په تکفير کې افراط (ډاکټر يوسف قرضاوي) (۲)

34 | اگست 3rd, 2010


ژباړن: عبدالجبار فراز:


(زړه ته راتېر لوستونکې! محمد صلى الله عليه و سلم فرمايي: تقدير له دوعا پرته په بل هېڅ شي نه بدلېږي. نو د همدغې لارښوونې پر بنسټ عاجزانه هيله درڅخه کوم چې د لاندنۍ ليکنې د مطالعې تر پيل وړاندې زما مور ته د زړه له اخلاصه دوعا وکړې چې الله تعالى يې له يوې اوږدې او ځوروونکي ناروغۍ څخه روغه کړي! – جبار فراز)



لويې ګناوې ايمان کموي، مګر له منځه يې نه وړي


څلورمه قاعده: که لويې يا کبيره ګناوې په پرله پسې ډول ترسره شي بيا هم ايمان په بشپړه توګه له منځه نه وړي، بلکې لږوي او زيانمنوي يې. دليلونه يې په لاندې ډول بيانېږي:


١: که کبيره ګناوو ايمان له ريښې ايستلاى او څښتن يې د لوى کفر خوا ته ورکشولاى، ګناه او ارتداد ته به په يوه سترګه کتل کېدل، ګناهکار به مرتد بلل کېدى، د ارتداد سزا به ورکول کېده او د زاني، غله، لاره وهونکي، شرابخور او قاتل جزاوو به توپيره نه سره درلود. د ګناه او ارتداد(مرتدۍ) يو شان بلل د شريعت د نصوصو او امت د اجماع پر بنسټ مردود دى.


٢: قرآنکريم قاتل او د مقتول اوليا د يو و بل وروڼه بللي او د قصاص په آيت کې فرمايي:


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالأُنثَى بِالأُنثَى فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاء إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ….


بقرة: ١٧٨


(اې مومنانو ستاسې لپاره د قتل په دعوه کې د قصاص حکم ليکل شوى دى آزاد دې د آزاد په مقابل کې ووژل شي او غلام دې د غلام په بدل کې او ښځه دې د ښځې په بدل کې، هو که له کوم قاتل سره د هغه ديني ورور يو څه نرمي کولو ته تيار وي نو په ښه وجه دې د وژنې د بدل په باب اقدام وشي.)


٣: قرآن شريف د مسلمانانو هغه دوې طايفې چې سره په جنګ وې، د ايمان څښتنې بللي دي:


وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ….


حجرات: ٩


(او که له مومنانو څخه دوې ډلې په خپلو منځونو کې په جنګ شي نو د هغو په منځ کې سوله وکړئ بيا که له هغو څخه يوه ډله پر بلې تېرى وکړي نو له تېري کوونکي ډلې سره وجنګېږئ تر دې پورې چې هغوى د الله د حکم خوا ته راوګرځي.)


آن دا چې فرمايي:


إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ….


حجرات: ١٠


(مسلمانان په حقيقت کې سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو تر منځ روغه وکړئ.)


وينو چې قرآن دغه دوې طايفې سره له دې ايماندارې بولي چې يو له بل سره په جنګ اخته دي. په يو صحيح حديث کې هم داسې راغلي دي:


لا ترجعوا بعدى کفارا يضرب بعضکم وجوه بعض.


(تر ما وروسته هغو کافرانو ته بيرته مه ورګرځئ چې يو د بل غاړه وهي.)


په يو بل حديث کې فرمايي:


اذا التقى المسلمان بسيفيهما فالقاتل والمقتول فى النار.


(که د مسلمانانو دوې ډلې پر يو و بل توره راوکاږي، قاتل او مقتول دواړه دوږخيان دي.)


دغه حديث ته په پام سره، بخاري استدلال کړى چې ګناه د يو کس د کفر سبب نه ګرځي، او رسول الله صلى الله عليه وسلم هغوى له دې سره مسلمانان بللي چې  د جهنم ګواښ يې ورته کړى دى.


