کور / تازه خبرونه / اسفنديارولي خان:د چارصدې پېښه پلان سوې وه

اسفنديارولي خان:د چارصدې پېښه پلان سوې وه

دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفند يار ولي  خان وئيلي  دي  چې دچارسدې  پيښه  يوه پلان شوې منصوبه وه دغه  ځانمرګۍ  بريد نه وو د شخصي  ټلويزون سره په خبرو اترو كښې  اسفنديار ولي خان زياته كړه چې تيره ورځ  په چارسده كښې تر سره شوى بريد ځانمرګۍ نه وو بلكه دغه د يوه پلان برخه وه چې  مقصد يې  دعوامي نيشنل ګوند مشران له منځه وړلو سره هېواد كښې تاوتريخوالۍ رامنځته كول وو  ښاغلۍ اسفنديار  وائي  چې  زه هم دغې جلسي ته ورغوښتل شوۍ  وم  غو ما پكښې  ګډون ونكړ   حكومت دولس امنيت ساتلو كښې پاته راغلۍ دى د هائى كورټ دقاضي  په مشري كښې دي يو كميسون رامنځته كړل شي اوهغه دي ددغې  پيښې  پلټنې وكړي  او قاتلان دي ونيول شي ښاغلي  اسفنديار زياته كړيده  چى  ددغې  پيښې  مقصد دغه وو چې  انتخابات ځنډولوسره په هېواد كښې  تاوتريخوالۍ رامنځته كړل شي خو عوامي نيشنل ګوند به خپل انتخابى كمپين ته دوام وركوي.