کور / تازه خبرونه / بلوچستان : ناټو ځواکونو ته تېل وړونکى موټر سوځول سوى

بلوچستان : ناټو ځواکونو ته تېل وړونکى موټر سوځول سوى

د ډيورينډ کرښي هاخوا د کوټي په ښار کي يو ټانکر موټر سوځول سوى . د سيمي يوې خبر پاڼي دپوليس په حواله خبر ورکړى چي تېره ورځ سهار د کوټې ښار لوېديځ ته د ناټو يو اکمالاتي موټر تر بريد لاندي راغلى او سوځول سوى دئ . نوموړى موټر د کراچي ښار څخه روان سوى او کوټي ته تر رسېدو وروسته په اختر آباد کي سوځول سوى . پوليس وايي چي د پيښي سره د تړاو په تور يې دوه تنه نيولي او پوښتني ګروېږي ور څخه پيل سوي .