مانويل انتونيو نوريګا مورينو Noriega Moreno

د لراوبر اداره | اگست 5th, 2010


ډیروعزتمنولوستونکو!


دادی دپانامی دهغه پخوانی جنرال او ولسمشر(نوریګا) چی شل کاله یی دامریکی په زندان کی تیرکړه، په اړه یوه دپاملرني وړ ليکنه ژباړم. داژباړنه زماپه اند زموږدهیواددحالاتوسره ډیرورته ټکی لری. نوځکه اړینه راته وبریښیده چی دخپل هیوادوالود معلوماتولپاره یی وړاندی کړم.
دډنمارک دمهموورځپاڼوڅخه یوه هم پولیټیکن ده چی ډیرلوستونکی لری په دی ورځپاڼه کی داپریل په دیرشمه(۳۰) نیټه دنوریګاه په اړونددغه مضمون خپورکړی چی تاسویی دادی ژباړنه لولی :  
Politiken Fredag d.30.april.2020
دپانامی دولس مشرپه اړونداړین معلومات
نوم:
Manuel Antonio Noriega Moreno
زیږیدنه:
11.februar.1934 I Guachimango, Panama
راښکاریدنه: نوموړی په(۲۲) کلنی کی دپانامی په ملی ګاردکی شامل شو.
لوړترینه جنرال اودپيښوپه لړی کی ولس مشر: نوموړی دغه دندی په پانامه کی په (۱۹۸۹ـ ۱۹۸۳) زکلونوکی درلودلی.
زندان : د(۱۹۹۰ ـ ۲۰۱۰ز) کلونه دامریکی دفلوریداایالت په جیل کی.
تسلیمول: وفرانسی ته د(۲۰۱۰ز) کال داپریل دمیاشتی(۲۷)مه نیټه


نمره(۰۷۹ ـ ۳۸۶۹۹) زندانی دخپل زندان دتیرولومدی ته دوام ورکوی.
دپانامی پخوانی دیکتاتوراوجنرال نوریګاپه دغه اونی کی دامریکی دزندان څخه پسله(۱۹)کلونوڅخه خوشی شوولی بی له ځنډه فرانسی ته وسپارل شوچی دیوی نامعلومی ګناه په توربه په جیل کی استوګنی ته دوام ورکړی.
د(۱۹۸۹ز) کال دډیسمبردمیاشتی په (۲۰) مه نیټه سهارله وخته دامریکایی فوځ     (۲۱۵۰۰) تنوسرتیرودپانامی یوشمیرستراتیژیکی نقطی اشغال اوولس مشرجنرال نوریګا یی دواک څخه لیری کړ.
دسه شنبی په ورځ نوریګاوروسته ترشلوکالو(۲۰)چی دامریکی دفلوریداایالت په جیل کی تیرکړه، خوشی شو. ولی جنرال نوریګا بیاهم یوازادسړی نه دی، نوځکه نوموړی دپولیسوترڅارنی لاندی هوایی ډګرته انتقال شوترڅووفرانسی ته ولیږدول شی.ځکه نوموړی مخکی دمحکمی لخوا په غیابی ډول دمخدره موادودقاچاق په جرم په زندان محکوم شوی دی. مګردازندانونه لاهم دپانامی اوسنی واکداران د(۷۶) کلن جنرال نوریګا لپاره کافی نه بولی. ځکه دپانامی واکداران غواړی چی نوموړی باید لومړی دفرانسی دمحکمی دپریکړی له مخه ټاکل شوی زندان تیرکړی اووروسته بایدپه پانامه کی دیولړتورونوپه اړوندمحکمی ته حاضرشی.
داچی جنرال نوریګا پرمخ باندی دچیچک دناروغتیاترتیریدنی وروسته داغونه شته نونوموړی د(اناناس دڅیری) لقب ورکړه شوی دی(په دی مفهوم چی څیره یی چیچکی ده نوځکه یی اناناس مخی بولی، دایوسپکه اصطلاح ده). نوموړی ډیردښمنان لری، ولی هروخت داسی نه وه.
