دوه ایټالوی پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 28th, 2010


اسوشیټید پریس خبر ورکوی چی نن په هرات ولایت کی ماین هغه مهال دوه ایټالوي پوځیان والوزول چی یو ماین یې خنثی کړی و خو دوهم ورباندی وچاودېد . دغه ماین افغان پولیسو ورښودلی و او ایټالوی پوځیانو غوښته چی هغه هم خنثی کړی مګر پر وچاودېد او دوه یې ورڅخه ووژل .
په دې سره د ایټالوي پوځیانو تلفات ۲۶ ته ورسېدل . باید وویل سی چی طالبانو د خپلو الفتح عملیاتو په ترڅ کی د جولای په روانو ۲۸ ورځو کی ۸۰ بهرني پوځیان وژلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024