٤: روايت دى چې د حاطب بن ابي بلتعه په نوم صحابي يوه داسې تېروتنه وکړه چې نن سبا يې (لوى خيانت) بولي. نوموړي غوښتل د رسول الله صلى الله عليه و سلم د لښکر معلومات د مکې تر سوبې وړاندې قريشو ته ورسوي، په داسې حال کې چې محمد صلى الله عليه و سلم يې پر پټ ساتلو ټينګار کړى و. عمر بن خطاب رضى الله عنه وړانديز وکړ: اې د خداى رسوله(صلى الله عليه و سلم) هغه ما ته وسپاره چې د دغه نفاق له امله يې غاړه ووهم! رسول الله صلى الله عليه و سلم د عذر په توګه ورته وويل چې هغه له بدريانو څخه دى او په دې کار نه کافر کېږي.


په قرآن مجيد کې د ممتحنه سورې لومړى آيت د همدغه صحابي په شان کې نازل شوى دى، فرمايي:


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءكُم مِّنَ الْحَقِّ… تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنتُمْ….


ممتحنه: ١


(اې مومنانو زما دښمنان او خپل دښمنان دوستان مه جوړوئ تاسې هغوى ته د دوستۍ(او مينې) پيغام لېږئ په داسې حال کې چې هغوى له هغه دين څخه منکر دي چې تاسې ته په حق سره راغلى دى… تاسې پټه-پټه مينه ورسره کوئ او ما ته هغه څه ډېر ښه معلوم دي چې تاسې يې پټوئ او څرګندوئ….)


وينو چې خداى پاک حاطب ته د مسلمان خطاب کوي او د الله او هغه دښمن يو بولي، ځکه فرمايي:


(تلقون اليهم بالمودة – تاسې د اسلام له دښمنانو سره پر خپلوۍ او دوستۍ ولاړه اړيکه جوړه کړې ده!)


٥: پر ام المؤمنينن عايشه رضى الله عنها د بهتان ويونکو په شان کې نازل شوي آيتونه هم همدې معنا ته ورلنډ دي. په دغو تهمتيانو کې يو بدرى صحابي مسطح بن اثاثه و او حضرت ابوبکر رضى الله عنه قسم وکړ چې اړيکې به ورسره شلوي او ورکول کېدونکي ډالۍ به نه ورکوي. د نوموړي صحابي په شان کې لاندې آيت نازل شو:


وَلاَ يَأْتَلِ أُوْلُوا الْفَضْلِ مِنكُمْ وَالسَّعَةِ أَن يُؤْتُوا أُوْلِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلاَ تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ.


نور: ٢٢


(او په تاسې کې چې څوک د لويوالي او پراخي روزۍ څښتنان دي هغوى دې د خپلوانو، مسکينانو او د الله تعالى په لار کې هجرت کوونکو ته د څه نه ورکولو قسمونه، نه خوري او په کار ده چې معافي ورته کوي او له حوصلې نه کار اخلي، آيا خوښه مو نه ده چې الله پاک مو وبخښي او الله تعالى ډېر بخښونکى او مهربان دى.)


که وويل شي چې مسطح او د ده په شان کسان خو تر توبې ايستلو وروسته وبخښل شول، ځواب يې بايد داسې ورکړل شي چې د ابن تيميه رحمه الله په وينا خداى پاک د هغوى له بخښلو او زغملو سره د توبې شرط نه دى ايښى.


٦: امام بخاري رحمه الله د ابو هريره په روايت د هغه شرابي داستان را نقل کړى چې رسول الله صلى الله عليه و سلم يې په درو د وهلو حکم کړى و. د حکم تر اجرا وروسته ځينو هغه ته وويل: خداى دې خوار کړه! پيغمبر صلى الله عليه و سلم وفرمايل: داسې مه واياست او د هغه په مقابل کې د شيطان ياري مه کوئ! د بخاري په يو بل روايت کې داسې راغلي دي: (د خپل ورور پر وړاندې د شيطان لاسنيوى مه کوئ.) په سنن ابو داوود کې دغه عبارت هم پر زيات شوى دى:


و لکن قولوا: اللهم اغفر له، اللهم ارحمهُ.


(او وواياست چې خداىه هغه وبخښې، رحم پر وکړې.)


