کور / راپور / شخصي شرکتونه د حاجيانو په لېږد کي ونډه غواړي

شخصي شرکتونه د حاجيانو په لېږد کي ونډه غواړي

د سوداګرۍ او صنايعو خوني هيئت مشر محمد قربان د خصوصي شرکتونو د مشرانو سره په يوه غونډه کي د وزيرانو شورا د هغي پرېکړي سره مخالفت څرګند کړ چي سږ کال يې د حاجيانو د لېږد رالېږد چاري يوازي اريانا افغان هوايي شرکت ته سپارلي دي . نوموړي وويل چي د حکومت دغه اقدام د حکومت د اساسي قانون خلاف کار دئ . او په وينا يې يوازي د يوه شرکت ملاتړ په افغانستان کي پر شخصي پانګي اچوني اغېز کوي . خو د ولسمشر وياند وحيد عمر وايي چي د وزيرانو په شورا کي يوازي داسي پرېکړه سوې ده چي هغو شرکتونو ته چي تېر کال يې خپلي دندي سمي نه دي ترسره کړي برخه نه ورکول کيږي .