یو ایټالوي عسکر په کابل کی ځان وواژه
کاناډایی خپرونه ( میټرو ) چی په کلګاری ښار ګی خپریږی ، ولیکل چی څلور ورځی مخکی په کابل کی یو ایټالوي پوځی خپل ځان وژلی و . د دې ځان وژنی علت تر اوسه معلوم نه دی . پرون هم د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالي کی ماین دوه ایټالوی پوځیان وژلي وو . په دې تازه پیښه سره د ایټالوی پوځیانو تلفات ۲۷ ته ورسېدل .