زمـوږ روشـنـفکـران

د لراوبر اداره | اگست 3rd, 2010


زمـوږ روشـنـفکـران
ددې ليکنی سبب زما يو دوست دی چی له ډيره وخته يې پيژنم؛ لوړ خارجی تحصيلات لري او کلونه د هيواد په يو معتبر پوهنتون کی استاد پاته سويدی. زما دا دوست ډير شاګردان، ليکلی اثار او نړيوال شهرت لري. ډير کلونه کيږي په غرب کی اوسی او اوس د څو ورځو لپاره وطن ته راغلی دي. تيره ورځ يې ليدو ته ورغلم.
د کور انګړ ته په ورننوتو استاد پداسی حال کی چی لوکسه دريشی يې کړيوه زما استقبال ته راغی. سالون کی کښينستو. يو کوچنی سپی ورپسې وو او هڅه يې وکړه چی د استاد په غيږ کی کښينی. داسی معلوميده چی هغه د استاد په غيږ اموخته وو. هغه ورته وويل چی ځه ولاړ سه زه خبري کوم. سپی غوږ ورته ونيو او دده څخه ولاړ او زما خواته راغی. استاد نه غوښته چی سپی ماته رانژدې سی. څرنګه چی ما هم نه غوښته نو می استاد ته وويل چې دی به ليری کړو څو په خبرو سره پوه سو.  بهر باران سپی لوند کړی وو او زه ويريدم چی جامی می را خرابی او بی لمانځه نکړي. استاد که هرڅه هغه په لاس زما څخه ليري کاوه خو هغه به بيا راتلی.  ګويا هغه په ميلمنو اموخته وو. بالاخره، استاد هغه سپی په غيږ کی په ډير محبت واخيست او د سالون تر دروازې دباندی يې ايله کړ او ورته ويويل چی وروسته به راسې؛ اوس زه مجلس لرم. د سالون دروازه يې پسې راوتړل.  داسی معلوميده چی هغه هم موافقه ورسره وکړه داځکه ماېي د نارضايتی غپا وانوريده. استاد زما په خاطر سپی ته دروازه بنده کړه خو تر څو دقيقو يې ذهن نا ارام وو. ما کوښښ وکړ چی دده توجه راوګرځوم. خبري مو پيل کړی او ما غوښته چی د افغانستان په باب د استاد نظر واورم چی نوموړی وضع څنګه ارزيابی کوی او د حل لار کومه ګوري. استاد د افغانستان وضع داسی تحليلول لکه يو خارجی چی ورته ګوري او د ډيرو مسلمو خو دردناکو واقعتونو څخه يې ناخبري ښکاره کول. استاد د امريکايانو حضور په افغانستان کی نه يوازي اشغال نه ګاڼه بلکه يو نعمت يې باله چی استفاده بايد ځينی وسې. ما دده ځينی کتابونه هم لوستی دی. هلته هم ده د افغانستان پر مسائلو د يو بهرنی په څير کتنه کړيده او ددې لپاره چی خپله ليکنه مستنده کړي نو مسلسله خارجی حواله ورکوي او د بحث نتيجه يې داسی وي لکه خارجيان چی يې بايد وکړي. زموږ لوی اکثريت روشنفکران دخپل هيواد د تاريخ، سياست او ټولنيزو چارو په باره کی د خپلی خبري د ثبوت لپاره د يو مستشرق ليکنه سند راوړي او ويونکی ته ورښيې چی دا زما خبره نده؛ بلکه زه د هغه مستشرق خبره تاته کوم. که زه تاته مهم نه ښکارم؛ زما پر شخصيت او خبره دي باور ندی نو دادی خارجی هم وايې چی همداسی ده. يعنی که زما نه منی نو د خارجی خبره خو به حتمی منې. په شرقی نړۍ کی دخارجی په اطمنان او ثقه توب کی څوک شک نکوي او دمستشرق په نقل قول خپله خبره ثقه او مؤکده کوي.  البته په ځينو علمی ساحو کی دا ډول نقل قول ضرور دی خو په ټولنيزو مسائلو کی خپلی ټولنی ته د نورو ترعينکو کتل، پرځان او پرخپل علم بی باوري سم روش ندی. 
د مجلس په منځکی د استاد ميرمن هم د احترام لپاره راغله او په پټه خوله کښينسته. وروسته يې لور چی تنګ کاوبای پتلون يې اغوستی او پر سر او لوڅو مړوندونو يې زما په احترام سور کمبره ټوکر اچولی وو، راغله او په افغانستان کی يې د اوبو د منابعو خصوصا د هيلمند د رود د اوبو پر سر د ايران سره د اختلاف پر موضوع معلومات راڅخه وغوښت. معلوميده چی هغی ته پلار زما په باره کی پخوا څه ويلی وه. دلته يې هم هغې ته زما په مخکی وويل چی د اوبو په متخصص پسې ګرځيدې؛ دادی داکترصاحب تشريف راوړيدی؛ ښه دی چی سره معرفی سی او که ډير معلومات غواړي نو يو مجلس جوړ کره.  نجلۍ چی په امريکا کی لويه سوي او اوس يې په کابل کی په يوه بهرنۍ مؤسسه کی کارکاوه، ښه هوښياره، په خبرو خوږه او با ادبه وه.  مجلس خلاص سو او د رخصت په نيت له سالون څخه راووتم. استاد، ميرمن او لور يې هم د احترام له مخی زه د کور تر دروازي پوري بدرګه کړم او دواړو سپيانو يې هم د په مخه ښه په دود دروازې ته راوزغستل خو دوی زما خواته پرينښوول.
ماته داوخت زما يو بل ملګری راياد سو چی مشران يې د افغانستان مشهور سړی او پر پښتونولی ټينګ ولاړ سپين ږيری وو. هغه هم د غرب لوی تحصيلکرده او اوس په کابل کی د امريکائي ديموکراسۍ په دوران کی لوی سړی دی.  ما اوهغه په خارج کی په يوه امريکائي پوهنتون کی درس ويلی وو نو ځکه يې زه يوه شپه ميلمه کړم. په کورکی يې د ناستی سره سم يو لوی غټ سپی په ځغاسته پداسی حال کی چی لويه اوږده ژبه يې را ايستلی وه زموږ خواته راغی او خپلی دواړي پښې يې زما د کوربه پر دوو اوږو ورکښيښودی او دواړه باړخوګان يې وروڅټل.  زما کوربه په ډير ناز ورته وويل : دلبرجان قند، مرا بمان که با مهمان صحبت بکنم. د سپی نوم يې دلبر پر ايښی وو. تردغه محبت وروسته سپی غوښته چی زما خواته هم راسی خو ما وختی دده لار د چايو په ميز بنده کړې وه. داسی معلوميده چی دلبرجان د ميلمنو په څټلو اموخته وو. کوربه زما څخه سپی په غيږکی ونيو، پر اوربوز يې مچ کړ او ورته ويويل چی جان پدر مرا يک چند دقيقه اجازه بده که همراه داکترصاحب ګپ بزنم. نوکر ته يې ورناري کړه. هغه چی راغی په فارسی يې ورته ويويل چی دلبر زوی می دځان سره وساته؛ زه دلته مجلس لرم خو ګوره چی درڅخه خفه نسی.  موږ مجلس وکړ او ده د افغانستان په باب هغسی نظريات ورکول لکه يو خارجی او مستشرق چی يې ورکوي. ده افغانی ټولنی ته د استاد په شان د امريکايانو له عينکو کتل او په افغانستان کی يې د امريکا حضور يو نعمت او لاترۍ ګڼل چی بايد افغانان اعظمی استفاده ځينی وکړي.  کله چی مجلس پايته ورسيد او له کوره يې وتلم. سپی دهليز ته راغی. تابه ويل چی زما کوربه ډير وخت ندی ليدلی؛ هغه يې ټينګ په غيږ کی ونيو، دناز خبري يې ورته وکړې، پر اوربوز يې مچ کړ او دسرای تر دروازی يې پر سر او ملا لاس ورتيراوه. زه ځينی رخصت سوم.