په ځوانی کی نوموړی فوځی زده کړی وکړی اوپه بیړه دامریکی دڅارګری اداری (سیا) غړی شو. داچی په ټوله لاتینی امریکی کی دامریکاپرضدناخوښی مخ پر زیاتیدووه، نوامریکاډیره اړتیادرلوده چی غوږونه اوسترګی هرلوری ته خلاصی وی.
داچی دکیوباانقلاب په سیمه کی دامریکی دګټولپاره خطرناکه ګڼل شوی وه نوځکه جنرال نوریګا دواشنګټن لپاره یوه مهمه څیره وه.
دپانامی په دننه کی نوریګاپه ډیره بیړه فوځی رتبی ترلاسه کولی. ولی په ځانګړی ډول هغه وخت چی جنرال عمرتوریجوس[1] یوه فوځی کوتاه وکړه دنوریګارول په دی بری کی څرګندوه. نوموړی یی دپانامی دڅارګری اداری مشروټاکه. هغه وخت چی په(۱۹۸۱ز) کال جنرال عمرپه یوه شکمنه هوایی پیښه کی مړشو، نونوریګاد پانامی دیوی غښتلی اوځواکمنی څیری په توګه وځلیدی.
امریکی هیله درلوده چی نوریګابه یادکونټرا[2]جنګیالیوته داستوګنی ځای ورکړی. اویاداچی د(ف ل م ن)[3] ګوریلایی جنګیالیوته په ایلسلوادورکی ماتی ورکړی.
جنرال نوریګادایران ـ کونټرا[4] په چاره کی دیومنځ ګړی رول ادأکړ. داموضوع دومره پټه وه چی دامریکی کانګرس هم پری خبرنه وه چی په(۱۹۸۶ز) کال کی لوڅه شوه اودیولویی محکماتی دوسیی لپاره یی لاره پرانیسته چی پایله یی تاسویی د پاڼی په لمن کی لوستلای شی.
دمخالیفینوسرونه پری کیدله
دننه په هیوادکی جنرال نوریګاډیرسخت چلندکاوه. هیڅ مخالف اونیوکی ته یی تحمل نه کاوه اودسیاسی مخالیفینوپه وژنوباندی یی په بیړه عمل کاوه، په ځانګړی ډول دا چاره هغه وخت جدی شوه چی دکیڼ اړخ ډاکټر[5]په(۱۹۸۵ز) کال کی مړومیندل شو. داډول کړنی دواشنګټن نه وی. دلته ووچی امریکایان په اندیښنه کی شوه چی جنرال نوریګا نوردوی ته وفادارنه دی.جنرال خپل معلوماتونه نوروڅارګرواداروته وپلورل اوپه ډیرقوی باورجنرال دکولمبیادنشهء توکودقاچاق وړونکوسره اړیکی پیداکړی. په ځانګړی ډول د[6] سره اړیکه ټینګه شوه. په(۱۹۸۸ز) کال کی نوموړی دنشهءتوکوپه قاچاق باندی تورن شواوپه دغه کال کی دجنرال نوریګاه څخه غوښتنه وشوه چی دولسمشری څخه ځان ګوښه کړی. جنرال نوریګاداغوښتنه بالکل ردکړه. دامریکی اونوریګاترمینځ پخوانی تودی اړیکی په کنګل باندی واوښتی. امریکی، پانامه تریوی کلابندی لاندی ونیوه، نوریګادامریکی متحده ایالات دتیری په کړنوباندی تورن اودملل متحداداری ته یی شکایت وکړی. کله چی نوریګاپه(۱۹۸۹ز) کال کی دټول ټاکنوپه بهیرکی درغلی وکړی، نودادامریکی لپاره کافی وه. دامریکی لخواد عدالت ترنامه لاندی عملیات پیل شوه. دامریکی(۲۱۵۰۰) سرتیری