سويډن : له نوميالي شاعر عبدالباري جهاني سره ادبي ناسته

د لراوبر اداره | جولای 24th, 2010


 


د ۲۰۱۰ د جولای پر ۲۴ د شنبې ورځ ماپښين يو شمېر سويډن او ډنمارک مېشتو افغانانو د افغانستان او پښتو ژبي د معاصر شعر د مخکښ شاعر وتلي ليکوال او تاريخ ليکونکي ښاغلي عبدالباري جهاني په وياړ د سويډن د مالمو په ښار کي يوه په زړه پوري ادبي ناسته جوړه کړه .


دا غونډه چي دسويډن د افغانانو په استازيتوب د ښاغلي حاجي حکمت الله حکمت او په مالمو او کوپنهاگن کې د مېشتو افغانانو  په ګډو هلو ځلو رابلل شوې وه .


غونډه د ماسپښين په درې بجو د ښاغلي حيات شېرزاد له خوا د سپېڅلي څښتن د پاک کلام د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه  او د ويندويې چارې يې ښاغلي نياز محمد پياوړي پرمخ بېولې .


نوموړې غونډه له دوو برخو تشکيل شوې وه، لومړۍ برخه يې پيغامونو او ازادې مشاعرې او دوهمه برخه يې د ښاغلي عبدالباري جهاني د شعرونو اورولو ته ځانګړې شوې وه .


په سر کې ښاغلي حکمت الله حکمت پرانيستونکې وينا وکړه، او ورپسې ازاده مشاعره پيل شوه . په مشاعره کې په ډنمارک او سويډن  کې مېشتو دغو ښاغلو شاعرانو خپل شعرونه واورل :


 


عبدالمالک بېکسيار


ګلمانشاه ودير  ساپی


سلام خان اندړ


غلام فاروق


عبدالباقي تلاښ


هلمند شېرزاد


ولايت خان ځدراڼ


عبدالقدوس رحمتزی


حيات شېرزاد


سيف الله سيف


هيواد شېرزاد


نياز محمد پياوړی


 


تردې وروسته د شلو دقيقو لپاره دمه اعلان شوه او د غونډې ګډونوال د اوبو څښاک او تازه مېوې خوړلو ته وروبلل شول .


تر دمې وروسته د غونډې دوهمه برخه چې د ښاغلي جهاني د شعرونو اورولو ته ځانګړې شوې وه پيل شوه چې په ترڅ کې يې نوموړي شاعر خپل يو شمېر چاپ او ناچاپ شعرونه واورول او د ګډونوالو له خوا په تودو چکچکو سره بدرگه شول .


غونډه د ماښام په اوو بجو  د کوربنو او ګډونوالو له خوا جهاني صاحب ته د ډاليو په ورکولو او د نوموړي سره د ګډو تصويرونو په اخيستلو پای ته ورسېده .

Copyright Larawbar 2007-2024