دغو دواړو واقعو زه وهڅولم چی پرخپلو له غربه راغلی تحصيلکرده ګانو څو ټکی وليکم. موږ داسی روشنفکران، ولو شمير يې کم دی، هم درلودلی دي چی افغان ولس بايد فخر په وکړي.  دا ليکنه هغو روشنفکرانو ته متوجه نده چی خپل علم او پوه يې دخپلی ټولنی په  خدمت کی صادقانه کارولې ده.
د روشنفکر کلمه موږ ته لکه ډير نور مفاهيم له غرب څخه وارده سويده.  موږ خپل په اسلامی فرهنګ کی دا کلمه د مثقف په نوم درلوده؛ هغه غرب خپله کړه او بيا يې ملمع کړې بيرته موږته را صادره کړه.  اوس، د روشنفکر کلمه يوه غربی کلمه ده چی په موږ کی رواج ده.  فکر، د پوهی او د يو شی د علت د معلومولو ظرفيت ته وائي او مفکر هغه څوک دی چی پوهه ولري او د مورد بحث موضوع په علت پوه وي يا غواړي ځان پوه کړي. روشنفکر هغه مفکر دی چی خپل د پوهی ظرفيت د خپلی ټولنی په خير وکاروي او که پدغه لارکی د قربانۍ ضرورت وي ځان ونه سپموي.  په انګريزی کی انټيليکټ د فکر په معنی او مفکر ته يا هغه کس ته چی فکري کار کوي إنټيليکچوول وائي. يو څوک به فکري کار کوی؛ عالم به وی، ليکوال به وي، شاعر به وي، لوړ تحصيلات به لري، استاد به وي، پر غټه چوکۍ به ناست وو خو چی خپله پوهه او فکر يې د ټولنی په ګټه نه وی کارولی، روشنفکر نسو ورته ويلای.  مفکر به وی خو روشنفکر ندی.
دوه نيم زره کاله دمخه اروپا پرمختللی او متمدنه وه، لوی لوی مفکرين، مؤرخين، ليکوالان، شاعران او د مختلفو علومو او فنونو ماهران يې درلودل. د سقراط، افلاطون، ګزنفون، ارسطو، ارشميدس، بطليموس، لوسيبوس،  هريدوتس، فيثاغورث، ايساغورث او داسی نورو علماؤ نومان تر اوسه په علمی حلقو کی متداول دی.  دهغه وخت پاچاهانو په علمی ساحو کی د پرمختګ له برکته د دنيا په نيولو، د نورو په غلامولو او زبيښلو پيل وکړ.  ټولنه مادی، حريصه او فاسده سوه. عيسويت راغی او روحانيت يې د ټولنی د تعادل لپاره راؤړ. خو دا روحانيت خپله افراطی سو، ددين په نوم يې علوم خفه کړل، علماء يې فرار، مړه او ژوندي پوست کړل. علم يې يوازي ددين علم باله او بيله دينی علومو د نورو علومو دروازې يې د خلکو پرمخ وتړلی او ويل يې چی علم ددين علم دی او نور علوم په اصل کی فنون دی، په درد نخوري او حصول يې ضياع د وخت او داخرت تاوان دی. دوی، ددين په نوم حکومت کاوه او مخالفين يې ددين په توره وهل. د علم سرپرستی او حکومت دواړه د پاپانو په لاس کی وه. هرچا په دين تظاهر کاوه. پاپان او روحانيون د فکر د رشد او د بيان د ازادی دښمنان وه او ددين په نوم د ټولنی سالم تحرک منجمد سوی وو. دغه وخت علماء او روحانيون مفتخوره او چاپلوسه طبقه وه چی يا به پخپله حاکمه او ظالمه طبقه وه او يا به د ظالمانو ملګرې وه. د هغوی نالائقه، عياش او فحاش اولادونه به ددولت پر لويو مناصبو مقرر او چور به يې جوړ کړی وو. پاپانو ددين او روحانيت په نوم پر ولس توره تياره راوستی وه. د اروپا مدنيت يې په وحشت او پيشرفت يې په پسرفت بدل کړی وو. نه يوازی دا دنيا يې پر خلکو توره تياره کړيوه بلکه هغه دنيا يې هم پرخلکو خرڅول. د جنت او دوږخ کيلی د پاپانو څخه وي.  يو سړی به مړ سو؛ زوی به يې پاپ يا کاردينال ته ورغی چی پلار می مړ دی او غواړم په جنت کی يو کور ورته رانيسم. پاپ به په جنت کی يو جوړ کړی کور پر خرڅاوه. که به د مړی وارث ډيره پيسه نه درلوده نو يوه خالی نمره مځکه به يې په جنت کی اول رانيول او بيا به يې په قسط ابادول. مړی به ترهغو پادرهوا پاته وو ترڅو وارث يې د پاپ ټوله پيسه ور ادا کول. د جنت د مځکی بيه په موقعيت هم اړه درلوده؛ د حضرت عيسی عليه السلام قصر او يا دکوم سينټ ويلا ته نژدې مځکه په بيه ګرانه وه. دا د مړی د وارث د پيسو په مقدار، چنه، عذر او واسطه اړه دلوده چی څنګه کور يا مځکه يې په جنت کی له پاپ څخه رانيولای سوای. بډايانو به په دې دنيا کی هم عيش کاوه او په ها دنيا کی به يې هم له پاپانو په جنت کی بنګلی او قصرونه رانيول. د غريب او مفکر دواړو خاوري په خوله وې؛ هم يې دا دنيا خطا وه او هم هغه بله.  دا وخت د استعدادونو رشد، ابتکار، کشفيات او دعلومو دتحصيل شوق زولانه سويوه؛ دمثبت حرکت او تغير مخ بند وو او د ټولنی د سمون خواته جريان په ټپه ولاړ وو. تصور وکړی چی مسلمانانو اروپا ته په هغه وختکی ساعت يووړ، هغوی د ساعت له زنګه ويريدل او د خاص مجلس په وختکی به يې ليري ايښود چی مسلمانانو پيريان پکښی کښينولی دی او زموږ حال اخلی.
په هغه وختکی د ښځی حقوق دا وه چی د کور ددروازې ترشاهم چا د ښځی څخه ديو شی پوښتنه نسوای کولای. ښځه نجسه او د شيطان له ذات څخه وه چی نکاح او نزديکت ورسره ښه سړی نه کاوه. دغه سبب دی چی روحانيونو واده نه کاوه او ويل يې چی که ښځه ښه وای عيسی عليه السلام به کړي وای. دښځی سره په کار کی مشوره عيب او خطا کار وو. کوچنی زوی د مور او خور سره پر يوه کاسه ډوډۍ نخوړل چی رعب او ستاره يې کمه نسی داځکه ښځه بيعزته او بيغيرته شی وه؛ هسی نه چی دا ماشوم بيا بيغيرته لوی نسی.  د ښځی ناړه مرداره وه او که به د نارينه پرجامه ولګيده هغه به مرداره سوه. ښځه په بازار کی د خرې او غوا سره سودا کيده.  يو سړی چی به غوښته خپله زړه يا بدرنګه ښځه په ځوانه يا ښايسته بدله کړی نو خپله ښخه به يې بازارته بوتله او د يوې ځوانی يا ښايستی سره به يې تبادله کړه. دځوانی ښځی سړی ته به يې په تفاوت کی غوا يا خره يا څو منه جوار سر ورکړی. حکومت د اشرافو او خانانو په لاس کی او پاپان هم په خاصو اشرافی حلقو اړه درلودل.  دا دواړه مقتدري حلقی چی يو له بله سره جوړي وي، پرخلکو يې په ګډه حکومت کاوه او د هغوی هرڅه يې په کنترول کی وه. دوی د خلکو لخوا نه وه انتخاب سوی او د عوامو سره يې د خواخوږۍ هيڅ تعلق نه وو بلکه هغوی يې په مختلفو نومونو زبيښل. روحانيون د حکومت او حکومت د روحانيونو ملاتړ وو او په ګډه د ليوانو په ډول عوامو ته ور ايله سوی وه. دغه حالت اروپا په ذلت او خوارۍ کی واقع کړيوه نو ځکه مسلمانانو چی هغه وخت قوی وه دوی تر اطريش پوري ونيول او نژدې وه چی ټوله اروپا ترخپل تسلط لاندي راولی.