دا د هغه کس پر وړاندې د رسول الله صلى الله عليه و سلم له حکمته ډک دريځ دى چې شراب يعنې ام الخبايث يې څښلي دي، د درو وهلو حکم يې ورکوي، مګر په لعن او د خداى له رحمت يا مسلمانانو له دايرې څخه پر وتلو يې نه راضي کېږي، بلکې تر منځ يې د ورورولۍ ټينګولو هڅه کوي، هغوى د ښکنځلو په وسيله د هغه پر زړه د شيطان له واکمنولو څخه راګرځوي، امر کوي چې په درو وهل شوي شرابي لپاره له خدايه د بخښنې او رحمت غوښتنه وکړي، مينه او وروري ورسره ونه شلوي او له ګمراهۍ څخه د راګرځولو په  موخه يې د لارښوونې هڅې لا ګړندۍ کړي.


٧: بخاري رحمه الله له عمر بن خطاب رضى الله عنه څخه روايتوي چې د محمد صلى الله عليه و سلم په وخت کې د عبدالله په نوم او حمار په لقب يو سړى اوسېدى. دغه کس به کله ناکله رسول الله صلى الله عليه و سلم خنداوه هم. پيغمبر صلى الله عليه و سلم يو ځل د شراب څښلو له امله په درو محکوم کړ او دويمه پلا بيا په همدې جرم ورته راوستل شو، دا ځل بيا د درو سزا ورکړل شوه. يو سړي وويل: پر دې کس دې د خداى لعنت وي! تر څه وخته به دا کار کوي؟!


پيغمبر صلى الله عليه و سلم وفرمايل:


لا تلعنوه فوالله ما علمتُ انهُ لا يُحبُ الله و رسُوله.


(پر هغه لعنت مه وايه، زما تر اوسه لا والله که زړه ته لوېږي چې هغه دې له خداى او پيغمبر سره مينه نه لري.)


په ځينو روايتونو کې داسې راغلي دي:


لقد علمتُ انهُ يُحبُ الله و رسُوله.


(زه ډاډه يم چې هغه له خداى او رسول سره مينه لري.)


او په ځينو رواياتو کې ويل شوي:


ما علمتُ الا انهُ يُحبُ الله و رسُوله.


(زه له دې پرته چې هغه له خداى او رسول سره مينه لري، په بل څه نه يم خبر.)


محمد صلى الله عليه وسلم دغه غبرګون تر دې وروسته ښودلى چې هغه شخص بياځلي(تکراراً) شراب څښلي او له حرمته يې هم منکر شوى دى؛ ابن حجر په فتح الباري کې د ابن عبدالبر په روايت ليکلي چې ياد سړى پنځوس ځله ووهل شو، خو رسول الله صلى الله عليه وسلم يې بيا هم خلک له لعنت ويلو راګرځوي او وايي چې هغه له خداى او رسول سره مينه لري!


ابن حجر عسقلاني په هماغه کتاب فتح الباري کې د دغه حديث د ګټو د بيان پر مهال ليکي:


الف: دا حديث د هغو کسانو وينا ردوي چې په ګومان يې د کبيره ګناه ترسره کوونکى کافر دى، ځکه حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پر ياد شرابي له لعنت ويلو څخه منع وکړه او امر يې و کړ چې دوعا ورته وکړي.


ب: له دغه حديث څخه زباتېږي چې د منع شويو کارونو ترسره کول له خداى او پيغمبر سره د مينې تار غوڅولاى نه شي، ځکه محمد صلى الله عليه وسلم وفرمايل: دغه کس له دې سره چې ډېر بد عمل يې ترسره کړى، بيا هم له خداى او رسول سره مينه لري.


ج: آن پرله پسې ګناه کول هم د چا له زړه څخه د خداى او رسول مينه ايستلاى نه شي.


د: په يو بل حديث کې د شرابي د بې ايمانه بللو معنا تکفيرول نه، بلکې د هغه ايمان ناقص او نيمګړى بلل دي، د حديث عبارات داسې دي: (ايمان لرونکى کس شراب نه څښي.)


٨: مخکنيو احاديثو هغه زناکار، غل او… هم جنتي بللى چې (لا اله الا الله) ووايي.


٩: ګڼ صحيح حديثونه شته چې له مخې يې په ښکاره ډول ثابتېږي چې محمد صلى الله عليه وسلم به د خپل امت د لويو ګناوو د ترسره کوونکو شفاعت هم وکړي، او د هغه صلى الله عليه وسلم دغه کړنه لاندې دوه لوى حکمونه په اثبات رسوي:


١. رسول الله صلى الله عليه وسلم هغوى يوازې د کبيره ګناوو له امله د خپل امت له ډلې څخه نه شړي؛


٢. الله پاک د رسول صلى الله عليه وسلم د شفاعت په وسيله پر هغوى رحمت کوي؛


اوس نو دا د خداى تعالى په خوښه پورې اړه لري چې هغوى د ګناوو له ارتکاب سره-سره هېڅ دوږخ ته نه اچوي او که يې تر جزا ورکولو وروسته له اوره راباسي، خو دا څرګنده ده چې ګناهکاران په هېڅ وجه تلپاتې(همېشني) دوږخيان نه دي.  