چی مخکی یی هلته شتون درلودی، دشپی له مخی په ناڅاپی ډول ولی په ډیرقهرجن ډول دپانامی عملیات پیل کړه چی ډیرعام وګړی هم په دی عملیاتوکی تلف شوه. ددی تیری پایله داشوه چی نړیوالوډیراعتراض وکړ. نوریګا ډیری اونی ځان پټ کړی اوپه دی بهیر کی دخپلی معشوقی په کوراوهم دواتیکان[7] په ډیپلوماتیک مرکزکی پټ وه. امریکایانودنوموړی دتسلیمیدولپاره دواتیکان دسیاسی نماینده ګی په مخ کی ورځی او شپی لوړموزیک چه ارویدنه یی ستونزمنه وه وږغاوه په دی سیمه کی عادی وګړو هم کورونه درلوده.نوریګاد(۱۹۹۰ز)کال دجنوری په دریمه نیټه ځان امریکایانو ته تسلیم کړی. نوموړی سملاسی دالوتکی پواسطه امریکی ته ولیږدول شو او    نوموړی دجګړی دبندی په نامه زندانی شو. نوموړی په(۴۰)کلونوبندباندی محکوم اوهم دنشیهء توکودقاچاق تهمت ورباندی وه. دمحکمی په بهیرکی جنرال په څرګند ډول دخپل ژوندپه اړوندمعلومات وړاندی کړی.اودایی هم وویله چی نوموړی همیشه ترجامولاندی سوررنګه نیکراغوستی چی ځان دبلاګانو(پیرانو) څخه وساتی.
دسزاکمښت په زندان کی دښی کړنی په وجه
دا(۴۰) کاله دزندان سزادښی کړنی په وجه په وروسته کی(۳۰) اووروسته(۱۷) کلونوته راکمه شوه. په مایامی[8] کی دنوموړی په کوټه کی تلویزیون وه اوهم یی دکتاب لوستلواجازه درلوده. جنرال نوریګاخدای ته مراجعه وکړه اودخپل ځان په ساتنه مشغول وه. په(۲۰۰۷ز) کال نوموړی بایددزندان څخه خوشی شوی وای، مګربیاهم په زندان کی وساتل شوځکه دامریکی عدلی سیستم بایددنوموړی په اړونددفرانسی دحکومت غوښتنه څیړلی وای، ځکه فرانسی غوښتنه درلوده چی جنرال نوریګاورته تسلیم شی ترڅوهلته هم خپل ټاکلی زندان تیرکړی.جنرال نوریګا په فرانسه کی په لس کاله بندمحکوم شویدی دمحکومیت علت یی یی دنشهءتوکو پیرودل او دپیسوسپینه ول بلل شویدی اودبحرپه شانی پیسی دفرانسی په بانکونوکی لری.
په همدی ډول دپانامی حکومت هم غواړی چی جنرال ورته تسلیم شی چی دیادشوی ډاکټردوژلوپه جرم(۲۰) کاله زندان تیرکړی.داڅرګنده ده چی دپانامی خلک په بنسټیزډول ددی ملاتړی وه چی نوریګادواک څخه لیری کړه شی.
دنوریګاوکیلانوهڅه وکړه چی دژینودکنوانسیون څخه په ګټه اخیستوسره چی داسی بیان کوی:« یوجنګی زندانی بایدترخوشی کیدووروسته په نیغه خپل هیوادته واستول شی» هڅی وکړی چی نوموړی خپل هیوادته ولیږدوی، مګربریالی نه شوه. ځکه دامریکی لوړی محکمی ددی موادودتطبیق څخه ډه ډه وکړه اودامریکی دبهرنیو  چارووزیری هیلری کلینټن[9] دنوموړی دتسلیمیدوپاڼی لاسلیک کړی.