پدغه وختکی (15-18 پيړۍ) په اروپا کی يو شمير مفکرين پيدا سول او ويل يې چی دا وضع بايد تغير سی او موږ بايد بيرته پخوانئ برم راخپل کړو. خو دا کار ترهغو نسو کولای چی د علم تعريف بدل او ددين علماء او روحانيون په کليسا پوري محدود نکړو. دوی ويل چی زموږ د ټولنی د واقعی نجات يکی يوه لار ده او هغه داچی دين ته ددولت په چارو کی د مداخلی حق ورنکړه سی او د حسی پديدو علم ته اصلی علم ووايو نه دينی علومو ته. دوی، د پاپانو خلاف چی خلک يې رهبانيت ته هڅول، مادی ژوند ته بلل او د حيات عينی اصل ته يې معتقد کول. هغوته چی پاپانو د اخرت په هيله خندا حرامه کړيوه وويل سوه چی وخنديږی، وګډيږی او لدغه څو ورځو ژونده خوند واخلی. ددې لپاره چی خلک د پاپانو له جغه خلاص کړي، وويل سوه چی کوم شی پاپان وائي هغه ټول درواغ وايې، د غيبی خبرو او فلسفی تفکر پرځای مادی ژوند ته توجه په کارده. څه چی نه وينو په هغه پسی تلاښ او عقيده نده په کار.  زموږ يوڅو ورځی ژوند دی او پاپان يې د خپل عيش لپاره د اخرت په خبرو راباندی خرابوی. څه چی دي همدا دنيا ده چی بايد ګټه او لذت ځينی واخيستل سی. روحانيونو چی خلکو ته ويل چی دنيا ترکه او اخرت ټينګ کړی، دوی برعکس ويل دنيا ټينګه او اخرت خوشی کړی. دغه نوی طبقه د پاپانو دفکر او عمل پرضد ولاړه وه؛ هغه څه يې کول چی پاپانو نه کول او هغه څه يې نه کول چی پاپانو کول.  دا ډول مفکرين او غيرمذهبی علماء يا د وجدان د زندان فراريان ورځ ورځ ډيريدل او د روحانيونو په خلاف يی صف غټيدی. دغه نوی ډله، د معنوی ژوند د فلسفی څيړنی د نتيجو محصول نه بلکه دهغه وخت د منحطو مسلطو شرائطو ردالعمل وو. 
روحانيونو چی اقتدار يې په لاس کی وو ددغه نوي طبقی پخلاف سخت عکس العمل وښود او ددوی ډير عالمان يې بنديان، مړه او ژوندي پوست کړل. خو دغه نوي ډلی، خپل فکري انکشاف، تبليغ او د روحانيت په خلاف مبارزې ته ادامه ورکړه. خلکو ته يې د نجات لار ښوول، د پاپانو ظلمونه يې بيانول او د هغو اصلی څيرې يې رسوا کولی. دغه روښانونکی او مبارزی طبقی ته خلکو روشنفکران وويل چا چی د خپلو خلکو دهوسائي لپاره فکر کاوه او خپل د سرو په بيه يې د خپلی ټولنی د نجات او پرمختګ لپاره مبارزه کول. يعنی فکر يې درلود، خپله يې هم ځانته لار روښانه تعينه کړيوه او ټولنه يې هم له تاريکیه روښنائي ته ايستل. پدې ډول دغو مفکرينو نه يوازي فکر کاوه بلکه د خپلی ټولنی د صلاح و فلاح لپاره پيشقدمه هم وه؛ دتاريکۍ او ظلم څخه د خلاصون لار يې اول خپله تعيين کړیوه او بيايې خلکو ته ښوول. ددغی خطرناکی لاري په سرکی هم دوی روان وه او پخپل روح او وينو يې دغه نوی کاروان رهبري کاوه.  دا ډله هم مفکره وه او هم د خپلی ټولنی خدمتکاره. دوی روشنفکران وه.  دغه روشنفکره طبقه بيدينه تحصيلکرده مبارزين وه. د دين په خلاف د روشنفکرانو مبارزه د باطل پرضد د حق قيام وو چی هم منطقی وه او هم د ولس په ګټه.  پدغه لارکی په زرو روشنفکران مړه سول. ددغه قيام په نتيجه کی د پروتستانت مذهب راپيدا سو او پاپانو سره يې مسلحانه مبارزه وکړه. پدغو جنګو کی په لکو پروتستانتان مړه سول. بالاخره، د روشنفکرانو فکر او مبارزې، پاپان او روحانيون له قدرته وغورځول، په کليسا يې ننه ايستل او دروازی يې ورپسې وتړلی. په عوض کی يې د علومو او د ټولنی دترقی دروازی پرانستې. پخوا چی به يوازي د روحانيونو اولادو د تعليم حق درلود، دلته هرچا ته د مدرسو دروازې خلاصی سوې.  البته، دا مدرسی غير مذهبی وې. حکومت چی پخوا د خانانو او اشرافيانو په لاس کی وو، دلته د عوامو په اختيار کی سو. پخوا چی د علم حصول محدود او يوازی ددين علم، علم بلل کيدی اوس د ټولو علومو حصول ته دروازی خلاصی سوي. پدې ډول اروپا بيرته خپل پخوانئ برم اعاده کړ؛ علماء، فيلسوفان، اديبان، مبتکرين او مخترعين يې پيدا کړل او خپل منحط او پريشانه ژوند يې په هوساېي او ددنيا په باداری بدل کړ. هو، اروپا هغه وخت له بدبختيه خلاصه، له تيارو راووتل او مترقی سوه چی د پاپ او روحانيونو له قيده ازاده او دهغو د قدرت ټغر يې ټول کړ. دوی علم يوازی او يوازی د مادی ژوند د سمون لپاره وکاراوه. دمادی ژوند سمون يعنی ښه اوسيدل؛ او ښه اوسيدل يعنی ښه مصرف کول او ښه او ډير مصرف ښه او ډير توليد ايجاباوه. پدې ډول ددوی ټوله توجه توليد او مصرف ته وه او علوم يې هم تر ډيره حده دغوته متوجه وه. په سرعت سره په غرب کی د روشنفکرانو د ظهور او قربانيو په برکت د بيدينۍ او ماديګرۍ فرهنګ خپوراو مسلط سو، مادی ترقی يې وکړه، پخوانئ برم يې اعاده سو او دنيا يې ونيول. لکه پخوا چی هرچا په دين تظاهر کاوه، داوخت هرچا په بيدينی فخر کاو او حق په جانب هم وه.
دغه وخت مسلمانان، د غرب برعکس، متمدن وه.  هغه وخت چی اروپا د اشرافيت او مذهب تر تسلط لاندی د خپل تاريخ توره دوره تيرول، په اسلامی قلمرو کی علم وو، تمدن وو او پرمختګ وو. په همدغه وختکی مسلمانانو د ابونصر فارابی، ابن رشد، ابن عربی، امام غزالی، البيرونی، ابن سينا، ابن خلدون، بهزاد، خوشحالخان خټک، سنائي، مولوی، …. علماء او مفکرين درلودل.  د اسلام د تعاليم له برکته دغو مفکرينو رشد وکړ او مسلمانانو د همدې خپلو علماء او مفکرينو د تلاښ په نتيجه کی ترقی وکړه او د بشري تاريخ زرين باب يې جوړ کړ چی د غرب د اوسني پرمختګ بنيادونه يې تشکيل کړل.  اسلام د علومو حصول او په کائنات کی تفکر، تلاښ او د هغه تسخير د هرمسلمان وجيبه ګڼل. د انسان شرافت يې په علم و ادب کی کوت نه په مال او نسب کی. دلته ملايانو هغه واک نه درلود لکه په اروپا کی چی پاپانو درلود. دلته ملا او روحانی تر هرچا ډير د اخرت له حسابه ويريدی. قدرت د ملايانو او روحنيونو په لاس کی نه وو. مادی ژوند يې د ټولنی تر متوسطی طبقی هم کښته وو او ګذاره يې د نورو په ټوک او زکات وو. زموږ ملايان په هيڅ ډول له پاپانو سره نه مقايسه کيده.
