کور / سپورټي / کندهار : د روان ټورنمينټ لومړۍ لوبه د عينو مېني لوبډلي وګتله

کندهار : د روان ټورنمينټ لومړۍ لوبه د عينو مېني لوبډلي وګتله

د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کي د عالم پايند په وياړ د روان ټورنمينټ چي د فراه ، کندهار ولايتونو او د پاکستان هيواد د بلوچستان ايالت د چمن ښارګوټي څخه د راغلي لوبډلي تر منځ ترسره کيږي پرونۍ لوبه چي د عينو مېني د لوبډلي او فراه څخه راغلي لوبډلي تر منځ ترسره سوه څلور د صفر په وړاندي د کندهار ولايت د عينو مېني د لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده . په دې لوبه کي لومړى ګول مصطفى ، دويم سميع ، دريم معلم صاحب او څلور يو ځل بيا سميع و لګوى . نوموړې لوبه د زياتو نندارچيانو له لوري ننداره او په چکچکو بدرګه کېده .
د ښاغلي مدير آغا په وينا چي د روان ټورنمينټ د نن ورځي لوبه به بلوچستان ايالت د چمن ښار ګوټي څخه د راغلي لوبډلي او د کندهار ښار د شېرزي لوبډلي تر منځ ترسره سي .