له شرک پرته د ټولو ګناوو د بخښنې امکان


پنځمه قاعده: دا قاعده د څلورمې هغې پخلى کوي: يوازېنۍ نه بخښل کېدونکې ګناه له الله جل جلاله سره شريک نيول دي، او د نورو لويو و کوچنيو ګناوو بخښنه د خداى په خوښه پورې اړه لري.


الله تعالى فرمايي:


إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً بَعِيدًا.


نساء: ١١٦


(يقين ساتئ چې الله تعالى دا خبره نه بخښي چې د هغه سره څوک شريک ونيسي او له دې پرته (څه چې) چا ته وغواړي وبه يې بخښي ا و چا چې له الله سره شريک ونيوى هغه ډېره سخته ګمراهي کړې ده.)


په دغه او نورو مشابهو آيتونو کې له شرک څخه مطلب لوى شرک، يعنې له الله جل جلاله پرته بل معبود يا معبودانو ته قايلېدل دي؛ نو هر ځاى چې د شرک کليمه مخې ته درځي موخه يې همدغه شرک دى. د لوى کفر، يعنې د عناد او انکار پر بنسټ د ولاړ کفر حکم هم همداسې دى.


ابن حجر وايي: د مثال په ډول که څوک د محمد صلى الله عليه وسلم له نبوته منکر شي، پر يو خداى له اعتقاد سره-سره کافر بلل کېږي او د الله پاک له خوا به هېڅکله ونه بخښل شي.2 خو له شرک او کفر پرته نورې ګناوې د خداى جل جلاله له ارادې او خوښې سره تړلي دي؛ که يې خوښه شوه مرتکب يې بخښي که نه سزا ورکوي، د مخکنيو دوو آيتونو مطلب هم همدا و:


و يغفرُ مادون ذلک لمن يشاء


(او له دوى پرته چې يې هر چا ته خوښه شي بخښي يې….)


امام ابن تيميه رحمه الله وايي: پورتنى حکم د هغه چا په باب روا نه دى چې توبه يې ايستلې وي؛ ځکه د مشرک او نورو ګناوو د مرتکبينو د توبې تر منځ هېڅ توپير نه شته، خداى پاک په يو بل آيت کې فرمايي:


قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا….


زمر: ٥٣


(ته (زما له خوا) خلکو ته ووايه چې اې زما هغو بندګانو چې پر ځانونو مو تېرى کړى دى! د الله پاک له رحمت څخه مه نهيلي کېږئ، الله پاک به ستاسې ټولې ګناوې دروبخښي.)3


دلته الله تعالى د ګناوو بخښنه په عام او مطلق ډول بيان کړه، مګر په مخکني آيت کې يې نه بخښونکې ګناه په ګوته کړه چې شرک ده. نور داسې صحيح حديثونه هم وارد شوي چې د دغه آيت د مضمون پخلى کوي او په څرګنده وايي چې له شرکه بغير د نورو ګناوو بخښنه د الله پاک په اراده او خوښه اړه لري.


د بخاري رحمه الله په وينا له عبادة بن صامت څخه روايت شوي چې ويې ويل: رسول الله صلى الله عليه وسلم په داسې حال کې چې د اصحابو کرامو کړۍ ترې راتاو وه، وفرمايل:


(زما سره پر دې بيعت وکړئ چې له الله سره شريک نه نيسئ، غلا نه او زنا نه کوئ، اولادونه نه وژنئ، پر نورو بهتان او درواغ نه واياست او له ښو کارونو څخه مخ نه اړوئ، ستاسې څخه هر يو که پر دې ودرېد بدله يې پر خداى پور ده. که څوک له دغو منکراتو څخه ځينې ترسره کړي او په دنيا کې سزا وويني همدا يې د ګناه کفاره بلل کېږي، مګر که په دنيا کې مجازات نه شي او الله پاک يې پرده وکړي، بيا يې نو برخليک د خداى تعالى په اختيار کې دى يا يې بخښي يا عذاب ورکوي.)


