ټکي
راليږونکى:محمدانور”صدف” له خوست نه
دعا مې زده، خــو خولې ته نۀ راځي دعـــــــا ټکي
له کومې راوړم چاؤدو شـــــــونډو ته مسکا ټکي
پـــــــه اننګـــــــــــو دوخت تاويږي څــــۀ زخمي ترنم
سترګـــــــو کې اوښکې دي لېمــــو کې د ژړا ټکي
ما به چې لار کې ورته خپــــور و د ګلـــــــونو څادر
هــــــــاغه هم هغــــــــه ښايي بولي د جفــــــــــــا ټکي
چــــاوې! تيارۀ لاړه لا هغسې تيارۀ دى محفـــــــل
زۀ بــــــــــــــد نصيب چېرې او چېرې د رڼا ټــــــــکي
د غم او درد کړيو جـــــــوړۀ مې دژوند سلسلــــــــــه
خــــــــدا چې لـــــــه کومې ګناه وينم د سزا ټــــــــکي
ستــونى يې ناست وي په بڼو يې د کور ور ټکوي
هغــــــــــه سوال ګريم چې ترې هېر وي د وينا ټکي
هر انسان زړۀ لري هر زړۀ لۀ ارمـــــــــانونو ډک وي
دا خو غزل دى پکې ځــــــــــــاى کړم د چا،چا ټکي
هر لېونى د واليتوب مقـــــــــــــــــــــام ته نۀ رسيږي
هر کس ناکس ته نۀ رسيږي له غم ستــــــــــــا ټکي
لکه منصــوردغرغرې پړى که ښکل کړم نو څه!؟
خو ستا ښـــــــــــــــکلا نه چې راواخلمه اشنـــــا ټکي
راځئ! له حوش بې حوشه خلکوکې سجده وکړو نن
خلک دا وايي جـــــــــــــــاوېد نۀ زده د ثنا ټکي