کور / تازه خبرونه / زابل : د يوه طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړل سو

زابل : د يوه طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړل سو

د زابل ولايت سيميز امنيتي چارواکي وايي چي يو طالب قوماندان يې وژلى . نوموړي چارواکي وايي چي ياد قوماندان يې په نوبهار ولسوالۍ کي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي چي په همدې ولسوالۍ کي ترسره سوي وژلى . د زابل ولايت د والي وياند د طالب قوماندان د وژلو د خبر د تائيدولو تر څنګ زياتوي چي په يادو عملياتو کي د دوى ځواکونو ته شپږ واسکټونه او يوه کچه وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي .د يوې بلي سرچينې په وينا چي ياد قوماندان ملا عبدالباري نومېده .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي .