کور / z_buitenland_news -- 5 / واکمن په ټاکنو کي ددرغليو پلانونه جوړوي

واکمن په ټاکنو کي ددرغليو پلانونه جوړوي

د پاكستان پيپلز ګوند سكرتر جنرل جهانګير بدر وئيلي  دي چې  په پيپلز ګوند كښې  د وزيراعظم د كانديد په لړ كښې  هيڅ اختلافات نشته په پيپلزګوند كښې  د اختلاف پروپاګنډه كوونكي  ناپوهان دى لاهور كښې  د اوروپائي  انتخابي څارندويانو سره په ملاقات كښې جهانګير بدر وويل  چې  دپيپلز ګوند  په خلاف سركاري  وسيلې  كارول كېږي پوليس  دپيپلز ګوند پوسټرونه  راغورځوي  او د مسلم ليګ\”ق\” بينرونه  لګوي  تر انتخاباتو دمخه په ولس  كښې د ويرې اچولو لړۍ روانه ده واكمن  په انتخاباتو كښې  د درغلي  پلانونه جوړوي.