د ډنډ پر ولسوال حمدالله نازک په دريم ځل ځانمرګی بريد وسو

د لراوبر اداره | اگست 2nd, 2010


ډنډ  ولسوالى كي ځانمرګي بريد كوونكي ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړول د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ كي پنځه تنه  ملكي وګړي ووژل او يو تن ټپي سو،دغه  پيښه نن سهار د 8:30 بجو پرمهال د كندهار ولايت د ډنډ ولسوالى د كاكړانو د كوشخانې ختيځ لور ته رامنځ ته سول
 
ځانوژونكى بريد كوونكى چي په يوسپينه  كرولا ډوله موټر كي سپور ؤ او چاوديدونكي توكي يې پكښي ځاى پرځاى كړي وه او غوښتل يې چي د ډنډ ولسوالى پر ولسوال حمد الله نازك باندي بريد ترسره كړي خو هدف ته تر رسيدو مخكي يې د ملكي خلګو د تګ راتګ پرلاري باندي ځان والوزاوه او پنځه   تنه ملكيان چي كوچنيان دى شهيدان او يو تن يې ټپي كړ.
 
دځانمرګي بريد څخه لس دقيقې ورسته په همدې سيمه كي يوه بله چاودنه چي د سړك د غاړي ځاى پرځاى سوى ماين و  وچاوديد خو چاته يې مرګ ژوبله نه  ده رسولې.


د يادوني وړ ده چي دا دريم ځل دی چي د ډنډ ولسوالۍ پر ولسوال حاجي حمدالله نازک ځانمرګی بريد ترسره کيږي ، په لومړي ځل يونيم کال پخوا نوموړئ د خپل کار په دفتر کي د سيمه ايزو مشرانو سره په غونډه بوخت و چي ځانمرګي بريد يې دفتر ته د ننوتلو په هڅه کي ځان والوزاوه ، دوهم بريد دده پر دفتر هغه مهال وسو چي نوموړی په دفتر کي حاضر نه وو ، او دريم بريد په داسي حال کي ترسره سو چي يوه ورځ مخکي نوموړي پرون د ډنډ ولسوالۍ د بيلندي د کلي له اوسيدونکو سره له نژدې وکتله او له هغوی سره يې د امنيت ټېنګېدو او بيا رغوني کارونو په اړه خبري اتري وکړې .

Copyright Larawbar 2007-2024