ننګرهار په نوي لمريز کال کې

د لراوبر اداره | جولای 15th, 2010


د طالبانو د رژيم، د ړنګېدو څخه وروسته؛ په ټول هېواد کې بهرني ځواکونه ځاى پر ځاى شول، په لومړيو څو مياشتو کې په ټول هېواد کې آرامي وه،مګر څو مياشتې وروسته آرامي په نا آرامۍبدله او نا امنۍ تېغنه ووهله، چې دغه تېغنه وروسته په ساقو اوساقې په څانګو بدلې شوې، آن چې دا څانګې اوس د سولې کور، د علم او آدب ټاټوبې، همېشه بهار ښکلي ننګرهار ولايت، ولسواليو او تردې چې د همدغه ولايت زړه ته هم راوغزېدلې؛ داسې معلومېږي، چې که مخه يې ونه نيول شي ښايي دا څانګې په داسې يوه ډډ بدلې شي چې له بېخه اېستل يې ګران څه چې حتى ناشوني وي.
د آرام او ښکلى ننګرهار (جلال آباد) آرامي په ناارامۍ بدلېږي؛ ځکه چې ٩ کاله وړاندې د ناآرامۍ د له منځه وړلو لپاره امريکا او متحدينو لازم اقدامات و نه کړل؛ نه يوازې دا چه دوى لازم اقدامات برابر نه کړل بلکه تر دې دمه يې زموږ د ملي پوليسو او ملي اردو په روزنه کې صداقت ندى ښودلى؛ دا چې زما ليکنه صرف د ننګرهار ولايت د ١٣٨٩ کال د ناآمنيواوبېلابېلو نوروپېښو په اړه ده، نو نه غواړم چې د زبرځواکونو د تېرو تېروتنواو قصدي کړنو په اړه څه وليکم که وخت وه انشاءالله ډېر ژر به د دوى کړنو ته هم يوه کتنه وکړو.
که څه هم ننګرهار ولايت، په تېرو ٩ کالونو کې يو با آمنه ولايت شمېرل کېده مګر د ١٣٨٩ کال په پيل کې دا ډاډ ټکنى شو، دا ځکه چې دروان کال په لومړۍ شپه د ننګرهار په ښکلي ښار کې څلورپرلپسې چاودنې وشوې.
غواړم ستاسولوستونکيو مخې ته د تېرو درې څلور مياشتو د ناامنيو اوبېلابېلو نوروپېښو رپورټ په لنډو ټکو کې واضح کړم.
 ١- د ١٣٨٩ کال د وري(حمل) په لمړۍ نېټه د يکشنبې د شپې ٩ بجې د جلال آباد ښار په بېلابېلو سيمو کې څلورچاودنې، رامنځه شوې دا په داسې حال کې وه چې په شاهي ماڼۍ کې د نوي کال د لومړۍ شپې په وياړ د ټنګ ټکور او بېلابېلو هنري پراګرمونه جوړ شوې وه، سره له دې چې امنيتي ځواکونو،پوره ډاډ څرګند کړى و چې د نوي کال د مراسمو لمانځنې لپاره يې پوره چمتووالى نيولى دى.
 ٢- د وري په ٢٨ چې د ١٧ د اپريل ٢٠١٠ کال سره سمون خوري د جلال آباد انګور باغ په سيمه کې د ملي امنيت په موټر چاودنه وشوه، چې په نتيجه کې يې ٨ تنه دسيمې اوسېدونکي ټپيان شول.
 ٣- د همدې مياشتې په ٢٩ مه د ډېورنډ له هغې غاړې پر ننګرهار ٨ ساعته درنو وسلو بريدونه ترسره شول.
 ٤ – د حمل ٢٩ مه امريکايي سرتيريو د ننګرهار ولايت خوګياڼو ولسوالۍ کې يوه زړه افغانه مور ووژله.
 ٥- د ثور(غوايي) ٨ مه امريکايي ځواکونو پنجشنبې شپه د ياد ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د پارلمان د يوې وکيلې (صفيه صديقي) پر کور عمليات ترسره کړل اويوتن مېلمه يې وواژه.
 ٦- د ثور ١٤ مه د چهارشنبې په شپه وسلوالو طالبانو د ډېورنډ پولې ته څېرمه دور بابا پر ولسوالۍ بريد وکړ، چې شاوخوا يونيم ساعت يې دوام وکړ.
 ٧- د ثور ٢٣ مه د جمعې په شپه د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو له لورې عمليات وشول چې پکې لس تنه ووژل شول/.
