کور / خبرتیا او پيغامونه / په جرمني کې د ساينس پوهانو د ټولنې خبرتیا

په جرمني کې د ساينس پوهانو د ټولنې خبرتیا

دساينس پوهانوټولنه ،دپوهنې وزير محمد حنيف اتمر،دديموکراتيک ښونيزپروګرام څخه کلک ملا تړکوي


ډاکټر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼليکوونکی:
پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ  (  جرمني)
په جرمني کې دساينس پوهانودټولنې دمشرتابه غړی


نيټه : ١-١١-٢٠٠٧
دپيل خبرې :


دپوهنې اوروزنې اوروحیات پيژندنې دعلم له مخې  په ډاګه شوې ده، چې لمړنۍ زده کړه ماشومانوته ښايې  په مورنۍ ژبه ترسره شي. داځکه چې ماشومان په مورنۍ ژبه د بهرنۍ ژبې په پرتله، ژراواسانه پوهیدلای شي. دبلې خوا ددې ماشومانو لپاره بايد دالړۍ همداسې پايښت ومومي اوپه مورنۍ ژبه په پوره کچه درسي موادموجود اوتيارشي. که نه داماشومان بيرته بې سواده کيږي.


ديوه هيواد لپاره دیوې ژبې اوياڅوژبورسمي ټاکل، نه يوازې دزده کړې لپاره اړين تصمیم دی ،بلکې دملي يووالي اوسوله ييز ګډ ژونددپاره مهم رول لري. نوکومه ژبه چې ددولت له خوا رسمي ژبه وټاکل شي، بايد دخلکو له خوابايدزده هم شي.


دتاريخ په اوږدوکې ډيرځله پوهانواوعالمانودپښتودپرمختګ دپاره ملاتړلې وه ، خوچاپيريال په فرهنګي تړاودې ته برابرنه وو. دتاريخي شواهدوله مخې ځواکمنومخالفينودپښتوژبې پرضد سياسي تبعیض کارواه. درباردخپل قام ژبه بيخي دلاسه ورکړې وه، په ښارونوکې پښتنې کورنۍ اودښارونوپه ښااوخواکې پښتنې لویوکورنيوکې دري ژبه په ورځني ژوند کې کاروله . په پښتوژبه به ملنډې وهل کیدلې اوپرضد يې دډيرې زمانې راهيسې مجادله اومبارزه کيږي. په لرغونوپيړيوکې محمدهوتک،روښان ،خوشحال خان ،حميدبابا، رحمن بابا،……. اوپه اوسنې عصرکې  علامه حبيبي،استادخادم ، ګل پاچا الفت ، رښتين ، وزيرصاحب محمد ګل مومنداونورودپښتودودې دپاره زيارايستلی، ډيرکتابونه يې لیکلي. پښتون قام په سلګونوکالوخپله ژبه ساتلې اود هغې دپرمختګ دپاره نورهم ځانونه په علمي اوعملي توګه چمتوکوي. دټولنيزوعلوم پوهانوپه اند هغه خلک چې دنوروولسونوژبوته په سپکه سترګه ګوري  اودودې په لاره کې يې سياسي ،اقتصادي، اوکلتوري خنډونه اچوي، دغه ډول خلک تنګ نظره اودبرترۍ عقدې لري. پښتانه د افغانستان دخلکوغوڅ اکثريت  جوړوي. واک فونډيشن  دپښتون قام سليزه لږڅه دری شپيته ٦٣٪ ښوولې ده.


پښتانه هيڅکله نوروقومو اودهغوژبوته په سپک نظر نه ګوري اونه سپکاوی زغمي اونه چاته دااجازه ورکوي چې پښتوته په سپک نظر وګوري.
پښتانه دپښتوسره اوپښتودپښتنوسره نه شليدونکې اړیکې لري.
ژبپوهانودژبې دعلمي څيړنوپه بنسټ موږ ته راښودلې چې یوه ژبه څنګه وده کوي. دپښتوژبې دودې اوپراختيا لپاره يوه اړينه لاره داده چې په ښونځيو، پوهنتونواونوروټولوعلمي موئسسوکې پښتوژبې ته دروازې خلاصې شي اوپه پښتوژبه دزده کړې اوڅيړنې امکانات برابرشي، په پښتوکتابونه ولیکل شي اووژباړل شي.


