هالنډمېشتو افغانانو د کرکيټ ملي ټيم مېلمه پالنه وکړه
د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله په دوهم ځل په هالنډ ته رسمي سفر وکړ او دلته يې په يو ورځنيو سياليو کي برخه واخسته ، افغان کرکيټ ټيم تېر کال هم هالنډ ته سفر کړی و او په څلور ورځنيو لوبو کي يې برخه اخستې وه . يو شمېر هغه هالنډ مېشتو افغانانو چي په امستردام هوايي ډګر کي کار کوي دملي ټيم د مېلمه پالني او تشويق لپاره يو په زړه پوري تفريحي پروګرام جوړ کړ .
پروګرام د ۲۰۱۰ د جولای پر اوومه نېټه د بېفروايک ښار په ارزو سالون کي د ماځيګر پر ۵ بجې د قرآن کريم د څو ایتونو په تلاوت سره پيل سو ، وروسته د کوربنو په استازيتوب ښاغلي اجمل ننګ د ملي لوبډلي د لاسته راوړنو په اړه خبري وکړې ، ورپسې عبدالله احسان د سپورټ په برخه کي د جمهور ريس له مشاور وزير او کرکيټ بورډ مشر ښاغلي شهزاده مسعود ( مسډد ) له هڅو مننه وکړه چي د کرکيټ ټيم په پرمختګ کي يې کړي دي او په نړيواله کچه د افغان کرکيټ ټيم په ځليدلو کي يې د حاجي کبير خان هڅي د پام وړ وبللې .
دغه ډول وروسته مشاور وزير شهزاده مسود د خپلو خبرو پر مهال په هالنډ کي د مېشتو افغانانو ملاتړ او هڅي وستايلې ، د لوبو په ډګر کي يې د افغانانو احساسات وستايل او زياته يې کړه چي د ملي ټيم په پرمختګ کي د افغانانو ملاتړ او تشويق پوره برخه لري ، هغه دغه ډول په نورو هيوادونو کي هم افغانان د خپل هيواد د ملي ټيم و ملاتړ ته ور وبلل .
ورپسې د افغان ملي لوبډلي روزونکي حاجي محمد کبير خان د خپل ټيم په اړه د غونډي برخه والو ته معلومات ورکړه او د وروستي سفر او لاسته راوړنو په اړه وږغېد . وروسته د لوبډلي منېجر ښاغلي ناظم جار عبدالرحيمزی هم د افغانستان د کرکيټ ټيم پر بېلابېلو برخو ، پرون او نن ، ستونزو او لاسته راوړنو وږغېدی ، نوموړي په هالنډ کي د افغانانو له ملاتړ او وطني ميني څرګندولو څخه خوښي څرګنده کړه .
وروسته دهالنډ مېشتو افغانانو لخوا يو په يو مشاور وزير شهزاده مسود ، روزونکي حاجي محمد کبير خان ، کفټان نوروز منګل ، منېجر ناظم جار عبدالرحيم زي او ټولو لوبغاړو او د کرکيټ بورډ اجرايوي مشر شينواري ته سوغاتونه وړاندي سوه ، ورپسې د ټنګ ټکور په برخه کي ځوانانو مست اتڼونه وکړه ، دا برخه د شپې تر يوې بجې د تکړه سندرغاړي ښاغلي کريم لمر لخوا په مستو او ملي سندرو ښکلې سوې وه .
د شپې يوه بجه د ملي ټيم ټول درانه مېلمانه په هغو ځانګړو موټرونو کي چي د لښکرخان ، شمس وفا ، شمس ساپی ، معروف ځاځی او عبدالله احسان لخواراوستل سوي وو ، بيرته تر خپل هوټل پوري ورسول سوه .
ښاغلي محمد اسحق وفا د جمهور ريس حامدکرزي مشاور وزير او کرکټ بورډ مشر شهزاده مسود ته تحفه وړاندي کړه
هالنډ مېشتي افغانان د ملي ټيم هرکلي ته راوتلي وو
د کرکيټ ملي ټيم مشر او غړو هرکلی د ګلونو په ګېډيو وسو
هالنډ مېشتي افغان محمد سليم د ملي ټيم منېجر ناظم عبدالرحيم زي ته سوغات ورکړ
هالنډ مېشتي افغان معروف ځاځي نبي عيسی خېل ته سوغات ورکوي
ښاغلی معلم الياس ځاځی د ملي لوبډلي کفټان نوروز منګل ته سوغات ورکوي
ښاغلي کريم لمر د ټنګ ټکور برخه په ښکلو سندرو رنګينه کړه
د افغان کرکيټ ټيم روزونکي حاجي کبيرخان د خپلي لوبډلي د لاسته راوړنو په اړه خبري وکړې
ښاغلي عنايت سمندري دولت احمدزي ته ډالۍ وړاندي کړه
ښاغلي لښکرخان د ملي لوبډلي تکړه غړي اصغر ستانکزي ته تحفه ورکړه
ښاغلي امان الله تیموري د ملي ټيم منېجر ناظم جار عبدالرحيمزي ته سوغات ورکړ
هالنډ مېشتی افغان عبدالبصير د ملي لوبډلي لوبغاړي ته تحفه وړاندي کړه
ښاغلي زړه ور خان د ملي ټيم څېړونکي داود بابړ ته سوغات ورکړ
ښاغلي عبدالوهاب وردګ د کرکټ بورډ اجرايوي مسول ډاکټر ايمل شينواري ته سوغات ورکړ
ښاغلي سيد عزت الله سعيد د ملي ټيم کوچ حاجي کبيرخان ته سوغات وړاندي کړ
ښاغلي سليمان احمدي د ملي ټيم کامره مين او وياند شمس ته ډالۍ وړاندي کړه
کوربنو او مېلمنو په مستو اتڼونو دا پروګرام نور هم ښکلی کړ