کور / سپورټي / کرکيټ : ملی لوبډلي په کابل کي په تمريناتو پيل وکړ

کرکيټ : ملی لوبډلي په کابل کي په تمريناتو پيل وکړ

د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره چې کوم د تمرین کمپ په ننګرهار کې نیول شوی و د سختو اورښتونو او سیلابونو له امله سرته ونه رسید، اوس ملي لوبډله د انټرکانټینټل سیالیو لپاره چې په سکاټلینډ کې کیږی څلورو  ورځې تمرینونه د کابل په لوبغالي کې کوي.
د  افغانستان کرکټ بورډ  اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري د دې ستونزې د حل کیدلو لپاره پاتې ورځې کمپ په کابل کې جوړ کړ، ملي لوبډه  کابل ته له ننګرهار رارسیدلي او پاتې تمرینونه به د روزونکو کبیر خان او راشد لطیف د مشرۍ لاندې په کابل کې تر سره کوي.
اوس مهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په کابل کې په  تمرینونو بوخت دي، د کابل دهوا حالات ښه دی، د سانتي ګربټ به کچه نن د کابل د هوا  لوړه درجه ۲۸ او ټیټه ۱۳ سانټي ګریټ ده.
په کابل د کرکټ بورډ مسؤلینو چې د ننګرهار د هوا حالات له اورښتونو او سیالابونو ډک ولید نو په د کابل لوبغالي کې د کورنیو لوبو ته د تیارۍ تمرینونه ودرول، زر رز او په لږ وخت کې يې د کابل لوبغالی د ملي لوبډلې د تمرینونو لپاره چمتو کړ.
د ملي لوبدلې د توپ اچونې روزونکي کبیر خان وایې چې په کابل کې د ننګرهار د کرکټ د اکاډمۍ په څېر وسایل نشته، یوه ویکټه ده، یوازې یوه لاره لرو چې ملي لوبډله په خپلو کې تمریني سیالۍ وکړي.
نن به هم د ملي لوبډلې لوبغاړي د پرون په څېر په دوو ډلو ویشل کیږي توپ وهونکې  لوبغاړي به توپونه وهي او توپ اچونکې به توپ وهونکو لوبغاړو ته توپ اچوي.
د توپ وهنې نوې روزونکی راشد لطیف وایي چې ډیر ژر به د لوبغاړو په توپ وهنه کې مثبت بدلونونه راشي، په ننګرهار کې خو د کمپ پلانونه بارانونو خراب کړ خو په کابل او سکاټلینډ کې وخت لرو چې هلته لوبغاړو ته تمرینونه ورکړو او د هغه ځای دهوا سره يې اشنا کړو.
کرکټ بورډ پتیلي چې د انټرکانټینټل سیالیو ته لوبغاړي په څلورم د اګست واستوي او د سیالیو څخه مخکې هلته تر ۱۱ د اګست پورې تمرینونه وکړي او د هغه ځای د هوا سره اشنا شي، د کانټینټل سیالۍ چې لومړۍ لوبه یې څلور ورځینۍ ده  په ۱۱ د اګست پېل کیږي او تر ۱۴ د اګست پورې به دوام ولري،  دوه یوه ورځینۍ سیالۍ به  افغانستان له سکاټلینډ هیواد سره  په ۱۶ او ۱۷ د اګست  تر سره کوي.
ملي لوبډله به د انټرکانټینټل له سیالیو له پای وروسته په ۱۸ د اګست هیواد ته راستنیږي.