 ٨- د ياد ولايت د سره رود په ولسوالۍ کې د جمعې په ورځ د ثور٢٤ مه د يولاريون پرمهال د پوليسو په ډزو کې يو ملکي وګړي، خپل ژوند له لاسه ورکړ او ٢ نور ټپيان شول.
 ٩- د ثور ٢٥مه د اچين په ولسوالۍ کې د پوليسو په ودانۍ طالبانو وسلوال بريد وکړ چې د طالبانو په وينا په ترڅ کې يې لس پوليس وژلې او درې موټر يې وېجاړ کړي.
 ١٠- ثور٢٥مه عبدالظاهرقدير حکومت ته ګواښ وکړ، که دثورد٢٣ مې ( دجمعې شپې) د بهرنيو،ځواکونودخپلسريو عملياتو پر مهال لسو وژل شويو ولسي وګړيو وژونکي محاکمه او پدې عملياتو کې نيول شوې دوه تنه له بنده خلاص نکړي نو د درنو لاريونونو تر څنګ به له افغان دولت مخ وګرځوي!
 ١١- دغبرګولي (جوزا)په ٦ مه خبر خپور شو چې د خوګياڼو په ولسوالۍ کې شاوخوا زرتنه ښوونکيو له (٣جوزا) راهيسې دښوونځيودروازې وتړلې،اوادعاکوي چې: د ننګرهار د والي ګلا آغا شيرزي نږدې کسانو يې ، قانوني ځمکې غصب کړي دي.
١٢_ دثور٢٥ مه، وسلوالو د ياد ولايت د پچيراګام په ولسوالۍ کې د پوليسو په يوه رينجرموټر چاودنې کړې.
 ١٣- دجوزا ١٦مه ،غرمه يوه بجه د ننګرهارولايت د بهسودو پُل له پاسه د امريکايي ځواکونو پر کاروان ځانمرګي چاودنه وشوه چې په نتيجه کې يې ٩ تنه عام وګړي ټپيان شول.
 ١٤- دجوزا ٢٣ مه ( ديکشنبې شپه) په جلال اباد ښار کې د اورلګېدنې له امله څلورسوه اتيا ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
 ١٥- په همدې ورځ د خوګياڼيو ولسوالۍ د ښوونځيو دروازې بيا د زده کوونکو پرمخ وتړل شوې. د ښوونکو په وينا د حامد کرزي د يوه فرمان له مخې دوى ته دسرخرود ولسوالۍ مربوط د چمتلې په ښارګوټې کې ٧٠٠ جريبه دولتي ځمکه د کورونو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې وه خو سيمه ييز چارواکي او يوشمېر ناقانونه ټوپکوال او د ځمکو غاصبين نه غواړي چې دغه ځمکې ښوونکيو ته ووېشل شي.
 ١٦-دغبرګولي( جوزا) په ٢٩مه د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د راغليو سېلابونو له امله نهه تنه مړه شول.
 ١٧- سرطان ٣ مه د پنجشنبې په ورځ، د خوګياڼيو ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې د اوسپنيز چت د رالوېدو په پېښه کې پنځه تنه زده کوونکي مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.
 ١٨- سرطان ٥ مه د جلال آباد ښار په منځ کې په رڼا ورځ د تلاشۍ چوک تر څېرمه يوه کېست پلورنځى په بم والوځول شو .
 ١٩- سرطان ٩مه د ننګرهار ولايت د جلال آباد په هوايي ډګر چېرته چې د ناټو ځواکونو نظامي هډه هم وجودلري. وسلوال اوډله ييز ځانمرګي بريدونه ترسره شول.
 ٢٠- دروانې مياشتې په ١٧مه په د بهسودو پْل ته څېرمه ځانمرګى بريد وشو چې مرګ ژوبله يې هم له ځان سره لرله.
 ٢١- بياهم دهمدې مياشتې په ١٧مه پنجشنبې شپه ۹ بجو په خواوشا کې توغندويو جلال اباد قول اردو ته څېرمه يو ملکي وګړی ټپي کړ.


Zeb.durrani02@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024