مسلمانان هغه وخت خوار سول چی حکومت چی په اسلام کی د ولس مال وو شخصی سو، حاکمانو علماؤ ته په سپکه وکتل، ددينی او عصري علومو حصول يې چی دواړو ښه رونق موندلی وو محدود کړ، ددين په نوم بيدينی پيل او ددين په توره مخالفين وځبل سول؛ د بيان ازادی چی د اسلامی تمدن يو اصل وو محدود او اجتهاد او تفکر چی ددين بل اصل وو منجمد سو، حاکمان ظالمان او د دولت چاري د هغوی نالائقه، عياش او فحاش اولادونو او تالۍ څټوته حواله سوې، په اسلامی قلمرو کی عياشی او فحاشی خپره او اسلامی مدنيت په وحشت او پيشرفت په پسرفت بدل سو. پر مسلمانانو هغه وخت د انحطاط او خواري دور راغی چی حاکمانو يې د يوروپ د پاپانو او اشرافيانو خصوصيات خپل کړل؛ د استعدادونو د رشد او ابتکار مخ يې ونيو او د مثبت تغيير او پرمختګ لار چی د اسلامی نظام روح وه بنده کړه. هغه اسلام چی خلک يې د ارتجاع او د منفی عنعناتو د تعقيب څخه منع کول، پريښوول، داوخت دخرافات، مضرو رواجونو او عقبګرائي ښکار سو. ښځو چی په اسلام کی يې د نر پشان تجارت، کسب وکار، دعلومو دحصول موقع او د بيان ازادی درلوده د اروپا د پاپانو د وخت د خريدوفروش متاع سوې.  هغه ښځه چی پيغمبر (ص) وايې چی د نارينه ورور دی، داوخت مينځه سوه. که پاپانو ښځو ته نجس جنس وايه، اوس موږ هم په عام محضر کی يې په نوم اخيستو شرميږو او /حياء دی وي/ ورسره وايو. که پاپانو ښځه د شيطان له ذاته ګڼل نو موږ ته هم دا تعريف په زړه کی خوند راکوي. که زموږ پاک رسول په مهمو کاروکی دښځو سره مشوره کول او بيعت يې ځينی غوښت، موږ هم اوس د پاپانو په پيروۍ دښخی سره مشوره عيب او کسرشان ګڼو. که په اروپا کی هغه وخت حکومت او روحانيون دواړه د عوامو په ځان ليوان وه، اوس دلته هم وضع ترهغه په کمه نده.
په اروپا کی روشنفکران د خپلی ټولنی د شرائطو محصول او ردالعمل وه خو زموږ روشنفکران زموږ د ټولنی د عميق درک په نتيجه کی ندي رامنځته سوی بلکه غرب ته تللی، هلته يې تعليم کړي؛ دهغو فکر يې اخيستی او خپل وطن ته يې د متاع په شان وارد کړيدی بيله دې چی فکر وکړی چی دا متاع دده په وطن کی خريدار لري؟ دوی په يوروپ او امريکا کی پرمختګ وليد او غوښتل يې چی خپل وطن يې هم همداسی هوسا سی خو نه پوهيدل چی دده د ټولنی شرائط دغه وارداتی متاع ته برابر دي؟ ايا دغه نوی تخم ته چی ده راوړیدی او په اروپا کی يې ښه نتيجه ورکړيده دده په وطن کی مځکه، اب وهوا ورته اماده ده؟  ايا زموږ شرائط همداسی دي لکه دهغوی. زموږ په ډيري تحصيلکرده کی دا توان نسته چی هغه څه چی په غرب کی يې زده کړيدی د خپلی ټولنی د شرائطو سره منطبق او پخپل وطنی چوکات کی يې واچوي؛ داځکه دا کار د خپل ټولنی د تاروپود او ساخت او بافت پوهه غواړي چی دوی يې نلري. يعنی نوموړی بايد دخپلی ټولنی پوهه او غربی پوهه دواړه ولري چی دا شاقه کار ته دوی ځان نسی ټينګولای. واقعا، زور هم غواړي. موږ داسی ملی حکومتونه هم ندی درلودلی چی دا دواړه پوهی سره همږغی کړي.  اسانه کار کاپی، تقليد او واردول دي چی ډير دقت او د مغز ستړيا نه غواړي. 
زموږ روشنفکران، برخلاف د اروپائي روشنفکرانو، غرب ته په تلو سره له خپله ټولنی، تاريخ او فرهنګه ليری او بيګانه سول.  ددوی اکثرو چی په واسطه د خارج بورسونه اخيستی وه، د اروپائی روشنفکرانو تقليد او پيښې کولی؛ پداسی حال کی چی هيڅ د هغوی په شان نه وه.  د اروپا او امريکا ښکلی ښارونه، دنګی ماڼۍ او د خلکو ارام ژوند يې ليدلی وو، په موتر، الوتکی او اورګاډی کی سپاره سوی وه او د غرب د تمدن زرق و برق يې سترګی وړي وې خو د هغوی پشان خپلی ټولنی ته ګټور نه وو؛ هغوی په زيار او د سر په قربانی ګټلی وه او دوی اسانه په عيش وعشرت پيدا کړيوه. دوی نه يوازی خپلی ټولنی ته ګټور ثابت نسول بلکه برعکس مضر واقع سول او د واقعی روشنفکره طبقی د راپيدا کيدو په مخ کی هم خنډ سول چی کيدای سوای عصري تمدن يې د خپلی خاوري پر تاريخی، فرهنګی او ټولنيزو پايو بناء کړيوای. داځکه زموږ دين او فرهنګ د اروپا د پاپانو د وخت پشان دعلم، تفکر او پرمختګ دښمنان نه وه خو زموږ زيات شمير روشنفکران نه پوهيدل او ونه توانيدل چی نوی تمدن دخپلی ټولنی په قالب کی عيار کړي. دريشی اغوستل، شراب خوړل، فحاشی کول او د پلار پر ږيره، خبرو او لباس خندل خو څه تمدن ندی. دوی دکعبی په نيت ترکستان ته تلل.