په دغه حديث کې د بيعت معنا له کبيره ګناهونو څخه ځانساتنه ده او په ښکاره ځنې زباتېږي چې ترسره کوونکى يې له اسلامه نه دى وتلى. بل دا چې په دنيا کې د يوې ګناه له امله سزا ليدل له هماغې ګناه څخه خلاصون او کفاره ده او له دې پرته د نړۍ د پيداکوونکي په رضا پورې اړه لري.


علامه مازري وايي: دغه حديث د خوارجو د هغې نظريې د ردولو ښه وسيله ده چې وايي مسلمان د کبيره ګناه په ترسره کولو کافر کېږي. دغه راز د معتزله وو هغه نظر هم درواغ ثابتوي چې وايي الله پاک بايد خامخا هغه فاسق ته عذاب ورکړي چې په خپل ژوند کې يې توبه نه ده ايستلې؛ ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: ګناهکار د خداى جل جلاله په خوښه پورې تړلى دى، نه دا چې خامخا به عذاب ورکول کېږي.


طيبي هم وايي: دغه حديث پر دې دلالت کوي چې پر شهادتينو د هر اقرارکوونکي کس له دوږخي بللو څخه بايد سخت ځان وساتو، خو که د يو ځانګړي شخص په باب کوم نص يا روښانه دليل موجود وي، دا بيا بېله خبره ده.4 


لوى او کوچنى کفر د قرآن او حديث په ژبه


شپږمه قاعده: کله-کله په قرآن او حديث کې له کفر څخه موخه هغه لوى کفر وي چې په دنيوي حکمونو کې له اسلام څخه د وتلو او آخرت کې د تلپاتې دوږخ لامل ګرځي. کله بيا مراد کوچنى کفر وي چې مرتکب ته يې د عذاب خبردارى بلل کېږي، خو همېشنى دوږخ او د اسلام له کړۍ څخه د وتلو سبب نه ګرځي.


کفر په لومړۍ معنا: له يوه يا ټولو هغو شيانو څخه آګاهانه انکار ته وايي چې له امله يې محمد صلى الله عليه وسلم مبعوث شوى او ديني اړتياوې بلل کېږي.


کفر په دويمه معنا: هغه ګناوې رانغاړي چې د خداى تعالى له ښکاره امر يا نهي سره د مخالفت پر بنسټ ولاړې وي. د دغه ډول کفر په اړه ډېر احاديث راغلي دي، د بېلګې په توګه:


من حلف بغير الله فقد کفر – يا: اشرک


(که چا له خداى پرته پر بل شي سوګند ياد کړ مشرک شوى دى.)


سباب المسلم فسوق و قتاله کفر.


(مسلمانانو ته بدرد ويل د فسق، او جګړه ورسره کول د کفر لامل ګرځي.)


لا ترجعوا بعدى کفارا يضربُ بضُکُم رقاب بعض.


(تر ما وروسته داسې مه کافران کېږئ چې د يو و بل غاړه ووهئ.)


لا ترغبوُا عن آبائکُم فمن رغب عن ابيه فهُو کافر.


(له خپلو پلرونو څخه مخونه مه اړوئ، که هر چا داسې وکړل کافر دى.)


من قال لا خيه يا کافرُ فقد باء بها احدُهُما.


(که هر چا خپل مسلمان ورور ته وويل: کافره! له هغو دوو څخه يو کافر کېږي.)


دا چې په دغو او نورو ورته نصوصو کې بيان شوى کفر هغه کفر نه بولو چې له اسلام څخه د وتلو لامل ګرځي، ځينې نور دليلونه لري، مثلاً: اصحابو له يو بل سره جګړې ته لاس اوږد کړ، خو پر يو او بل يې د کفر حکم ونه کړ. له اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب رضى الله عنه څخه په غوڅه توګه روايت شوي چې هغه کسان يې کافران نه، بلکې باغيان يا يرغلګر بلل چې په (جمل) يا (صفين) جنګونو کې يې له ده سره جګړه وکړه. له محمد صلى الله عليه وسلم څخه په يو صحيح حديث کې روايت شوي چې عمار ته يې وفرمايل:


(تقتُلُک الفئةُ الباغية…. = تا به د يرغلګرو يوه ډله ووژني.)