نوځکه (۳۸۶۹۹ـ۰۷۹) شمیره بندی دزندان کالی وباسل اولنګان لنګان دزندان دکوټی څخه وخوځیدی. نوموړی هوایی ډګرته ولاړاودهمیش لپاره یی دامریکی خاوره پریښوده. په همدی ډول دسړی جګړی یوڅپرکی پای ته ورسیدی. لکه چی تر(۵۰) کلونوزیاتی اړیکی دسوپرواکمن اودپانامی دزبردست واکمن ترمنځ چی په غمونواو ښادیوکی سره درلودی، پای ته ورسیدی. دژباړنی پای
دژباړن تبصره
ګرانولوستونکو!
ترنوری تبصری نه مخکی بایدیوه ټکی ته په غورځیرشی هغه داچی: دالیکنه هم په یوه غربی هیواد، په ډنمارکی ژبه شویده نوځکه چی نوریګاولی زندانی شو؟ ایا دپانامی خلکوپه رښتیانفرت ورڅخه درلودی؟ داهغه پوښتنی دی چی ددی مضمون دلوستلوپه وخت کی په پام کی ونیول شی.
 دامضمون ځکه راته په زړه پوری شوچه بایددلوستونکولپاره یی وژباړم: زموږهیواددتاریخ په اوږدوکی ډیرځلی دبهرنی ځواکونولپاره دیرغل په زړه پوری
 سیمه بلل شوی ده : نوځکه دافغانستان ولس دیرغلګروډول ډول تاړاکونه زغملی دی. وروستی څه دپاسه دیرش کلونه ترپخوانه زیات دردمن ،وژونکی ویجاړونکی کلونه وه چی همدااوس په ډیرزوردوام لری. په دی کلونوکی برسیره پردی چی عام ولس په ډیره لوړه پیمانه تباه شو، په دغه ډول مو دهیوادمشران یوپه بل پسی علاوه ددی نه چی ووژل شوه دپخوانی زمانوڅخه په ډیرتوپیریی دقاتل، خاین، جاسوس اودی ته ورته دشرمه نه ډک لقبونه دځان کړه. داولی؟ ایاټول مشران خاینان اوداړه ماران وه که څنګه؟
نه داسی نه وه. ددی ژباړنی اودتیرومشرانودکړنوڅخه بایدهرافغان اوپه ځانګړی ډول دهیوادمشران دعبرت لوست زده کړی. غواړم دتیرودری لسیزودولسمشرانو ژوندته يوه لنډه کتنه وکړم:
نورمحمدتره کی: دافغانستان دخلق ددیموکراتیک ګوندعمومی منشی اود(۱۹۷۹ز) کال داپریل په(۲۷) مه نیټه یی واک ترلاسه کړ. په پوره اخلاص یی دکارګری طبقی پرایډیالوژی باوردرلودی .  په لومړی سفرکی دهغه ژباړونکی دخولی څخه چی پخپله یی ماته کیسه کړی ده ، لیکم:
نورمحمدتره کی: جلاالتمأب پرژنف: موږدثورانقلاب بری ته ورساوه اوس نو ستاسوشوروی ملګرودنده بولم چی زموږدهیوادپه ابادی کی خپله بی غرضه مرستی پیل کړی. فکرکوم چی موږخپله دنده په ښه ډول ترسره کړه.(داهغه خبری دی چی دافغانستان مشریی ځکه په دومره څرګندډول کوی، چی په کتابونوکی د انترناسیونالیزم په هکله ډیرڅه ویلی وه.)
برژنف: په ترش تندی وایی: داپیسی دشوروی دولس اوکارګرانودی او……
نورمحمدتره کی غونډه پریږدی……
اوپه یوبله غونډه کی نورمحمدتره کی وایی: دثورپاڅون په ډالراوروبل شوی نه دی……
نورتفصیل نه ورکوم. داچه څه ډول حکومت وه خودشوروی خوښ نه شو. دنوموړی ولس مشردسرنوشت څخه زموږهیوادوال خبردی.