       اودس کاوه صوفی پر يو وياله څه يې ويل          استـنجاء کی يې د پزی د پريولو دعا لوستل  
       يو ملا ورته پرغوږ سو چی لاليه ښه دعا ده       خو سوری دې خطا کړی په بريتوکی يې خندل
زموږ روشنفکرانو اکثره د استعمار په خدمت کی فهميده يا نافهميده د لاري دکشف د ډلی يا څاروان دنده اجراء کړيده. استعمار ګران دمخه تردې چی کوم هيواد ته ځی، د هغه هيواد په باره کی د خپلو مستشرقينو سره چی په حقيقت کی په پاته هيوادو کی ددوی علمی جاسوسان دي، مشوره کوی، پلان جوړوی او بيا په همهغه هيواد کی د هغو کسانو سره تماس نيسی چی دوی تربيه کړيدی (په اصطلاح روشنفکران) چی څه بايد وسی؟  دغه روشنفکران دوی ته د هيواد د اشغال لنډی لاری ورښئي او خپله هم ددغه پلان دعملی کيدو په لارکی د مخلصانه همکارۍ ټټر وهی. البته استعمارګر خو داسی نه ورته وايې چی زه ستا هيواد نيسم، تا او ستا مور وپلار او اولاد مريان کوم او هستی مو درلوټم. بلکه ورته وايې چی موږ چی ستا د قوم لوږه، غريبی، ستومانه ژوند او ظالم حاکمان وينو د انسانيت په حکم دلته نا ارام يو. که څه هم موږوتاسی يو لړ ټولنيز او فرهنګی توپيرونه سره لرو خو په انسانيت کی سره شريک يو. زموږ ټولو يو مذهب دی او هغه انسانيت دی.  دا نور مذهبونه ورک کول په کاردی. انسانيت پوله نلري او دا مځکه د ټولو انسانانو مشترک مال دی. وطن هم يو ارتجاعی کلمه ده، جهانی فکر کول په کار دی.  هغه څوک چی د خپل وطن د ګټو په فکر کی دی مرتجع او عقب مانده دی. مترقی څوک هغه دی چی دکلهم بشريت خير وغواړی او پر انترناسيونالزم يې عقيده وي. کوم اخلاق، عفت، عصمت، ناموس چی دين تاسی ته وايې منحطی پديدی دی. د دنيا له نعمتونو خوند اخيستل په کاردی. که تاسی زموږ هيواد ته ازاد نسی راتلای او په کليو کی مو نسی ګرځيدلای دا يو انترناسيونال امنيتی او ايديالوجک مصلحت دی او چندانی ضرورت هم نسته، موږ سم يو خو ستاسی سرحدونه بايد موږ ته خلاص او کلیو ته مو دسترسی وي چی دانسانیت، ورورولۍ، برابرۍ، ازادۍ او ډموکراسۍ پيغام پکښی خپور کړه سی. موږ ستاسی سره يوازی د نړيوالی ورورولۍ پر بيناد مرسته کوو. 
څرنګه چی ددغو ايزمونو يا کراسيو پيدايښت په غربی هيوادو کی سويدی نو زموږ روشنفکرانو ته ويل کيږي چی ترهغو څوک نه مترقی کيږی چی ددغه ايزم اصلی وطن تر خپل وطن ښه او ددغه ايزم د وطن خلک تر خپل ورور او اکا تر زوی محترم ونه بولی. او که ضرورت سی خپله وينه به ددغه نړيوالی وروولۍ د ساتلو او خدمت لپاره ورکوي. موږ چی ستاسی وطن ته راځو په همدغه منظور راځو. کوم خک چی وايې دا زما وطن دی، پردی دې يې نه خوري، ناپوه دي. موږ پردی نه يو. کوم خلک چی موږ پردی بولی له انسانيته پردي دي، اشرار دي، تروريستان دي او د بشر دښمنان دي. دوی بايد محوه سی که څه هم ستا ورور وي. تاسی ګوری چی زموږ وروڼه او زامن ستاسی په هيواد کی چی زموږ و ستاسی ګټی پکښی شريکی دی دهمدې اشرارو او ترورستانو په خلاف د نړيوالی زمه واری دتحفظ او ستاسی د امن او هوسائي لپاره جنګيږي. که څه هم موږ پرتاسی احسان نه اچوو خو تاسی بايد زموږ شکرګذار ياست چی خپل اولاد او د تندي په خولو جوړه سوي پيسه ستاسی په خدمت کی ايږدو. پدې ډول استعمارګران لومړي د پاته هيوادونو تعليميافته استحماروي او بيا ددوی پذريعه يې قوم ور استثماروي.  زه د خلق په کمونستی نظام کی د مسلمانۍ او په غرب کی د علم د تحصيل په جرم سياسی بندی وم.  موږ ته يې دشپی دوه ساعته تلويزون ايښووی چی ددولت په انقلابی اجراأتو مو خبر کړي. يوه شپه يې دهغې ورځی مارش وښود چی په هغه کی د انقلابی دولت د اطلاعات او کلتور وزير خيال محمد کټوازی ولاړ دی او پخپل خاص انقلابی انداز وائي: موږ هوډ کړيدی چی د چيلی د کارګرانو انتقام به د افغانستان له فيوډالانو اخلو. پرشاوخوا ورټول خلقيانو په تعهمد سره نارې کړې چی اخلو يې.  ما ددغه صحنی په ليدو خپل سر په دواړو لاسونو کی ونيو او ومی ويل استغفرالله. فضل کوې خدايه. زما څنګته ناست يو ځوان چی منير نوميدی اود کابل وو او د وزيرصاحب په خبرو چندانی پوه سوی هم نه وو وارخطا سو اوويويل چی ولی ولی صاحب؟ هغه فکر کاوه چی ماته کوم شديد سردرد يودم پيدا سو؟ ما ورته وويل چی نه زه جوړ يم خو ددغه وزيرصاحب خبرو وويرولم؛ ددې پايلی ډيری خطرناکی دي. که څوک ددغه وزيرصاحب څخه وپوښتی چی ته د چيلی هيواد څلور خواوی راته ووايه، نه يې سی ويلای خو څرنګه چی څو مياشتی مخکی هلته د جنرال پينوشی په لاس کمونست حکومت نسکور سوی او کمونستان وژل سويدی. دا وزير صاحب او دده ملګری په ليری بل وطن کی د وژل سوی کمونستانو په بدل کی دلته اوس خپل وروڼه او د اکا زامن بغيرحق او بيله کومی ګناه وژنی.  داده د استعمار کاميابه نقشه چی د مستعمره هيواد د روشنفکرانو مغز داسی ور پريولی چی د استعمارګر په لاس کی بيروحه کوتک سی او خپل ورور د هغو د خوشحالولو لپاره بغيرحق د مجهول مړی پښوته په فخر حلالوي.
استعمارګران، اول زموږ روشنفکران له شخصيت او خوديه خلاصوي، خپل ملی هويت، تاريخ او ټولنيز ارزشونه ورته بی معنی ښئي. چی کله يې مغز له خپل فرهنګ او معنوي ارزشونو ورخالی کړ بيا نو خپل د ټولنی زرق وبرق يې په مغزوکی ورځايوي. وروسته پخپلو جادوګرو تعليماتو داسی ورښئيی چی ستاسی ټولنه د اروپا د منځنيو پيړيو د پاپانو د وخت ټولنه ده او دهغې د اصلاح لپاره ګويا تاسی روشنفکران د ژانژاک روسو، مونستکيو، کوپرنيکس، ولتر او ګاليله کردار بايد اداکوي.  استعمارګران، پدغو روشنفکرانو دخپل وطن مشران، عالمان او پوهان تحقير او توهينوي، منزوی او بنديانوی او وژنی څو هيواد له سړو پدې بهانه خالی کړی چی دا مرتجعين، مضر او د پرمختګ د لاري خنډ دی. دغه په اصطلاح روشنفکره او استعمار پمپ کړې طبقه، د نورو په هدايت دخپلی ټولنی بنيادونه تخريبوی او پرځای يې پردي ارزشونه جانشين کوي.  استعمار، روشنفکران داسی عياروی چی د وطن هرشی بد او ددوی هرشی ښه وګڼی. په 1965 کی زه د کابل په پوهنتون کی محصل وم او د پوهنتون په مرکزی ليليه کی اوسيدم. موږ ته يې د ډوډۍ خوړلو لپاره قاشق پنجه راکړيوه. زما د کوټې يو ملګری سوسيالزم ته معتقد وو، هغه په روسۍ قاشق پنجه ډوډۍ خوړل. که څه هم روسی قاشق پنجی موږته تر راکړه سوی قاشق پنجو په جنسيت کی ټيټی وی او په لږ فشار به کږيدې خو ده به ويل چی زه په دغه قاشق پنجه ډوډۍ خوړل فخر ګڼم داځکه چی دا دنيا د کارګرانو په مور هيواد (روسيه کبير او مهد انقلاب) کی د نړۍ د زيارکښانو په لاس جوړي سويدي.  پدې ډول د روشنفکرانو کار پرخپل ځان بی باوري، د خپل ځان او ټولنی تخريب او د بل ستاينه او تعمير، خپل ځان د هغو پشان ښوول او بالاخره پرخپل وطن دپردو تسلط ته لار هوارول وه.