او په يو بل صحيح حديث کې د خوارجو په باب ويل شوي دي:


تقتُلُهُم ادنى الطائفتين الى الحق.


(حق ته يوه ډېره نژدې ډله به له هغوى سره وجنګېږي.)


او حضرت علي رضى الله عنه او ملګري يې عملاً له هغوى سره وجنګېدل؛ دغه راز قرآنکريم د دوو سره په جنګ ډلو غړي مسلمانان بللي دي او فرمايي: (و ان طائفتان من المُؤمنين اقتتلوُا) همدارنګه يې يو د بل وروڼه هم ګڼلي او فرمايي: (انما المُؤمنون اخوة فاصلحوا بين اخويکُم) بل دا چې په (من قال لاخيه يا کافرُ) حديث کې د ورورولۍ يادونه شوې ده، او دا چې د مسلمان او کافر تر منځ په هېڅ وجه وروري نه شي راتلاى، نو دغسې بيانونه پر دې دلالت کوي چې د دغو ګناوو ترسره کوونکي له اسلام څخه نه خارجېږي؛ له بل پلوه د (من خلف بغير الله فقد کفر او اشرک) يا (من اتى عرافا او کاهنا فصدقهُ بما يقُولُهُ فقد کفر بما انزل اللهُ على مُحمد) او نورو مشابهو احاديثو په هکله د بېلابېلو پېړيو اسلامي علماوو نه دي ويلي چې په کې ياد شوى کفر د ارتداد يا اسلام څخه د وتلو معنا لري.


  په مختلفو وختونو کې بې شمېره خلکو له خداى پرته په نورو شيانو قسمونه اخيستل او يا يې د فال کتونکو او کاهنانو پر خبرو باور کاوه، ديني عالمانو به دغسې کسان يوازې فاسقان او ګمراهان بلل، هېڅکله يې د مرتدۍ حکم نه دى پر کړى، له مېرمنو يا مېړونو يې بېل کړي نه دي او د مسلمانانو په هديرو کې يې له ښخولو يا جنازې د لمانځه له ورکولو بې برخې کړي نه دي، دغه راز له هغه مشهور نبوي حديثه هم خبر يو چې فرمايي: دا امت هېڅکله پر ګمراهۍ اجماع نه کوي.


ابن قيم رحمه الله هغه احاديث راغونډ کړي چې د کفر تورى په کې د ګناه په معنا ياد شوى او ليکي:


(دغسې ګناوې ټولې د کوچني کفر په ډله کې راځي، ځکه د هغه شکر ضد دي چې له خداى څخه عبارت دى. د انسان هڅه يا د شکر، يا کفر او يا هم يو داسې درېيم طرف لپاره ده چې له دغو دوو څخه بېخې بېل دى.)5


پايله دا شوه چې کفر په لومړۍ معنا، يعنې لوى کفر، د ايمان پر وړاندې درېږي او ويل کېږي مسلمان او کافر؛ لکه څنګه چې خداى تعالى فرمايي:


… فَمِنْهُم مَّنْ آمَنَ وَمِنْهُم مَّن كَفَرَ….


بقرة: ٢٥٣


(نو له دوى څخه ځينو کسانو ايمان راووړ او ځينو کفر غوره کړ)


او په يو بل آيت کې فرمايي:


اللّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُواْ يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّوُرِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ أَوْلِيَآؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ….


بقرة: ٢٥٧


(الله پاک د هغو کسانو ملګرى دى چې ايمان يې راوړى دى هغوى د (کفر) له تيارو څخه د (ايمان) رڼا ته راباسي، خو هغو کسانو چې کفر يې کړى دى شيطانان يې ملګري دي چې هغوى د (ايمان) له رڼا څخه د (کفر) د تاريکيو پر لوري بيايي.)


بل ځاى فرمايي:


كَيْفَ يَهْدِي اللّهُ قَوْمًا كَفَرُواْ بَعْدَ إِيمَانِهِمْ….


(خداى پاک څنګه هغې ډلې ته سمه لار وښوده چې تر ايمان راوړلو وروسته کافر شوه)


إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا.


 (موږ انسان ته لار ښودلې ده او دى دى چې يا شکر کوي او يا د ناشکرۍ او کفران لار اخلي)


… وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ.


