فارياب: د ۱۵۵ مليونه ډالرو په لګښت ۶۸ښوونځي جوړيږي

د لراوبر اداره | اگست 5th, 2010


په فاریاب کې د ۱۵۵ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت د ۶۸ ښوونځیو نوي تعمیرونه ګټې اخیستنې ته و سپارل شول


په هغه غونډه کې چې له همدې امله د فاریاب په مرکز میمنه کې جوړه شوې وه د افغانستان د پوهنې وزیر ښاغلي جلالتمآب فاروق وردګ، په کابل کې د ناروې د شاهي حکومت ښاغلي سفیر، د فاریاب د ولایت والي، ولایتي چارواکو او د سیمې یو زیات شمیر کسانو ګډون کړی وو. ویناوالو دغه لویه لاسته راوړنه د هیواد او بیا په ځانګړې توګه د فاریاب د ولس لپاره په زړه پورې بریا و بلله او د ناروې د حکومت او خلکو څخه یې مننه وکړه چې د دې ښوونځیو مالي لګښت یې په غاړه اخیستی او د افغانستان د پوهنې له بهیر سره یې د قدر وړ مرسته کړې ده.
باید وویل شي چې د دې نوو ښوونځیو تعمیرونه د فاریاب په مرکز او مختلفو ولسوالیو کې د ۱۵۵ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت په تیر یو نیم کال کې د ناروې د حکومت په مالي مرسته او د فاریاب د پوهنې د ریاست په وړاندیز او د سیمې د پرمختیايي شوراګانو په مشوره جوړ شوي دي.
د ناروې حکومت په پام کې لري چې د ځانګړې نقشې او ډیزاین له مخې په فاریاب کې ۱۲۷ ښوونځۍ جوړې کړي چې له دې ډلې څخه ۱۰۹ بشپړې شوې او په پاټې ښوونځیو همدا اوس کار روان دی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي. د دې ښوونځیو په جوړیدو سره به د همدې ولایت د سلګونو زره نارینه او ښځینه زده کوونکو هغه اړتیاوې پوره شي چې د تعمیر د نشتوالي له کبله یې لري.
همدارنګه د هیواد د پوهنې وزیر او د ناروې د شاهي حکومت سفیر په میمنه کې د هغه دارالمعلمین د ودانۍ د بنسټ ډبره هم کیښوده چې د یوه کال په موده کې به د یو ایس آی ډي په مالي او د آی آو ام په تخنیکي مرسته جوړ شي. دغه دارالمعلمین به د تدریسي ودانۍ، د لیلیو د ودانۍ، جومات، پخلنځي، د ورزشي لوبغالو او نورو ټولو ضروري آسانتیاوو درلودونکی وي او د سیمې د ښوونځیو لپاره د ښوونکو د روزلو چارې مخته وړي.
د یادولو وړ ده چې فاریاب د هغو ولایتونو له ډلې څخه دی چې ښوونه په سیستماتیک ډول ښه پر مخ روانه ده او تر دې مهاله هیڅ داسې ناوړه پیښه د پوهنې د بهیر په وړاندې نده رامنځته شوې او خلک یې د ښوونې او روزنې سره ځانګړې مینه لري. همدارنګه د زده کوونکو ۴۲٪ سلنه یې ښځینه زده کوونکي تشکیلوي.

Copyright Larawbar 2007-2024