استعمار لومړی د پاته هيوادونو تعليميافته د ذهن او شخصيت په لحاظ کوچنی کوی او خودي ځينی وړي ترڅو داسی احساس پکښی پيدا کړی چی دی بيوسه دی او څه ندي په جوړ. حتی اکثره هغه تحصيلکرده چی د پردو ګوډاګيان ندي هم کرار کرار يې دا احساس په پوخ يقين بدليږی چی دی څوک ندی؛ چی شاوخوا وګوري ځان په هيڅ کی حسابوي او فکر کوي چی د بهرنی قوت د هر اړخيز تسلط سره څه نسی کيدای او د ژوند دغه واقعيت بايد قبول سی. تيره اونۍ زما يو پخوانی دپوهنتون دوخت همصنفی چی له امريکا راغلی دی د شپې ميلمه کړم. هلته يې تقريبا دوولس کسه د پوهنتون استادان او ددولت عالی رتبه مامورين چی ځينی يې ما له پخوا پيژندل هم زما په احترام رابللی وه. زما سره دوه تنه د متوسط کورني تعليم خاوندان هم د کوربه په اجازه دغه ميلمستيا ته تللی وه. زما مخامخ ددولت يو وزير چی د غرب تعليافته وو،  ناست وو. د وطن پرحالاتو بحث وو. چا د خارجی قابضو قواؤ له زورزياتی شکايت کاوه؛ چا ددولت له بی کفايتی ګيله درلوده؛ چا د دولت په دستګاه کی د عام فساد څخه سر ټکاوه او چا څه ويل او چا څه.  ما ومجلس ته وړانديز وکړی چی راسی وزيرصاحب ته غوږ ونيسو چی ددغو مشکلاتو حل دوی په څه کی ګوري داځکه دی خو صاحب راز اوعملی تجربه ورسره ده.  وزيرصاحب لومړی خپلی غاړی تازه کړې او سم سره کښينستی لکه يوې ښی اوږدې بيانيې ورکولوته چی يې ځان تياراوه. موږ ته يې د يو خواخوږی او کارپوه په ډول چی پروطن او دخپلو خلکو پر ناپوهی يې زړه سوځل کيدی وويل: زموږ غټ مشکل زموږ بيځايه غرور دی.  موږ هغه وخت په ژوند کی بريالی کيدای سو چی له غروره راکښته سو او د ژوند واقعيتونو ته تسليم سو.  دا غرور چی موږ يو څوک يو؛ زموږ پلار او نيکه يو څوک وه او موږ داسی کارنامی کړيدي او دا مو کړيدي او ها مو کړيدی، په درد نه خوري.  همدغه خبرو موږ خراب کړي يو. موږ بايد ومنو چی که پرون موږ څوک وو چی پر هغه هم شک لرم خو اوس يقينا څوک نه يو. اوس په موږ هيڅ نده جوړه. پريږدی چی دغه خارجيان چی زموږ هيواد ته راغلی دي موږ ته کار وکړي، موږ سم کړي او هغسی مو جوړ کړي چی د تمدن د کاروان سره سم سو. کله چی موږ سم او ددنيا دخلکو سره سيال شولو بيا به خارجيانو ته ووايو چی اوس مو نو په مخه ښه. هغه وخت به دوی ځی او موږ به يوڅوک يو او دښمنان به مو نسی خرابولای.  په مجلس کی استادانو د وزيرصاحب د خبرو سره د تائيد سر ښوراوه خو خپله يې څه نه ويل او تر ډوډۍ خوړلو وروسته ژر چی اوس به دوی ته د نظر د ښکاره کولو نوبت ورتلی څو تنو د ځای د ليريوالی په عذر له مجلسه رخصت واخيست؛ خو زما سره راغلی يو ملګري د وزيرصاحب څخه سؤال وکړ چی خارجيان دخپلو ګټو لپاره راغلی دي اوکه زموږ؟  وزيرصاحب ورته وويل چی خارجيان به خپلی ګټی لري خو زموږ ګټی دلته ددوی ترګټو ډيري دي. موږ څه لرو چی دوی يې راڅخه يوسې؟ دوی موږته هومره اړ ندی لکه موږ چی دوی ته اړ يو. زما ملګري بيرته ورته وويل چی که موږ ورته اړ يو، موږ به په دوی پسې ورغلی وای او عذر به مو ورته کړيوای چی راسی زموږ سره مرسته وکړی؛ دوی ولی زموږ بی غوښتنی راځی.  وزيرصاحب وويل دا دنيا اوس يو کلی دی. دهغوی څخه ستا غريبی پټه نده او د بشري خواخوږۍ احساس يې زوروي البته خپلی ګټې هم په ضمن کی ورسره لري. زما بل ملګري مجلس مخاطب کړ چی جناب وزيرصاحب وائي چی د امريکا په مشرۍ غرب بايد موږ داسی جوړ کړي چی بيا مو دښمنان خراب نکړای سی؛ زموږ څخه اوس دښمن ورک دی چی زموږ دښمن څوک دی؟ وزيرصاحب وويل چی زموږ مشکل هم دغه دی چی ددوست او دښمن فرق نسو کولای.  هغه چی له ليري ماوراء بحاره راځی او موږ ته ددوستی لاس راکوي او د خپلو بچيانو د تندي په خولو ګټلی په ملياردونو ډالره راوړي او زموږ اباديدو لپاره يې مصرفوي او بيا هم ددوی پر دوستی شک کوو. مشکل دلته دی. مجلس کی ډيرو روشنفکرانو څه نه ويل خو ځينو يې په پټه خوله د وزيرصاحب سره د توافق سر ښوراوه.  ددغه روشنفکره وزيرصاحب د کلام لب لباب دا وو چی موږ هيڅ يو او په فعلی شرائطو کی په موږ هيڅ نده جوړه. موږ بايد د امريکا په مشري غرب ته موقع ورکړو چی موږ جوړ او د سياله سره مو سيال کړي. خو دا خبره يې تر پايه ذهن ته وانچول چی که غرب مو جوړوي نو پخپل طبيعت او نقشه به مو جوړوي نه زموږ د ګټو مطابق.
استعمار د خپل زور، پيسو، تبليغ، مادي او معنوی وسائلو پذريعه د پاته هيوادونو په روشنفکرانوکی د خودی احساس دومره کمزوره کوي چی بالاخره د ماشوم حالت ځانته اختيار کړي چی ټوله متکی پر اولی النعمه وي. که ماشوم له موره خوابدی سی او حتی که مور يې وهی؛ هغه ژاړي او شاوخوا ګوري چی چاته پناه يوسی. بيله مور څوک نه وينی؛ مجبور سی همهغه چاته پناه وړي او په غيږکی يې ورلوېږي چی ترټلی او وهلی يې دی. داځکه ماشوم ځان بيوسه او له هري خوا جراحتپذيره احساسوي او پخپله ټوله نړی کی بل د پناه ځای نه ګوري. استعمار هم داسی حالات د مستعمره هيواد پر روشنفکرانو راولی؛ خودي، شخصيت، ملی غرور، په تاريخ افتخار او ځان ته د يوڅوک ويلو احساس ځينی اخلی او په بهرنيو يې متکی کوي. دا روشنفکران د خپلو خلکو حتی د پلار په لباس او خبرو شرميږي. يو ژيګيلو، بي سويه ځوان چی اوږې غورځوي، کچل پر لاري ځی او په خبرو کی يوه نيمه خارجی کلمه هغه هم په غلطه استعمالوی دخپل کلی تر دينی عالم خوښوي؛ د يو غربی شرابی او چرسی توريست سره ليدنه خوند ورکوي نه د خپل وطن د يو مجرب ښوونکی سره؛  په وطن کی به د پلار سره په پټی کی کار کول او د مشر ورور سره دکانداري ورته عيب ښکاري او په شرميږي به خو کله چی غرب ته د تلو چانس ورته ميسر سی نو هلته به د خوګانو او سپيان و پاکول او پريولل په فخر کوي. په دوی د غرب د زرق و برق دومره جادو سوی وي چی دلته هم او هلته هم د پردو له خدمته لذت وړي او توهين يې په اعزاز تعبيروي.