دهوتکیانو په دوره کې (١١١٩-١١٥٠ هــ   ق) پښتودمدرسودلارې وده اوپراختياومونده. په عصري اودولتي سويه، په پښتوژبه زده کړه، د اميرشيرعلي خان دحکومت په دويمه بحراني دوره کې (١٢٨٥ – ١٣٦٦ ) هــ  ق) پيل شوه . پوځي زده کړوپه لمړنيوښوونځيوکې پښتوژبه لومړۍ اواصلي ژبه وټاکل شوه ، په داسې حال کې چې دري ژبه یوازې دپوهيدلوژبه وټاکل شوه. دامير حبيب الله په وخت کې (١٢٨٢- ١٣٦٦ هــ   ق) کله چې دحبيبيې ښوونځی جوړشو، تر ١٣١٤ هــ   ق پورې د ښوونې ژبه دري وه اوپښتويوازې ديوې بهرنۍ ژبې په توګه لکه انګلیسي اویا عربي ویل کیده. دالړی اوس هم پايښت لري. داپه دې مانا چې دري ژبې ته ډيرارزښت ورکړشوی وواوپښتوچې داکثريت ژبه وه اوهم اوس ده، په تعليمي مؤسسو کې يې ځای نه درلوداونه يې اوس لري. دلته سړی په ډاګه ويلی شي چې پښتوته دبهرنۍ ژبې لکه عربۍ يا انګليسۍ ژبې په څيرکتل يوډيرغيرعادلانه اودسپاکاوی نه ډک اقدام وو. په دې توګه دهيوادماشومان ترنن ورځې پورې په مورنۍ ژبه دزده کړې څخه بې برخې پاتې شوه. په ١٢١٦ هـ  ش کې دمحمدهاشم خان دحکومت په دوره کې (١٩٣٣-١٩٤٦ ) دلومړي ځل لپاره پښتو دافغانستان يوا ځنی رسمي ژبه شوه اوپريکړه وشوه،چې دافغانستان  دټول معارف تعليمې ژبه پښتووګرځي اودري دې ،ديوې دویمې ژبې په توګه پاتې شي. په لومړي ګام کې ترپینځم ټولګي پورې په ټولوښوونځيوکې په پښتوتدریس وشي. دښوونکولپاره څه لارښوونې هم وشوې.  دې فعاليت تر ١٣٢٤ کاله پورې دوام وکړ. خوپه خواښينی سره پايله يې بريالی نه وه. داځکه چې دځينو تعليمي ستونځو په څنګ کې ددې پروګرام په ناکامۍ کې بهرني لاسونه وو.


دبیلګې په ډول دافغانستان دزده کړې په مؤسسوکې دپښتوتدریس کول اوددې ژبې روزنه ، ايرانيانوداسې ګڼل،چې  په هيواد کې دايران ژبني اوفرهنګې واکمنی  کمیدل وو. همداووچې دايران دولت ددې بهير په وړاندې مبارزه پيل کړه. دپيسوپه لګولواواند درشوت په ورکولويې تر اوسه پورې دالړی جاري ساتلې ده اود پښتوژبې دپرمختګ هراړخيز مخنیوی کوي. په هيواد کې دننه هم  ځينې متعصبې سیاسې ډلې  روزلې دې اودهغوې له لارې خپل ناشوم پلانونه پلي کوي.


ویل کيږي چې داوسنی سیاسي ناکراری اود نوي اساسي قانون په پام کې نیولوسره په معارف کې ددوورسمي ژبو پلي کول معقوله پريکړه ده . په دې اړوند بايدوویل شي چې که څه هم  پخپله په کابل ښار اوشاوخواځايونوکې زياتره په پښتوخبرې کيږي ، خوکوچنيان مجبوردي په دري ژبه درسونه ولولي . دوخت په تيريدوسره ترې پښتوژبه هيريږي. دپښتنودسيمواودرحمن بابا اودخوشحال خان دليسو فارغان چې په پښتوژبه يې درسونه لوستلي ، دکابل په پوهنتون اونوروپوهنتونواو علمي مؤسسوکې ،چې درسونه يې په دري دي ،ډيرې ستونځې لري. دنوموړومالوماتوپه پام کې نیولوسره اوس بايد داسې پريکړه وشي چې پښتوژبه داکثريت ژبې په منلو سره دټول معارف  دزد ه کړې ژبه وټاکل شي. 
تازه خبرې:


په دې ورځوکې دافغان فرهنګ اوددیموکراسی پرضد يوه کوچنۍ متعصبه سياسي ډله په کابل کې فعاله شوې ده چې دافغان ولس دمنل شوي اساسي قانون څخه سرغړونه کوي.دغې متعصبې ډلې،چې دافغانستان کورني اوبهرني دښمنان هم ورسره لاس لري، دکابل ښار په يو شمېر ښوونځيو کې دنفاق درامنځته کولو لپاره دپښتو ژبې دتدريس په اړه، دملي یووالي په ضد خپلی هلی ځلی اوزهرجن تبلیغات په څرګند ډول زیات کړيدي.


دغه يوه کوچنۍ متعصبه سياسي ډله هڅه کوي ، په افغانستان کی دروانې سیاسي اوامنیتي بې ثباتی څخه په ګټه اخیستلواوهمدارنګه دخپلو روزل شوو افغاني ضد او ملي ضد کړيوپه کاراچولوسره د افغانستان پردولت ،خو په تيره بیاد پوهنې قدرمن وزير محمد حنيف اتمر باندی فشا رواچوي، ترڅو دکابل ښار په يو شمېر ښوونځيو کې دپښتوژبې پيل شوی پروګرام په ټپه ودروي . نوموړی شوم پلان  د محمدهاشم خان صدراعظم دحکومت دورې دوخت سره ورته دی .  خوداځل  بايدموږټول د يموکرات اوپه وطن مين فرهنګي شخصيتونه هوښيار اوسو اوځانونه سره يوموټی کړو، تر څوددغه رنګ ضدملي اوضدفرهنګي شوم پلان مخنيوی وکړو.


