کور / تازه خبرونه / ايساف: خلک پاکي اوبه او روغتيايي اسانتياوي غواړي

ايساف: خلک پاکي اوبه او روغتيايي اسانتياوي غواړي

 


د ايساف او انساف ځواکونو نن د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ له يو شمير اوسيدونکو سره وکتل ، خبرپاڼه ليکي چي د سيمي  اوسيدونکو خوښي څرګنده کړه چي د ايساف ځواکونه پسله يوه کاله بيا دې سيمي ته په ګزمه راغلي دي ، خلکو له ايساف څخه وغوښتل چي ددوی روغتيايي ستونزو ته دي پاملرنه وکړي او د پاکو اوبو په برابرولو کي دي ورسره مرسته وکړي. خبرپاڼه وړاندي ليکي چي يو شمېر اوسيدونکو ايساف ځواکونو ته وويل چي دوی په ژمي کي د کاريزونو له اوبو ګټه اخلي خو دا کاريزونه په دوبي کي وچيږي او له دوی يي وغوښتل چي ددوی دې ستونزو ته پاملرنه وشي .