اوه پروژی گټی اخستنی ته وړاندى شوی
جاويد احمد تنوير
٩ /٥/١٣٨٩
دکليود بيا رغونی ا وپراختيا وزا رت د ملی پيوستون پروگرام اوه پروژی پدی وروستيو کى سرپل په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپا رل شو ی.
ددی ولايت د ملی پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی داوبو د پنځو زيرمو او د(١٦) مترو په اوږدوالي ديوه سربند جوړول ، داوبو د(٣٧) څاگانو کيندل او د(٤٠٠٠) مترو په اوږدوالي دسړک ترميم او شگي اچول شامل دي .
يادى شوى پروژى د ( ١٠،٨٤٥٠٠٠ ) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بود جي بشپړی او څه د پا سه ( ١٦٩٥ ) کورنی ترينه گټۀ اخلی .