په دې  هکله په  جرمني کې دساينس پوهانودټولنې دریځ روښانه دئ : 


لومړی:  ټولنه  دپوهنې وزير محمد حنيف اتمرصاحب دديموکراتيک ښونيزپروګرام څخه، چې  دکابل ښار په  ښوونځيو کې يې دپښتو ژبې تدريس پيل کړی دی،په هرډګرکې غوڅ ملا تړکوي.


دوهم :  دهېواد داساسي قانون ١٦مې او ٤٣ مې مادې  په اساس ، په پښتو، دري او نورو رسمي ژبو زده کړه دخلکو حق دی اوترخپله وسه ورڅخه ملاتړکوي.


 دريم :  دهيوادپه مليونو پښتانه دښاغلی محمد حنيف اتمرڅخه داغوښتنه لري چې دوزير په توګه ، له اساسي قانون سره به سم عمل کوي او دهغوی حقوق به خوندي ساتي. 


څلورم:  ټولنه دپوهنې پياوړی وزيرصاحب محمد حنيف اتمرد هيوادپه ټول تاريخ کې، دلومړي جګ پوړی چارواکی  په صفت پيژني، چې دافغان ولس داکثريت ژبې څخه په عمل کې ملاتړکوي او دجهادپه لومړي سنګرکې ولاړدی.


پنځم :  ټولنه دافغانستان اسلامي دولت اودنړيوال سوله ساتوقوتونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د هیواد دننه دغه متعصبې فاشيستي ډلې سمدلاسه ترقانوني څارنې لاندې ونیسي. داځکه  چې هغوی داساسي قانون په ضد اوددیموکراتي په ضد عمل کوي، هغه قانون چې په پلي کولوکې يې اوه ديرش بهرني هیوادونه دځان اومال په قربانی برسيره  هڅه کوي.


شپږم : ټولنه په ډير وياړسره دقدرمن ،پياوړي اوملي قهرمان ښاغلي محمد حنيف اتمرپه څنګ کې ولاړه ده اودښوونځیو لپاره دساينس پوهنې په برخه کې،دپښتوژبې کتابونوليکلو او ژباړلوته دزړه له کومې خپل چمتووالی اعلان کوي.


اووم :  تولنه دلوی خدای (ج) څخه  محترم وزير صاحب ته نور توفیق اودبرياليتوب غوښتنه کوي. داځکه چې ستاسو له خوا پيل شوې لار دخدای حقه لارده . داځکه چې د اسلام مبارک دين دلارښوونوسره سم  دخپلې مورنۍ  ژبې پالل اوعملي کول ديوه قوم او ملت نه يواځې طبيعي حق بلکه مهمه فريضه او دنده  ګڼل کيږي چې په ورځني ژوند کې يې ترسره کړي.په دې تړاو په قران شريف کې راغلي دي: (  سورت القصص ٧٦ آيت شريف  )



ژباړه :  او مه هيروه برخه خپله (  څه شی چې دتا په نصيب شوي دي  لکه مال اومورنۍ ژبه اونور ) په  دې نړې کې او مرسته کوه (له بندګانو دالله سره) لکه چې احسان کړئ دئ الله له تاسره.


 دا په دې مانا چې ژبه هم دلوی خدای (ج) دډیرونعمتونوڅخه يومهم او سترنعمت دئ  چې د بنده په نصيب رسيدلی دئ.   له پورته يادشوي مبارک ايات شريف څخه دانتيجه هم اخلو چې پخپله ژبه دوګړوتر منځ نه يوا ځې دخبرو اترو اودپوهيدلویوه وسيله ده بلکه ديوه قوم دپيدايښت سره تړلئ طبيعي حق اوځانګړئ خدايي نصيب اويومنل شوئ نعمت ګڼل کيږي. نو له دې کبله دايوه مشروع کړنلاره ده چې دغه نصيب يا برخه بايد په ملي اونړيواله کچه وروزل ښي اوورڅخه دفاع او ملا تړ وشي.
په درنښت 


په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې لیلا بله سوداخومجنون نه کا


 (خوشحال خټک)


مأخذونه :
١- خدای بښلی ډاکتراسدالله بها : افغان ولس ، لومړی ګڼه، ٢٠٠١ م کال
٢- The Ethnic composition of Afghanistan ,peschawar 1998
٣- پروفيسرډاکترګل جنان ظريف :دسولې ،يوالي اوښرڼې پيغام ، فرانکفورت ام ماين ٢٠٠٦،
ناشر:موسټ  فرلاګ
٤- دبينوا ويب پاڼه (ورځنی تودې خبرې)