کور / تازه خبرونه / برتانيه : د جنرال حميد ګل څرګندوني بې اساسه دي

برتانيه : د جنرال حميد ګل څرګندوني بې اساسه دي

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو وياند د جنرال حميد ګل څرګندوني په کلکه رد کړې جنرال حميد ګل چي د پاکستاني استخباراتو يا آى ايس آى متقاعد سوى جنرال دي تېره اووني يې په يوه مرکه کي ويلي وه چي نور امريکا په افغانستان کي د فوځي لګښتونو توان نه لري او د دې کال په پاى کي به اوباما خپله ستراتيژي بدله او د افغانستان څخه به د خپلو سرتيرو د وتلو لړى پيل کړي اود طالبانو مقاومت چي په وينا يې اوس د ملي مقاومت بڼه غوره کړې تر هغو وجنګيږي چي تر څو برى د دوى په برخه سي .