نمل: ٤٠


(او څوک چې شکر کوي نو د خپل ځان د ګټې لپاره يې کوي او څوک چې ناشکري کوي نو بايد  وپوهېږي چې الله پاک لوى او بې نيازه دى.)


په صحيح بخاري کې دوږخ ته د ښځو د لوېدو د لامل د يادونې پر مهال راغلي دي:


انهن يکفرن! قيل يا رسول الله: يکفرن بالله؟ قال: يکفرن العشير و يکفرن الاحسان.


(هغوى کفر کوي، ځنې ويې پوښتل: اې د خداى رسوله! آيا پر خداى کفر کوي؟ ويې فرمايل: د خپلو مېړونو او هغو نېکيو ناشکري کوي چې له دوى سره يې کوي.)


ابن حجر د قرطبي تر دغې وينا: کله چې د شارع له ژبې د (کفر) يادونه په مطلق ډول لولو، موخه يې له يوې ديني اړتيا څخه مخ اړونه ده، وروسته ليکي: په شرع کې (کفر) د خداى د نعمتونو د ناشکرۍ، د منعم د نعمت د شکر د پرېښودلو او حق نه پر ځاى کولو په معنا هم راغلى دى، د مثال په توګه د کتاب ايمان په (کفر دون کفر = د کفر ټيټه مرتبه) باب کې د ابو سعيد په حديث کې دغه راغلي الفاظ يادوو: (يکفُرن الاحسان…)6 او دا په دې خاطر دي چې امام بخاري رحمه الله په کتاب ايمان کې څو بابونه د خوارجو د هغې نظريې رد ته ځانګړي کړي چې مسلمانان يې د کبيره ګناه له امله تکفيرول، مثلاً: (کفرانُ العشير و کفرُ دون کُفر) او (کفر دون کُفر) عبارات د لاندې آيت په تفسير کې د ابن عباس او ځينو تابعينو له ذکر شوي حديث څخه اقتباس شوي دي:


… وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ.


مائده: ٤٤


(او څوک چې د الله تعالى د نازل شوي کتاب مطابق فيصله ونه کړي نو هم دغه خلک کافران دي.)


دا خپله پر دې دلالت کوي چې کفر د اصغر او اکبر پر بېلابېلو درجو د صالح سلف له خوا وېشل شوى دى او همدغه تګلار د شرک، نفاق، فسق او ظلم په اړه هم پلې کېداى شي. يعنې هر يو پر (اکبر) او (اصغر) تقسيمولاى شو چې لومړى يې د تلپاتې دوږخ لامل ګرځي او دويم يې څوک د اسلام له کړۍ څخه نه باسي.


بخاري په خپل صحيح کې د (ظلمُ دونَ ظلم) په نوم يو باب پرانيستى او د ابن مسعود پر حديث يې استدلال کړى چې وايي: د لاندني آيت د نزول پر مهال:


الَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يَلْبِسُواْ إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُوْلَـئِكَ لَهُمُ الأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ.


انعام: ٨٢


(چا چې ايمان راوړى دى او خپل ايمان يې له ظلم سره ګډ کړى نه دى، هم هغوى په آمن دي او هم هغوى پر سمه لار روان دي.)


اصحابو کرامو وويل: اې د الله رسوله (صلى الله عليه وسلم) په موږ کې به څوک وي چې پر خپل نفس به يې ظلم کړى نه وي؟! محمد صلى الله عليه وسلم وفرمايل: داسې نه ده لکه تاسې چې فکر کوئ؛ د دې معنا دا ده چې هغوى خپل ايمانونه په ظلم-يعنې شرک- نه لړي؛ اورېدلي مو نه دي چې خداى تعالى فرمايي:


… إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ.


لقمان: ١٣


[په تحقيق سره شرک لوى(ظلم) دى]


د شيخ بخاري په وينا له حديث څخه څرګندېږي چې لومړى اصحابو کرامو  له (ظلم) څخه د ټولو ګناوو معنا اخيستې وه، محمد صلى الله عليه وسلم له دې برداشت څخه راونه ګرځول، بلکې يو څه وضاحت يې ورکړ چې دلته هدف د ظلم تر ټولو لوى ډول يعنې شرک دى چې دا هم پر دې دلالت کوي چې ظلم مختلفې درجې او مرتبې لري.7  


پاته لري …

Copyright Larawbar 2007-2024