استعمار تلاښ کوی چی د پاته هيوادونو تحصيلکرده يا ددوی په اصطلاح روشنفکران او حتی په ملی سطحه منظمی ادارې لکه پارلمان په فرعی مسائلو او خيالی شعارونو مصروف کړي ترڅو له اصلی موضوع څخه يې چی ددوی استخفاف، استحصال او استحمار دی ليری وساتی.
زموږ د روشنفکرانو لويه خطا او د ولس سره جفا داوه يا ده چی دوی هغه دين ته (اسلام) چی خلک علم او تفکر ته بولی او د انسان شرافت په مال او نسب نه بلکه په علم او ادب پوري تړلی ګڼی، د پاپانو ددين او ائين په نظر ګوري. دوی هغه نظام چی دپيغمبر (ص) د اکا زوی او زوم – اميرالمؤمنين علی إبن أبی طالب (رض) – د خپل خلافت په دوران کی د يوه ساده يهودی سره قاضی ته د قضاوت لپاره دروي د پاپانو د نظام سره برابرول زموږ د روشنفکرانو بله جفا ده. د اسلام دوهم خليفه دغنيمت مال پر مسلمانو وويشی. ده ته هم يوه ټوټه ټوکر ورسيد. بله ورځ چی له همهغه ټوکر څخه يې جامی اغوستی، پر منبر ولاړ او خلکو ته يې خبري کولی، يو سړی ورته ودريد چی يا اميرالمؤمنين! تاسی ته خو دومره ډير ټوکر په ويش کی نه وو در رسيدلی چی دومره اوږدې جامی مو په جوړي سی. دا نوره ټوټه مو له کومه کړه؟  هغه په ناستو خلکو کی خپل زوی ته لاس ونيو چی ماته ده خپله برخه ټوکر راکړه او پرخپل ټوکر می واچول او دغه جامی می ځينې جوړي کړې چی اوس می اغوستې دي. وداسی يو دين او ددولت دغسی مشرانو ته د اروپا دمنځنيو پيړيو د پاپانو او اشرافو په نظر کتل او ردول له انصافه ليري او خپله ګمراهی ده.
که په اروپا کی روشنفکرانو دين خوشی کړ، نو ځان او ولس ته يې له بدبختيه نجات ورکړ، له غلاميه ازاد سول او په رشتيا مترقی او متمدن سول؛ داځکه هلته دين د تمدن او پرمختګ ضد وو خو دلته زموږ رشنفکرانو د دين په ضديت او دخپلو پلرو پر ږيرو په خندلو سره ځانونه او خپل ولسونه بدبخت، تباه او د نورو غلامان کړل.  هلته دين د ذلت سبب وو؛ روشنفکرانو خوشی کړ او سرلوړي سول خو دلته چی دين د عزت سبب وو په خوشی کيدو سره يې زموږ روشنفکران ځانونو او قوم ته ذلت راوړ او په لوی لاس يې بدبخت او د نورو مريان کړل. دا بايد ومنوچی ټولنيزی تجربی د طبيعی علومو تجربی ندی چی په هرځای کی يو ډول دی. دا حتمی نده چی يوه ټولنيزه نسخه چی يوځای ګټوره ثابته سويوي بل ځای دي هم حتما ښه نتيجه ورکړي. په اروپا کی ملتپرستی يا نشنلزم ښه نتيجه ورکړيوه. روشنفکرانو د پاپانو او ظالمو حاکمانو د تسلط د کمولو په منظور د نشنلزم له حربې کار واخيست او قومونه يې وهڅول چی ځانته ازادی، خپله ژبه او فرهنګ ولري. خو په شرق کی په همهغه نسخی، غربيانو د اسلامی هيوادونو د روشنفکرانو په دلالۍ، عثمانی امپراتوري چی د اروپا زياته برخه يې نيولی وه تجزيه کړه او عالم اسلام يې منحيث کل ذليل او خپل غلام کړ.
هلته په اروپا کی روشنفکرانو دخپلی ټولنی ناروغی تشخيص او په علاج پسی يې مټی راونغاړلی. په دغه لار کی مخکښ سول او قربانیانی  يې ورکړې. دلته زموږ روشنفکرانو د خپلو ټولني ناروغی او دهغو عوامل پوره تشخيص نکړای سوای، نورو ورته وويل چی ستا ټولنه دغه ناروغۍ لری او د علاج لپاره يې دغه نسخه ده. دغو بهرنيو نسخو کار ورنکړ او روشنفکرانو ځانونه او ټولنه د تباهۍ سره مخ کړه.  امير حبيب الله خان د عصري علومو ښوونځی د بهرنی استادانو په مرسته فعالی کړې او امان الله خان هغو ته وده ورکړه. دوی ښوونځی د جوماتونو او دينی مدرسو پخلاف پدې فکر جوړي او تقويه کړي چی دين د ترقۍ خلاف دی. د عصري ښوونځی شاګردان يې اول په لباس او بيا په طرز فکر له خپلی ټولنی څخه بيل کړل. د ښوونځيو شاګردانو اروپائي جامی واغوستې او ددين علماؤ ته يې احترام نه کاوه.  امان الله خان توره دريشی او شپو حتی په ګاډيوانانو واغوستل، خلک يې په شپو سلام او په اوړي کی په نيکر کی ګرځيدو ته هڅول؛ ملايان يې په نيکر اغوستلو مجبورول. ددين ځينی صريح احکام يې بيځايه وبلل؛ دده ښځی په عام محضر کی چادري وسوځول او په خارجی سفرونو کی لوڅ سر، خلاص ګريوان او لوڅ مړوندونه د پردوسره کښينستل. د ترقۍ او تمدن په منظور د دينی علماؤ پر ضد تحريکات پيل سول.  زموږ پر بيوزله ملايانو چی د نورو ټوک او زکات ته ناست وه دهغو پاپانو خيال وسو او پرضد يې مبارزه وسوه کومو چی پر اروپا کې په منځنييو پيړيو کی حکومت کاوه.  حکومت او واک د همدغه روشنفکرانو په لاس کی وو کومو چی په ملايانو پسې را اخيستی وه. ملايانو بل څه نه درلوده بيله ټاپې. پر روشنفکرانو يې د بی دينی ټاپه ولګول چی په نتيجه کی يې ټولو بايلوده.  په 1337 هـ ش کی همدا د امان الله خان د وخت پروګرامونه په کندهار کی د نائب الحکومه محمد صديق خان وزيري لخوا چی ځان يې روشنفکر او د امان الله خان د لاري پالونکی باله عملی سول. د خلکو ښځی په زوره له کورو را وايستل سوې او په ګاډيوانانو هم توري دريشی واغوستل سوې.  خلک راپورته سول او بلوا يې وکړه. له هره اړخه ډير تاوان ورسيد.
