کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / روح څه شی ده ؟ (۱)

روح څه شی ده ؟ (۱)

(روح د اسلام له باوره)

د اسلام په نړۍ لید کې انسان له دو شیاو څخه جوړ شوی دی یو له ښه اوډیر  لوړ  معنوی شی یاني د خدای (ج) له روح څخه  اوبل له کښته او ډیر ټیټ مادي   شي  یاني له بد بویې خټې څخه جوړ شوی دی.
د اسلام له انده خدا(ج) نه جسم لري نه روح او روح د خدای سره یو تشریفي اضافه ده لکه  چې وایو: کعبه د خدا کور دی .یاد روژې میاشت  د خدای میاشت ده.  همداسې یو ګرانه ،باشرافته او عظمته روح د خدای (ج) روح بلل شوې ده چې په  انسان کې پو( پف) شوې ده.
په قران  کریم کې دنړۍ په پیدایښت کې دوې پدیدې لیدل کیږي یو «خلق» چې په علل او اسباب  تړلی دی ، زمان او مکان غواړي او په تدریج سره د ودې لاره بشپړوي اوبله پدیده « امر» دی چې د هغه اړیکې له پاک خدای سره دی په هغه کې تدریج نشته یوازې د خدای په اراده  په آني ډول موجود یږي په هغه کې اسباب او مادي وسایل دخل نه لري.
روح د خدای (ج) لخوا  یو مجرد او محقق موجود دی، جسم نه دی ځکه نه وېشل کیږی ؛ روح نه ښکاري ځکه  خپل ځان نه لري ، ځان چې انساني اصل دی چې دهغه مکان دی  او ټول د بدن غړي د هغه تابع دي.
په قران کې نه دي ویل شوي چې په روح ژوندي یو او چې مړه شو روح له بدنه وځي او په قیامت کې د روح او بدن  د یو ځای کیدو  خبرې هم  نه دي شوي
په قران مجید کې د روح کلمه( ۲۱) واري تکرار شوې ده  چې بیلې بیلې ماناوي لري.

په قرانکریم کې د روح په هکله مالومات

د اسرا‌ء دسورې په  « ۸۵» مبارک آیت کي راغلي دي.
«وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلاً»
 ژباړه :  او پوښتنه کوي له تا( ای محمده!) د روح په هکله ووایه چې روح له امره د رب زما ده او نه ده درکړی شوی تاسو ته له علمه څخه مګر لږه)
 بشر په دې برخه کې بېله ځینو روایاتو بل څه نه لري هغه هم د روح صفتونه دی
دا چي  دروح منشا څه شی ده؟
 خدای (ج) فرمايي: د روح مبدا د خدای فرمان دی لکه لمر چې د خدای (ج) په فرمان پر ټولو شیانو  روښنايي کوي دقران  کریم له نظره  روح  د عالم په وجود کې موقعیت  لري اود هغه  اغېزې او خاصیتونه  ښکاره ، ډیر بدیع او عجیب دی او انسانان د هغه بې خبره دی.
 مرحوم «بحراني» ددې تفسیر په هکله له امام باقر(رض) څخه نقل کوي چې هغه  ویلي دی« ددې مبارک آیت  مانا دا ده چې لږ خلک په روح  پوهیږي»
ځینې  علما وایي د روح کلمه د ژوند مبدا ده چې ځان یا سا لرونکي  په هغه سره توانیږي ارادي احساس او حرکت وکړي   ، له روح څخه موخه دلته  هغه نفس ناطقه دی چې د هر انسان په جسم کې وجود لري او د هغه وجود د خدای لخوا په هغه تړلی دی لکه ،چې د  یس د سورې په( ۸۲) مبارک آیت کې راغلي دي
“..اِنَّما أَمْرُهُ إِذا أَرادَ شَیئا أَنْ یقُولَ لَهُ كُنْ فَیكُونُ”
 ژباړه :(بیشکه همدا خبره ده چې امر د الله هر کله چې اراده وفرمایي د یو شی دا دی چې وفرمایي هغه ته چي شه نو ( جوړ) شي)
د خدای (ج) امریاني د هستي ایجاد دی، چې د خدای لخوا په روح تړلی دی او دا موجود په خدای (ج)تړلی او د هغه په امر پیدا شوی دی چې  بل علل او اسباب نه لري.
پاک خدای په ځینو  مبارکوآیتو کې په انسان کې  روح خپله ګڼلې ده  او دا د خدای (ج) ډالۍ انسان ته ده لکه چې د آدم (ع) د خلقت په هکله دحجر د سورې( ۲۹) مبارک آیت کې داسې راغلي دي.
“فَإِذا سَوَّیتُهُ وَ نَفَخْتُ فِیهِ مِنْ رُوحِی…»
 ژباړه : (نو کله چې برابر مې کړ دغه (بشر) او پو مي کړه په ده کښي له روح خپله)

