کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زرداري ته دې دخپل سر خیرغواړه !

زرداري ته دې دخپل سر خیرغواړه !

وروسته له هغې چې د ويکي ليکس انټرنټي پاڼې  دامریکا دپوځ دزرګونومحرمو اسنادوصندوق افشا کړ ترهرڅه زیات په کې دافغانستان په جګړه کې دپاکستان دلاس وهنې په اړه زیات شواهد اواسناد رامنځ ته شول .


په دغه اسنادو او شواهد کې ترټولو زیات دپاکستان دجاسوسی ادارې دپخوانی مشر جنرال حمیدګل نوم په تکراری توګه ذکر شوی دی.
 که څه هم اوس ټوله نړۍ په دې قناعت کوی چې په افغانستان کې دروانې جګړې د دوام پلاونونه په بهر کې جوړیږی خو بیاهم دادی اوس پاکستانی مشرانو داسې یوه غوغوا جوړه کړې چې کله په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ماتې خبرې کوی اوکله هم دافغانستان دتجزیی او…..
 
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د فرانسې لي مون ورځپاڼې ته ویلی چې ، نړيوال ائتلاف له وړاندې د عامو افغانانو د زړونو او ذهنونو په ګټلو کې پاتې راغلى دى او روانه جګړه بایلی .


فکر کوم چې زرداری نشه کړې اویایی هم دافغانانو تاریخ نه دی مطالعه کړی ، زرداری ته په کار ده چې دهرڅه نه وړاندې باید دخپل ګاونډی (افغانستان) تاریخ مطالعه کړي اوکه د مطالعې وخت نه لری په دې بې شمیره جاسوسانو کې نه شي کولای چې دافغانستان له وضعیت اوتاریخ نه ځان خبر کړي داخو یوڅرګند حقیقت دی په افغانستان کې دتېرو نهو کلونو جګړې کومه خاصه لاسته راوړنه نه درلوده پرته له دې چې په زرګونه بیګناه افغانان  په کې ووژل شوی او داهم روښانه خبره ده چې د بهرنیو پوځونوپه واسطه دې هیواد کې د سولې ټينګښت یوناولی پلان دی او په دې پردیو سرتیرو دافغانستان دامنیت مسله نه شی حل کیدای .


 په افغانستان کې هیڅ  یرغلګر یاپه ادبې اصطلاح هیڅ میلمانه له ماتې پرته بل سوغات له دې هیواده له ځان سره نه دي وړی، دا که  پرون وو اوکه نن ، دانیږدې انګریزان چې تراوسه یی ستاسو په ملک(پاکستان ) کې قانون چلیږی وپوښته اوکه له هغوی څخه پوښتنه نه شی کولای ترې وېرېږې یاشرمیږی  بیا د پرونیو روسانونه تپوس  وکړه په عامیانه ژبه به درته ووایم چې پته درته ولګیږی .
اوبل دې خبرې ته فکر کوم حاجت نشته چې څوک يي وکړی چې په افغانستان کې غربی ټلواله له ماتې سره مخ ده ځکه داخپله د ټلوالې غړی هره ورځ اعلانوی او وایی چې د جګړې له لارې په افغانستان کې د امن رامنځ ته کول خورا ناشونی دی ، که له بلې خوا ورته وګورو نوته د ټلوالې د قوماندانانو پتروس خیلو اومکرسټل خیلو پلانونه هم وګوره چې خپله هم مفتیان دی او هم قاضیان دی اوهم څارنوا لان چې وغواړی څوک په تور لست کې شامل کړی اوکه وغواړی څوک په سپین لست کې شامل کړی بس ددوی په لاس کې دی هرڅه چې کوی خوداباید په ډاګه  ووایو چې داهرڅه له مجبوریته کیږی که چیرې دوی له ماتې سره نه وای مخ شوی نو هیڅکله به یی په تورلست کې شامل افغانانوته د خپلو مفتیانو فیصله نه وای شوې .
 ستاپه ژبه (غربیان ) داهغه غربیان دی چې په شور او زوږ سره یی پر۲۰۰۱ لمړی کا ل کې پر افغانستان برید وکړ تراوسه چې دادي نهه کاله تیریږی دوي هغه امنیت چې افغانانودرلود هغه  یی ترې  واخیست اوپرځای يي داسی داور لمبې ورته  بلې کړې چې دادی اوس یی تاسو هم په اړه تبصرې کوی .
داخوپریږده چې دلته جګړه ده ، ستا په حال مې ژړاده چې تابه ټول عمرد بل په کور کې داورلمبې خوښولې او هغه اور به دی تازه کاوه خودادی هغه اور ستا کورته درغلی دی.
که ته غواړی چې ځان له دغه اور څخه وساتی نو لږ خپل ګریوان ته سر ټیټ کړه دهمدې غربي ټلوالې  ته خو تاسولارې او مشورې  ورکړې تاسو پر موږ مسلط کړل ستاسو هلې ځلې وې چې تردې ځایه مو راورسول ،که نه نو تاسو کولای شواي ورته ویلی مو وای چې دا افغانان دی دوی هیچاته نه تسلمیږی ،هیڅکله چاته سر نه ټېټه وی .
زرداري د بريتانيا د لمړی وزیر ډېوېډ کامرون سره ترلیدوه دمخه هم په هغه برید وکړ اوپر هغو څرګندونويي انتقاد وکړ، چې ويلي يې وو، پاکستان له طالبانو سره نژدې اړيکې لری زرداري بريتانيا ته تر سفر مخکې دغه خبرې په فرانسه کې کړې.
پاکستانی ولسمشر ځکه داسې په غوصه لندن ته لاړ چې يوه اوونۍ مخکې د بريتانيا رلمړی وزیر کامرون  ويلي وو چې په پاکستان کې ځينې کړۍ شته چې له طالبانو سره هم لار لري او له نړيوالې ټولنې سره هم اړيکې پالي.