کور / اسلامي / د روژې درېیمه ډالۍ

د روژې درېیمه ډالۍ

ګرانو او قدرمنو دوستانو ، السلام علیکم !
غواړم د روژې د مبارکی میاشتی په مناسبت هره ورځ د پند او عبرت یوه یوه لنډه قصه درته ډالۍ کړم . هیله ده چی لوستل یې ستومانیزه نه بلکی هڅونکی وی . نو دا هم د روژې د درېیمی ورځی قصه :
 
اسلام په صداقت سره خپور سو

اسلام اصلأ په صداقت او رښتیا ویلو سره خپور سوی دی .  ډیر پخوا یو خورا صالح او زاهد مسلمان لویه مغازه درلوده او خپلو کارمندانو ته یې هدایت کړی و چی که هر شی خرڅوﺉ نو د مثبت تر څنګ یې منفی اړخ یا عیب هم ( د شتون په صورت کی ) ورته وایاست او خپلی غاړي خلاصوﺉ .

په دې ترڅ کی یوه ورځ یو یهودي مغازې ته راغی ، یو کمیس یې خوښ کړ او هغه یې رانیوﺉ . خو مؤظف نفر د کمیس عیبونه ورته و نه ویل ، ځکه د دکان مالک هغه ورځ نه و راغلی ، او دا خبره د ده هېره سوه . یهودي هم کمیس رانیوﺉ او ولاړﺉ .

د دکان مالک چی راغی او په دې قصه خبر سو ، نو وخښمېد او پر نوکر یې ډیر منت وکړ چی ولی  یې یهودي ته د کمیس منفی شیان نه دي ویلی . مالک مجبور سو چی په هغه یهودي پسی وګرزي . باالاخره معلومات ورکول سول چی هغه د فلانۍ قافلې سره پر فلانۍ خوا ولاړﺉ .

پسله درو ورځو یې هغه قافله او هماغه یهودﺉ وموند او داسی یې ورته وویل : اې فلانیه ، تا زما د مغازې څخه فلانی کمیس رانیولی دی . خو په هغه کی یو عیب دی او زما شاګرد نه دی متوجه سوﺉ چی زما د ټینګار سره سره یې د هغه نقص درته ویلی وای . نو دا پیسې دې بیرته واخله او هغه کمیس راکړه .

یهودي ورته وویل چی ته څه شي تر دغه ځایه راوستې ؟ صالح سړي ورته وویل چی : اسلام او د پیغمبر (ص) خبري تر دې ځایه راوستم چی داسی فرمایی : « من غشنا فلیس منا » ( یعنی : هر څوک چی تقلب وکړی زموږ څخه نه دی ) .

یهودي هم په ځواب کی ورته وویل : هغه پیسې چی ما د دې کمیس لپاره درکړي دي ، جعلی او ساختګی دي نو اوس ته هم د هغه جعلی پیسو په بدل کی اصلی پیسې واخله او تر هر هغه شي چی ته یې انتظار کوې ، ښه شیً درکوم ، یعنی « اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدأ عبده و رسوله » !
هو ، پر دغه یهودي د اسلام صداقت عظیم تأثیر وکړ او ځای پر ځای مسلمان سو . په رښتیا چی اسلام په صداقت سره خپور سوی دی . الله دې یې پیروان بیرته هماغه حالت ته ستانه کړي .