کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۳) ايکونوميسټ

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۳) ايکونوميسټ


د ۲۰۱۰ م کال د اګست  ۱۰ مه


 



د ايـکـونـومـيسټ مـجـلـه



 


ايکونوميسټ  (The Economist) د انګلستان يوه ژوره تحلیلي  او خبري مجله ده چي په  هره هفته کي په انګرېزي ژبه په لندن کي خپريږي . دغه خپرونه په واقعي مفهوم سره د مسلطي کاپټاليسټي  اقتصاداستازیتوب کوي  او  په غرب کي و لیبرالي اقتصاد ته متمایله تر ټولو افراطي خپرونه ده  چي  د انګلستان او امريکا  د ښی اړخي سرمايې  نړۍ واله اهداف  او  افکار تبليغوي   . دغه مجله  دخپل  فکري بنياد پر بنياد   په سیاسي، اقتصادي،  تجارتي، مالي، ساينس ، تکنالوجي   او  هنري عرصو کي   په  لوړه کچه تحلیلي  خپروني لري .


 


د ايکونومیسټ مجله د کاپټاليسټي نړۍ د يوې لويي  اقتصادي   ډلي لخوا چي د ايکونوميسټ ګروپ ورته وايي (The Economist Group) پرمخ بېول کيږي .  دد ې خپروني د سرمايې نيمه برخه  د فايننشيل ټايمز په شرکت پوري  اړه لري چي د پيرسن ال سي (Pearson PLC) يوه برخه ده ، پاته يې  د هغه  ډلوپه لاس کي ده چي ځانته خپلواکه سهم لرونکي وايي  او همدارنګه  په انګلستان کي د روټشيلډ د مشهوري بانکي کورنۍد غړو (The Rothschild banking family of England) سره ده  چي کار وبار يې  زياتره    يهودان پر مخ بيايي  . د ايکونوميسټ د مجلې باصلاحيته مسؤل مدير د مديره هيئت لخوا ګمارل کيږي چي د هغوی د اجازې نه پرته يې  بل څوک او مرجع د عزل  او تبدلېدو صلاحيت نلري   .


 


د تاريخي وجهي له رويه و ايکونوميسټ ته چي په انګريزي ژبه  د  اقتصاد پوه معنی ورکوي ، د يوې ورځپاڼي په حيث کتل کيږي  حال داچي دغه خپرونه هره ورځ نه چاپيږي  او د يوې اوونيزي  خبري مجلې په توګه هره هفته  پر يوه برېښندونکي او روغني کاغذ باندي  خپريږي .داکونومیسټ په مطالبو کي سياست او نړۍ وال  تجارت   مرکزي ټکي دي او د جهاني کېدو يا ګلوبلازېشن د پروسې ملاتړ کوي، خو دتکنالوژی ، علم، د کتاب او هنر و معرفت ته هم د خپرېدو ځای لري .


 


دغه مجله په هر دوو هفتو کي يوه اختصاصي ضميمه  هم خپروي  چي د نړۍ د يوې خاصي سيمي يا د تجارت  د يوې خاصي حوزې  په هکله ژوره تحليلي څېړنه لري . د اکونومیسټ مقالې چي اغلباً په زيات تعصب سره  ليکل کيږي په ليکنو کي د ليکوال نوم نه ښوول کيږي،يعني دا چي  څوک نسي کولای په مقالو کي  خپل نوم  د ليکوال په حيث درج کړي . حتی په دې مجله کي د مسؤل مدير نوم لا هم  نه خپريږي مګر هغه وخت چي دا ضرورت پيدا سي، يا داچي د خپل ماموريت په  پای کي  نوموړی  په خپل نامه  يو څه و ليکي .


 


د ايکونوميسټ مجله د لومړي ځل د پاره په کال ۱۸۴۳ کي د  جميز ويلسن  (James Wilson) لخوا چي يو اسکاټلينډی، ليبراله سياست دان او اقتصاد پوه  وو،خپره سوه . په هغه وخت کي اقتصاديت يا   (Economism) وهغه څه ته ويل کېدله  لکه نن چي و هغه ته مالي محافظه کاري يا (Fiscal Conservatism) ويل کيږي .  ايکونوميسټ  هم د اقتصادي  لحاظه او هم د ټولنيز کردار له رويه په کلي توګه ليبراله چلند لري ، په اقتصادي او ټولنيزو عرصو کي د دولت د لاس وهني مخالف  او د آزاد تجارت او خلاص بازار څخه ملاتړ کوي ، دغي مجلې  دکال په ۱۹۸۰ يمه لسیزه کي  دسخت دريزه محافظه کارانو څخه لکه په امريکا کي د جمهور رئيس رونالډ رېګن او د انګلستان صدراعظمه مارګريت ټېچر غوندي واکدارانو څخه د فاع کوله او  د هغه نه مخکي په و يټنام کي  د امريکې د جګړې  ملاتړ کونکې وه .  د همجنس بازيويا (Gay Marriage) څخه چي يو اخلاقي ضد بدعت دئ، هم ملاتړ کوي  .


