امریکایانو په ننګرهار کی ۱۲ ملکی خلک شهیدان کړل

ډاکټر نثار احمد صمد | اگست 5th, 2010


فرانس پریس آژانس لیکی چی امریکایی طیارو د ننګرهار ولایت د خوږیاڼی ولسوالی د نکر خیلو په سیمه کی پر یو موټر بم وري وکړه چی له امله یې ۱۲ ملکی انسانان شهیدان کړل .
خبر زیاتوی چی هغوی د هاشم خیلو په سیمه کی پر یو کور حمله وکړه چی هلته یې ۱۴ کسان له منځه یووړل . امریکایان وایی چی دا ټوله طالبان وو ، خو د سیمی خلک وایی چی هغوی تقریبأ ټول ملکی خلک وو .وروسته امریکایانو وویل چی موږ به تحقیقات پیل کړو .

Copyright Larawbar 2007-2024