کور / تازه خبرونه / د روژې په لومړۍ ورځ دوه ځانمرګي خپلو صدريو ووژل

د روژې په لومړۍ ورځ دوه ځانمرګي خپلو صدريو ووژل

د فراه ولايتي مقامات وايي د ښار په دوهمه ناحيه کي دوه ځانمرګي بريدکوونکي په خپلو صدريو وژل سوي دي.
د فراه امنيه قومندان د آزادۍ راډيو ته ويلي چي دغه پېښه نن د چارشنبې په ورځ چي د روژې لومړۍ ورځ ده، د فراه ښار په يوه مسجد کي رامنځته سوې چي مسجد ته يې هم زيان اړولى دئ.
د امنيه قومندان په وينا ځانمرګو غوښتل چي خپل چاودونکي مواد په مسجد کي ځاى پر ځاى او وروسته يې د ښار په کومه بله برخه کي د حملو دپاره وکاروي، خو خپله پر دوى چاودلي دي، چي دواړه پکښي وژل سوي دي.
امنيه قومندان ويلي د بريدکوونکو هويت نه دئ پېژندل سوئ، خو د مسجد ملا او يو بل کس له دې پېښي سره د ارتباط په خاطر نيول سوي دي.