دسجدې د سورې په(  ۹ )مبارک آیت کې راغلي  دي:
«ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ …»
ژباړه:(بیا یې برابر کړ(قالب د) هغه او پو کړ په دغه کښی له روح خپله)
له دې مبارکو آیتونو څخه مالومیږي، چې د بشر خلقت په دو شیانو  یو جسد( دغوښې، وینې او هډوکو ) اوبل د روح( نفس ناطقه ) څخه جوړ شوی دی
دا چې خدای تعالی روح د ځان بللی ده  یاني  دا روح ډیره شریفه ده چې له علوی اوقدسی عالم څخه په بدن کې پو (پف )شوی ده.
په دې دواړو اخیرو  مبارکوآیتونو کې چې دانسان د روح په هکله دی د «من» کلمه راغلې ده یاني د پيدایښت مبدا د خدای (ج) لخوا ده او ددې ایجاد   نوم يي «نفخ» یاني پو کول ایښي دی.
داعراف د سورې په   ۵۴ مبارک آیت کې راغلی  دي ،چي  پيدایښت او امر دالله (ج) کار دی
“…اَلا لَهُ الخَلْقُ وَ الأَمْرُ…”.
 ژباړه : (خاص) الله  لره دی پیدا کول او امر)
دمؤمنون  د سورې په( ۱۴-۱۲) مبارکو آیتونوکي راغلي دی:
«وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن سُلالَةٍ مِّن طِينٍ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ
ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا
 الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ»
ژباړه : ( په تحقیق پيدا کړی  موږ انسان له خالصو خټو نه بیا کیښوده  موږ دغه ( نطفه) په یو ټینګ ځای  کې بیا وګرځوله دا نطفه ټوټه د وینو بیا وګرځوله هغه  یوه وړه بوټئ دغوښو بیا وګرځوله هغه موږ هډوکی بیا ور واغوستل هغه ته غوښه بیا می پيداکړ دی په پيدایښت بل ،نو ډیر لوی دی شان د الله چې ډیر ښه پیدا کوونکی دی)
په دې مبارک آیت شریف کي  لیدل کیږي، چې قران کریم   د روح د پدیدې پيدایښت د یومتفاوت کیفیتي عنوان د پخوانی پړاوو سره را پيژندلی  دی یاني جنین ژوندی دی او وده  کوی او هر وخت چې یې وده تکمیله  شوه او د زړه جوړښت يي بشپړ شو نو په  دربی( ضربان )پيل کوي چې د بدن غړي بشپړ شی بیا د روح یا نفس سکالو رامنځ ته کیږي چې دا امری کیفیت تعبیر شوی دی
د خلقت په  پيل کې  آدم  ذکر شوی چې د هغه اړیکې له خاورو سره وې چې خاوره  یو اسباب بیان شوی  دی بیا د هغه وجود بېله  دکوم شی سره  د اړیکې لرلو پرته  د «کن« یاني  شه! امر  ذکر شوی دی.
 دلته  خلقت په تدریج او ورو ورو بشپړ شوی دی  خو د روح پو کول غیر تدریجی  آنی صورت نیولی دی .

نور بیا