د څلويښتو کالو پخوا خبره ده. په کندهار کی زما له خپلوانو څخه يوه ځوان د کابل په پوهنتون کی د يوې کابلۍ ژبی نجلۍ سره واده وکړ.  له پوهنتونه تر فراغت وروسته دواړه په کابل کی استادان سول. ځوان د خارج تحصيلی بورس واخيست او ښځه او کوچنيان يې په کندهار کی خپل پلار ته راوستل چی ويې ساتی.  ښځه يې ولاړه د ښار په يوه ليسه کی يې معلمی ونيول.  د ځوان پلرګنی د کندهار د ښار يوه محترمه او دينداره کورنی وه چی د کندهار په ښار کی دننه اوسيدل.  د ځوان ښځه چی به هره ورځ سهار له کوره لوڅ مخ، لوڅ سر او لوڅ لينګی وتل، خسر او د کورنی نور حاجی صاحبان به نيم ويلی کيدل. هغو به هرڅه ورته ويل چی په کور کی کښينه، دغه معاش به موږ درکوو؛ ته خپل سرونيم سر کوچنيان چی اوس يې ستا خواښی او ندرندی درساتی خپله سمبالوه. خو روشنفکري معلمه صاحبې به ژړل چی ما تعليم ددې لپاره ندی کړي چی په کور کی اولادوته کښينم. هغو به عذر ورته وکړ چی بهر وزې لطفا پوړنی پر سر او لينګی دي پټ کړه.  روشنفکري به وژړل چی خدای وهلی ميړه راوستم او د قرون وسطی په شرائطو کي ېې وغورځولم او خپله ولاړ.  دځوان پلرګنۍ ته غيرت دريدی چی دا د بل قوم او بلی ژبی ښځه او زموږ ناوې د زوی په غياب کی څنګه له کوره وباسو او يا يې په زوره په کور کی کښينوو.  له ډيرو ورځو د يوې ورځی کيسه درته کوم چی باران سوی وو او د کوڅې خټې يې ښه سريښناکه کړي وې، معلمه صاحبه له کوره د مکتب په نيت راووته. څه لار تللې وه چی يو بوټ يې خټو ځينی ونيو او ددې خالی لوڅه پښه په خټو ولاړه. بوټ يې له خټو راوايست او په لاس کی يې نيولی روانه سوه. څو قدمه يې لا نه وه اخيستی چی بل بوټ يې هم له پښی وخوت. هغه يې هم له خټو را ويوست او په دابل لاس کی يې ونيو.  دا روشنفکره د کندهار د عنعنوی او مذهبی ښار په اوږدو او بيروبار کوڅو کی په خټو لړلی بوټونه په لاسو کی، لوڅ لينګی او لوڅی پښې ژر ژر په خټو کی د مکتب پر لور روانه وه.  خسر به يې چی کوڅې ته راووت، تربرو به ځان پر برابراوه چی لورکۍ مو وليده، شکر چی په خټوکی نده لويدلی، بوټونه بلا په پسې رنګ به يې کړي.  چی خسر او ليورونه يې چا په چاړه وهلی وای وينه به يې نه وای کړې. دداسی روشنفکري ښځی په ليدو بيا چا خپله لور مکتب ته استول؟  ايا دغو روشنفکرانو علم او ټولنی ته خدمت وکړ او که يې ضربه ورکړه.  په اروپا کی روشنفکرانو د ولس د خدمت په لار کی مرګ ته ځانونه ورکول، دلته يوه ښځه پرتوګ اغوستلو ته حاضر نه وه.
تير وختونه پريږدی؛ همدا اوس تاسی خپل احوال ته ښه سوچ وکړی. د يو وزير يا بل مشر ذلت به تر دې چيری وي چی د ولس د خدمت د لافو سره سره يې لوي عام سړک بند کړی وي او له ډاره يا د حقارت د احساس له عقدې په څو همشکله او همرنګه ضد مرمی موترانو کی چی هغه هم پردو ورکړيدي پر کنډوکپر سړکانو چپه زغلی او قوم يې په نس وږی او پښی لوڅی تماشا کوي. داسی وزير او مشر ته به څوک څنګه روشنفکر ووائي؟ ايا دا ډول کس ته د روشنفکر لقب خپل ولس ورکړيدی؟
د تاريخ په اوږدوکی، متأسفانه، زموږ روشنفکران اکثره د خپل مظلوم او غريب قوم پخلاف د استعمار ملګري سويدی او د هغو اجندا ته يې کار کړيدی، دهغو لپاره يې ليکلی دی، شعرونه يې ويلی دي او زغستلی يې دي. دا ډول ليکوالان، شاعران او پوهان هرڅه چی وه خو ملی او ولسی نه وه. داځکه دوی د بل په خدمت کی وه د خپل ملت او ولس په خدمت کی نه وه.  دا ډول روشنفکرانو خپل د ولس د پټی اوبه د استعمار ژرندي ته په لکه غاړه بيولی دي. تاريخ ښوولې ده چی زموږ عوام زموږ تر اکثرو روشنفکرانو ډير سياسی بصيرت لري.  هروخت چی زموږ پر هيواد پردو حمله کړيده، زموږ عوام ورته دريدلی او ورسره جنګيدلی دی خو ډير روشنفکران يې ملګري سويدي.  د عوامو ساده استدلال دادی چی پردي موږ ته دخدای لپاره نه راځی؛ حتما يو هدف لري. نوځکه يې موږ بايد د پښو ټينګولوته پرينږدو خو روشنفکرانو ورته ويلی دي چی موږڅه لرو چی راڅخه وائي خلی.  عوام ورته وائي چی موږ نه پوهيږو، حتمی په موږ کی څه سته چی موږ يې نه وينو او دوی يې وينی او پسې راغلی دي. که نورڅه نه وي دين مو راڅخه وړي. خو روشنفکران مو استدلال کوی چی هغوی د انسانيت په خاطر دلته راغلی دی؛ زموږ پر غريبی يې زړه سوځی؛  کور، کالی ډوډۍ راکوي؛ ډموکراسی، عدالت، دقانون حاکميت، زراعت او صنعت راته راوړي او ژوند مو سموي. ددوی موجوديت دلته په خير دی. موږ بايد ددوی له حضوره اعظمی استفاده وکړو او داسی نور استدلال کوي.  زموږ اکثره روشنفکران خپلو عوامو ته فريب ورکوي، تخديروي يې او استعمار ته د اوسيدو نرم بستر غوړوي. دوی د واقعی روشنفکرانو د پيداکيدو او غوړيدو مخ نيسی.
اروپا تر ميلاد دمخه دعلومو مرکز او متمدنه وه، پاپانو هغه منحطه او بيرته پاته کړه. روشنفکران راپيدا سول، پاپان يې له قدرته وغورځول، علوموته يې مراجعه وکړه، پخوانی برم يې اعاده کړ او اروپا يې بيرته د ترقی پر لور روانه کړه. پداسی حال کی چی په اسلامی نړۍ کی علوم وه او ترقی وه. مګر، خود کامه حاکمانو او استعمار ګرانو زموږ ټولنه بيرته پاته کړه. دا په کار وه چی زموږ روشنفکرانو د اروپايې روشنفکرانو د ستراتيجی څخه په استفاده ولی سرچپه د اسلام د اصولو په خپلولو سره د استعمار او ظالمو حاکمانو پخلاف قيام کړيوای او هيواد يې له مصيبتونو څخه خلاص او د ترقۍ پر لور روان کړی وای. زموږ اکثريت روشنفکرانو داسی ونکړه، هغوی دغرب لاره په پټو سترګو تعقيب او د استعمار اله وګرځيدل نو ځکه بريالی نسول، خپله هم بيقدره سول او خپله ټولنه يې نه يوازی له مصيبته خلاصه نکړه بلکه د هغې د مزيد انحطاط سبب هم سول.
اوس، د تيرو تجربو څخه په استفاده سره، د يوې داسی واقعی روشنفکري ډلی د جوړيدو او انسجام ضرورت دی چی د خپلی ټولنی د مثبتو فرهنګی او ټولنيزو بنيادونو په نظر کی نيولو سره خپل حاصل کړی علم د هيواد د نجات، هوسائي او پرمختګ لپاره وکاروي؛ خپله ددغه لاري مخکښه سی او دضرورت  پر وخت قربانی ورکړي.
=========   پای  =========
کابل  –  ۱/۳/ ۱۳۸۹

Copyright Larawbar 2007-2024