کور / تازه خبرونه / برتانوي ځواکونه : په هلمند کي د طالبانو مقاومت لږ سوى

برتانوي ځواکونه : په هلمند کي د طالبانو مقاومت لږ سوى

په افغانستان کي فوځي قوماندانانو ويلي چي په هلمند ولايت کي د برتانوي او افغان سرتيري دګډو عملياتو په وړاندي د طالبانو مقاومت ډېر لږ ؤ . د روانو تور شهزاده په نامه عملياتو، په دريمه ورځ برتانوي سرتيرو د طالبانو د بم جوړه ولو يوه فابريکه موندلې او هغه يې له منځه وړې ده . د مشترک په نامه عملياتو وروسته چي د روان کال د فبروري په مياشت کي ترسره سول دا عمليات تر ټولو ستر عمليات دي . د تور شهزاده په نامه عمليات د تيري جمعې په ورځ پيل سول چي برتانوي او افغان ځواکونه د هلمند د سيد آباد سيمي ته نژدې په چورلکو کي ولېږدول سول .