حفیظالله امین: دنورمحمدتره کی ترګوښه کیدووروسته یوازی ددرومیاشتولپاره ولس مشرپاتی شو. یوازی یوه یادوونه یی کوم چی دشوروی جاسوس سفیر پوزانوف یی به څپیړه وواهه(دنوموړی ددفتردریس دخولی کیسه ده) اونور….
سرنوشت یی هیوادوالوولیدی.
ببرک کارمل: شوریانوپرټانک سپورافغانستان ته راوست اوپه ډیرویاړبه یی د شوروی ددوستی ناری اوسوری وهلی اوتریوسفروروسته یی دارګ په مخ کی د پاکستان ولسمشر ضیاالحق ته په نیغه اخطارونه ورکړه.(دهیوادوالوبه یادوی) اووروسته یی هم نوری ډیری ددوستی ناری اوسوری ووهلی کله به چی دنوموړی الوتکه په هواکی وه ، خپله دشوریانوالوتکودالوتنی اجازه نه درلوده. ولی هغه ورځ چی راغله چی دشوریانو دکاراخیستلوڅخه ولویدی، دحیرتانوپه ترخه ګرمی کی یی په یوه کانتینیرکی استوګنه کوله. که دوستان دحامدعلمی لنډه انټروی دببرک کارمل سره په یادکی پاته وی. نوبه دبهرنیودوستانوجفااوبی وفایی به ښه ورته جوته شی.
نجیب الله: دادبهرنیانوسره ددوستی یوبله څرګنده بیلګه ده چی پایله یی داشوه چی دکابل په ښارکی دارګ ومخی ته په ترافیکی پایی پوری وځړول شو.
مجاهدین:دمجاهدینودوران موهم درته ښه یاددی چی دکلونوپه اوږدوکی یی د غرب، عربی هیوادونو، ایران اوپاکستان سره دوستی وکړه دګران هیوادافغانستان ټوله شتمنی یی ورباندی لوټ اوتالان کړه اودپاکستان په بازارونوکی یی په کالدارو ورباندی وپلورل، دهیوادلویی اوکوچنی لاری، اوودانی یی ورباندی ویجاړی کړی، ښوونځی اوروغتونونه یی ورباندی وسیځل.هغه چاچی یوڅه زده کړه هم درلوده یایی ووژل اویایی دهیوادڅخه تیښتی ته اړایستل. یوه ډیره غمکینه کیسه می رایادشوه:« دسپتمبریوولسمه ۲۰۰۱زکال ترخونړی پیښی وروسته په ډیرو هیوادونوکی ددی پیښی دغندنی لپاره غونډی جوړی شوی. په دی لړکی دډنمارک په یوښارکی دډنمارکیانواوافغانانویوه ګډه غونډه جوړه ترڅوداپیښه وغندی. زه یی دژباړن په حیث وبوللم. دغونډی په پیل کی بایدهرنفرخپل ځان نورو ته ورپیژندلی وای. دالړی پیل شوه څه دپاسه(۱۰۰ ـ ۱۴۰) تنه وه. هریودخپل ځان دورپیژندنی په وخت کی خپلی زده کړی اوپخوانی دندی هم بیانولی. لنډه داچی د(۱۲) ټولګی فارغان دګوتوپه شمیروه، نورټول لیسانس، ماسټر، دوکتورااویولږ شمیرد دوکتورااویاترهغه نه لوړی درجی هم درلودلی. یوډنمارکی غلی شانی راغی اوپه غوږکی راته وویله چی: ابراهیم!! هیوادموچاته پریښودی، زه ګمان نه کوم چی ستاسووروسته پاته هیواددی تردی زیات دلوړوزده کړودرلوونکی خلک ولری. داچی زموږدکوچنی هیوادپه یوکوچنی ښارکی دومره متخصیصین راټول شوی دی، نوبه په نوروغټو هیوادنوکی څومره زیات راټول شوی وی. ستاسودهیوادراتلونکی ډیره خطرناکه کڼمه اوباورنلرم چی موږبه یی درته جوړنه کړای شو.» ولی مجاهدینوهم په دی کړنو باندی دلنډمهال لپاره څه لاس ته راوړه. ډیره شتمنی یی راټوله کړه. مګرستاسوبه یادوی چی په تیروټول ټاکنوکی ددوی هغه نژدی دبهرنی هیوادونوانډیوالانودجګړه ایزوجرمونوسالاران وبلل. اوداپروسه به ادامه ولری.