 


په ايکونوميسټ کي تر ټولو  قوي مقالې د خپروني په پيل کي د Leaders ترعنوان لاندي خپريږي . دغه لیکني  په عين  حال کي چي مختصري دي خو د خپل  تخصص له پلوه   مغزن اطلاعات هم پکښې ځای دي . 


د اکونوميسټ د سرمقالو هر ستون و يوې خاصي حوزې ته مختص سوی دئ . ددې ستونو نومونه دهغوی د محتوی ښکارندويي کوي . د انګلستان داخلي خبرونه او موضوعات د بګهوټ (Bagehot )  په ستون   کي شنل کيږي . دغه نوم د والټر بګهوټ (Walter Bagehot) د نامه څخه اخيستل سوی دئ چي په  نولسمي پېړۍ کي د انګلستان د اقتصاد او اساسي قانون د کارپوهانو څخه وو، نوموړی بيا  د اکونوميسټ د مجلې اولنی مسؤل مدير هم وو.  دغه ستون  په  انګلستان پوري  تړلي   خبرونه  او  حالات په بر کي لري   .  د چارليمان  (Charlemagne) په نامه ستون  و  مشهوره چارليمان ته اشاره ده چي په منځنۍ پېړۍ کي د فرانکانو د امپراتورۍ   بنسټ ايښودونکی وو . په دغه ستون کي  خاصتاٌ د اروپا  مسائل  څېړل کيږي .  د لګزنګټن (Lexington) په نامه  يو بل ستون  چي  د امريکا د ماساچوسټ په ايالت کي د يوې سيمي نوم دئ . دغه سيمه  په اتلسمه پېړۍ کي د امريکا د خپلواکۍ د جګړو د شروع کېدو سیمه وه ‏. په نوموړی  ستون کي بیا د متحده ایلاتو  امورات را سپړل کيږي . بل ستون   د بټن ووډ (Buttonwood) ستون  دئ چي د نيويارک دوالسټريټ په جاده کي د يوې  درختي و نامه ته نسبت ورکول  کيږي چيري  چي د لومړي ځل د پاره  به هلته سوداګر او تجاران سره راټولېدل  . دغه ستون هم د امريکا  و مالي مسائلو ته وقف سوی دئ  .


 


د ايکونوميسټ په اينټرنيټي شبکه کي د هفتې اهمي موضوعګاني  را ټوليږي  او د  کال ۱۹۹۷ راهيسي د خپلو خپرونو  ټول  آرشیف  هم  پکښې خوندي  سوی دئ .


 


په داسي حال کي چي اکونوميسټ مجله  په شپږو هيوادو کي خپريږي خو د تيراژ  په سلو کي ۸۳ يې د انګلستان څخه د باندي خرڅيږي ، ددې خپروني  تيراژ په هفته کي د يو ميليون او ۶ لکه نسخو په شاوخوا کي دئ چي نيژدې نيمايي برخه يې په شمالي امريکه کي توزيع کيږي .  په  اروپايي هيوادو کي  هم خپل زیات شمېر مخاطبان لري او څه ناڅه ۱۱٪ يې په اسیا کي خرڅيږي .


 


د هغه څه نه پر خلاف چي د يوې خبري مجلې څخه څوک تمه لري د ایکونوميسټ د مجلې تحليلونه او مقالې  سطحي ندي بلکه دهغوی په متن  کي د ژورو څېړنو مجموعه   پرته ده چي   زیات معلومات او پرحجمه ارقام او اطلاعات پکښې را ټول سوي دي .   داکونوميسټ مجله د هغو کسانو د زیاتي پاملرني وړ ده  چي په ټولنه کي يې کردار رغنده تأثير لري ، هغوی چي ځانونه د سياست د بازيو مهمي مهرې او ددې ميدان  اصلي بازيګران  ګڼي . د دې  د مجلې  مقالې  په ظاهره  زياتي تخصصي او مسلکي ښکاري خو د موضوعګانو څېړنه يې په ډېره سلیسه او روانه  ژبه روانه ده  چي و خپلو اهدافو ته يې   د لوړي سويې د تحصیل يافته ګانو سره يوځای    غیر مسلکي مخاطبان   هم ورته را  جذب کړي دي .   


 


مأخذونه او منابع :


http://www.economist.com


http://en.wikipedia.org/wiki/The_Economist


http://en.wikipedia.org/wiki/Rothschild_banking_family_of_England


http://en.wikipedia.org/wiki/James_Wilson_(UK_politician)


 


ددې لړۍ خپرې سوي برخي :


۱ –سريزه 


۲- هندو


۳- فرانس پريس


۴- الاهرام


۵- رويټر


۶- اسوشيېټيډ پريس


۷- ايتارتاس


۸- يونايټيډ پريس انټرنيشنل


۹- بي بي سي


۱۰- شينهوا


۱۱- واشنگټن پوست


۱۲- نيويارک ټايمز


۱۳- وال سټريټ ژورنال


۱۴- سي اين اين


۱۵- شپيگل


۱۶- لومونډ


۱۷- الجزيره


۱۸- يوميوري شيمبون


۱۹- اساهي شيمبون


۲۰- فايننشييل ټايمز


۲۱ –  ټايمز آف اينډيا


۲۲ – ګارډين


۲۳ – د اکونوميسټ