پکتيکا : لس کړۍ ماينونه کشف او له منځه وړل سوي

عطاالله محمدي | جولای 26th, 2010


په پکتيکا ولايت کي حکومتي چارواکي وايي چي لس کړۍ ماينونه يې کشف او له منځه وړي دي نوموړي چارواکي وايي چي ياده کچه ماينونه يې د ياد ولايت يوسفخېلو په ولسوالۍ کي کشف کړي د پکتيکا ولايت د والي وياند مخلص افغان د يادو ماينونو کشف او له منځه وړل تائيدوي او وايي چي نوموړي ماينونه د بخانخېلو په سيمه کي په يوه کوچنۍ مدرسه کي موندل سوي او کېداى سواى چي په راتلونکي کي د سړک په غاړو کي د چاودنو په موخه ځاى پر ځاى سوي واى . بل لور ته د دې کشفولو او له منځه وړلو په اړه تر اوسه نه ځايي خلکو او نه کومي ډلي څه ويلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024