یو امریکایی او دوه برتانوي پوځیان ووژل سول
پنتاګون خبر ورکوی چی هغه امریکایی عسکر چی کندهار ته نږدې زخمی سوﺉ و ، پرون مړ سو . دغی پیښی د امریکایی پوځ تلفات ۱۲۱۶ ته ورسول .
د انګلستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چی پرون طالبانو په هلمند ولایت کی د جلا جلا حملو په ترڅ کی دوه برتانوي پوځیان ووژل . لومړنی په لښکرګاه کی وویشتل سوا ځای پر ځای له منځه ولاړ او دوهم یې په سنګین ولسوالي کی ماین والوزاوه . په دې سره د انګریزانو تلفات ۳۲۷ ته ورسېدل .