  طالبان: دوی هم په خپل وارښه اوبدوکړه. ښه به یی نه څیړو، ځکه ویجاړنی یی دومره وی چی ښه یی پټ کړه. دبیلګی په توګه پردی عرب یی راته باداران کړه چی دادی زموږدهیواددورانی باعث ګرځیدلی دی. هغه ددوی نژدی دوست پاکستان اوس پیسی ورباندی ګټی. یوه ورځ یی نړیوالوته په لاس ورکوی بله ورځ دهیواد ودانی اوښوونځی په ورانوی. دښځوپرمخونوتیزاب ورباندی شیندی…….
ددی ژباړنی اوپورته بیاناتوڅخه په څیړنه سره داوسنی مشرانولپاره څولنډټکی یادوم. بایدووایم چی تیراواوسنی مشران په هرڅه پوه دی، ولی کله کله چی انسان دواک پرګدی ناست وی، غوږونه یی کاڼه اودسترګولیده یی ډیرکمزوری وی، نوځکه زه ددغوټکویادونه کومه:
ـ لومړی پرخداوند(ج) تکیه اومرسته ورڅخه غوښتل اووروسته پرخپل خلکواو  ملت باندی باوردبری لومړی اواساسی رکن دی.
ـ دبهرنیانوسره اړیکه اودوستی ښه اوکله کله اړینه چاره وی. که دهیواددعالی ګټو اواستقلال خوندیتوب ورپکښی اصلی موخه وی نوډیرښه چاره ده.ولی که د هیواد اوولس ګټی دپامه وغورځول شی اویوازی دځانی ګټودخوندی کولولپاره دبهرنیانو په چوپړکیودریږو، سرنوشت مودتیرویادوشوومشرانوڅخه به ښه نه شی. که پورته ژباړنه په غور وڅیړو، په څرګندډول به راته جوته شی چی جنرال نوریګا دامریکی سره دومری نژدی اړیکی درلودی چی هیڅکله به یوافغان مشردومره دوستی اواړیکه ټینګه نه کړای شی.
نوڅه بایدوکړوترڅوبری ته ورسیږواوپه عزت سره په خپل هیوادکی ژوندوکړو؟
ـ پرخپل خلکوباوراواعتماد.
ـ دهیواداوولس ګټوته دزړه له کومی په درنه سترګه کتل اوددی ګټودخوندی کولو لپاره نه ستړی کیدونکی هلی ځلی.
ـ دهرډول توپیراوتبعیض پرضدکلکه مبارزه. (دهیوادټول اوسیدونکی ددی ویاړلی هیواددابادی لپاره په برابرډول هڅول.)
ـ هزاره، تاجک، ازبک، نورستانی، ترکمن، بلوڅ، پښتون اوبل هرافغان اوسیدونکی دویاړلی افغانستان داستقلال ګټلولپاره وینی توی کړی دی نوځکه داکورګډکوردی. دزړه له کومی پردغه څوټکوباورپه هیوادکی دتوکمنوترمنځ یووالی راولی اویووالی په هیوادکی جګړه خاموشه کولای شی اود بیارغونی لپاره زمینی برابروی.
ددی ټولوستونزودحل کلی که می مبالغه نه وی کړی، یوه ده اوهغه:
پرخپل نفس باوراودپیسوسره څومره چی ممکنه وی، لږه دوستی.
