کور / تازه خبرونه / هلمند : ځانوژونکې حمله سوې

هلمند : ځانوژونکې حمله سوې

د ايساف ځواکونه وايي چي نن سهار يې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کي پر ځواکونو ځانوژونکې حمله سوې چي په پايله کي يې دوه تنه سرتيري ژوبل سوي . خو بل لور ته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چي ياده ځانوژونکې حمله د يوه ٨٠ کلن سپينږيري په واسطه سوې چي په پايله کي يې يوولس تنه بهرني سرتيري وژلي خو دايساف په خپره سوې اعلاميه کي ياده حمله او د دوو سرتيرو ژوبله کېدل تائيد سوي خو د وژلو خبره پکښي رد سوې .