کور / شعر / غزل

غزل

غزل
نن مې زړه یو څه آرام ؤ خو ځیګر کې مې اور بل ؤ
په کابل کې هر څه سم خو پیښور کې مې اور بل ؤ
په شمال کې پسرلی ؤ هرې خوا میلې میلې وې
خو مشرق کې جوړ ماتم ؤ په سپین غر کې مې اور بل ؤ
چې به هر مازدیګر ډک ؤ په پیغلوټو
نن خوره پرې چوپتیا وه په ګودر کې مې اور بل ؤ
ډک جامونه ؤ د میو د رندانو شور ماشور ؤ
زه له تندې شوم سرسامه په کوثر کې مې اور بل ؤ
ماښامی بس اوس ماښام وي مازدیګر خو مې ونه لید
نه روژه کې دي څه پاتې په اختر کې مې اور بل ؤ
څوک غلط شو په محفل کې د جانان نوم یې را یاد کړو
په والله چې آن د زړه پدغه سر کې مې اور بل ؤ
دا شعر نه ؤ بس ملګرو د “عاشق” د زړه نعره وه
نن عجیبه شانتې ورځ وه په هنر کې مې اور بل ؤ.