دپیسوسره علاقه دهرانسان طبعی غریضه اوحق دی ولی داغریضه بایدداسی قیضه شی چی داوس په شان هیوادراوران نکړی اوموږ دبیګانه دمخبری اوجاسوسی لپاره ونه هڅوی. باوروکړی چی بری به دولس شی. دمخبراوجاسوس مخ به حتماً یوه ورځ داسی توروی لکه دجنرال نوریګاچی دبیلابیلوهیوادونوپرزندانونوبه پاتی ټوله ژوندګرځی.
پاکه خدایه زموږمشران، ولس اوځوانان ددغه ډول شرموونکی چاری نه وژغوری.
سرلوړی دی وی افغان ولس
په درناوی ابراهیم


[1] – General Omar Torrijos
[2] – contra
کونتراْ:داپه نایجریاکی یوه انقلابی وسله واله ډله وه چی د(۱۹۸۰ز) کلونوپه درشل کی منځته راغله. نوموړی ډله دساندینیسک دفوځ په مخالفت جوړه شوه. ددی وسله والی ډلی ډیرغړی دلری شوی ولس مشرساموزاس دملی ګارډافسران وه.ددوی اصلی مرکزپه هندوراس اوکاستوریکا کی وه. ولی نوموړی فوځی ډلی دامریکی داقتصادی اوفوځی مرستی سره بیاهم واک ترلاسه نه کړ. دافوځی ډله هغه وخت ډیره کمزوری شوه چی امریکی خپلی مرستی ودرولی. اوپه پایله کی نوموړی فوځی ډلی دټاکل شوی ولس مشرویولیټاچاموروسره په (۱۹۹۰ز) روغه وکړه اووسله یی پرمځکه کښیښوده.
[3] – FMLN
[4] – Iran-Contra-affæren
ایران کونټرا: داسیاسی ستونزه دایران اوامریکی ترمنځ په(۱۹۸۶ ـ ۱۹۸۷ز) کلونوکی وه چی امریکی پرایران وسله په دی شرط وپلورله چی دامریکی ګروګانان په لبنان کی خوشی شی.دوسلودپیریدلوپیسی په نیکاراګواکی ښی پلوه دښمنوقوتونوته ولیږدول شوی. داموضوع دامریکی په کانګریس کی ناخوښی راڅرکنده کړی وه. بله خبره داوه چی دامریکی دبهرنیوچارو وزیراوددفاع وزارت داصلی پلان څخه بی خبره وه. په دی اړوند دامریکی دامنیتی چاروسلاکارادمیرال جان پوینډیکستراود ولسمشرسلاکاراولیورنورت ددندی نه ګوښه اومحکمه کړه شوه. ولی وروسته وبخښل شوه، ځکه وروستیوڅیړنووښوول چی دموضوع په اړونددوخت ولس مشررونالدریګن اودولس مشرمرستیال مشرجورج بوش دموضوع څخه خبروه.
[5] – Hugo Spadafora
[6] -Medellinkartellets leder Pablo Escobar
:Vatikanـ [7]
واتیکان دعیسوی مذهب دپیروانواساسی اوعممده مرکزدی چی ددی مذهب ترټولولوی مشرپاپ هلته اسوګنه اوکارکوی. ددی مرکزدکلیسادبنسټ ډبره په ۱۲ قرن کی کښیښودل شوه اوپه ۱۵ قرن کی یی ډیری برخی بشپړی شوی. دلتهه ۱۰۰۰کوټی شته په دغه ډول دپاپ استوګنځی اودکارکوټی هم شته. دامرکزپه ایټالیاکی دی. واتیکان په ځینوهیوادونوکی دسفارتونوپه څیرسیاسی نمایندګی لری چی یوه سیاسی نماینده ګی یی په پانامه کی شته چی هلته نوریګا پناه وروړه. ددی خاطره چی عیسویان دغه سیاسی نماینده ګی ته دتقدس په خاطردرناوی کوی نوحمله ورباندی ستونزمنه چاره ده.
[8] – Miami
[9] – Hillary Clinton

Copyright Larawbar 2007-2024