کور / هراړخیز / مکه معظمه به له بيګ بن څخه شپږ ځله غټ ساعت ولري

مکه معظمه به له بيګ بن څخه شپږ ځله غټ ساعت ولري

له  de week  څخه ژباړه:
               
په سعودي عربستان کې يو هوټل د مکې معظمې تر څنګ جوړ شوې چې ساعت به يې شپږ ځله
 د لندن له Big Ben بيګ بن   څخه غټ وي او له اولس کيلومترو  واټن ځخه به د ليدلو وړ وي.


د نوموړي هوټل برج هم  د ٨١٧ مترو په لوړوالي سره  په نړۍ کې دوهم برج دې، له خليفه برج څخه وروسته چې ٨٢٨ متره لوړوالې لري او په  دوبۍ کې دې. د نوموړى  برج يوه برخه د جون په مياشت 
کې پرانستل شوي او ساعت به يي د رمضان د مياشتې په لومړۍ نيټه  په ګرځيدلو پېل وکړي.        


دغه ساعت به ٤٥ متره اوږدوالې او  ٤٣ متره سور ولري او د نوموړى ودانۍ  له اوو برجونو  څخه به
تر ټولو لو ړ برج کې له ورايه ښکاري.  نوموړې ساعت به د شپې له خوا د ١٧ کيلومترو  په واټن او د ورځى له خوا د ١٢ کيلومترو په واټن د ليدلو وړ وي.                                                             


د دى هوټل مالک تصور کوي چې له دې وروسته به د نړې يونيم مليارد مسلمانان دانګلستان د ګرنويچ
 معياري وخت پر ځاي د اسلامي معياري وخت څخه کار واخلي. همدارنګه اسلامي پوهانو او روحانيونو هم غږ کړى چې په سعودي عربستان کې د مکې معظمى وخت دې د ګرنويچ د وخت پر ځاى معياري وګڼل شي.


د يوه مسلمان جيولوجي پوه له نظره يو وخت انګليسانو لندن ته څيرمه د ګرينويچ ښارګوټې وخت،  د نړۍ لپاره معيار ګرځولې خو اوس دا وخت رارسيدلې چې بدل شي او مکه به له مقناظيسي شمال سره په ډيره ښه کرښه موقعيت ولري.                                                                                                         


په  اسلامي نړۍ کې د زيات درناوي وړ  روحاني شيخ  يوسف القرداوي  په دي نظر دي چې، عصري پوهنو هم  ښودلى ده چې مکه د نړۍ رښتينې مرکز دې.