږي نه!
ستاسو استازي د حقوقو د اخيستلو توان او استعداد نه لري، که لري يې هم نو يوازې خپلو خيټو او جيبونو ته کار کوي.
که تاسو د وزارت او يا لوی رياست غوښتنه کوئ، نو په دې بوه شئ چې دا غوښتنه تاسو د ځان لپاره نه کوي، بلکې د اکرم خپلواک او يا نورو خودغرضو لپاره يې کوئ.
هو! که تاسو د ځان لپاره د ښوونځي، پوهنتون، سرک، کلينيک، بريښنا، زراعتي ونو بوټو او تخمونو‎، مدني ټولنو، تاڼو او څوکيو غوښتنه کوئ نو دا په رښتيا چې د ځان لپاره کوئ. د دې لپاره چې دغو غوښتنو ته د غبرګون او اواز پورته کولو پوه، صادقه او ريښتونې وسيله ومومئ نو سالم، صادق او ريښتوني افراد وټاکئ چې تاسو د دې اوسنيو محروميتونو څخه راووځئ او د يو با ارزښته، ښکلی او باوقاره ژوند څښتنان شئ.
ستاسو په زخمونو د مرهم کېښودلو ځواک او استعداد نه اکرم خپلواک لري، نه ګل پاچا مجيدي، نه حاجي داوود، نه امين زی، بلکې تاسو په خپله بايد په ځانونو کې دا ځواک پيدا کړئ او هيچا ته دا اجازه مه ورکوئ چې ستاسې محروميتونه د خپل ځان د ګټې او موقف ته د رسيدو وسيله وګرځوي.

Copyright Larawbar 2007-2024