کور / تازه خبرونه / په وردګو کی خلکو د امریکا پر ضد مظاهره وکړه

په وردګو کی خلکو د امریکا پر ضد مظاهره وکړه

اسوشیټیډ پریس لیکی چی نن د وردک ولایت په سید آباد ولسوالي کی څه باندی ۳۰۰ خلک واټونو ته راووتل او د امریکایی پوځ پر خلاف یې لاریون وکړ .پیښه د زرین خېلو په کلی کی د امریکایانو لخوا په یو کور کی د درو وروڼو د شهیدانولو په خلاف رامنځته سوه . امریکایی کوماندوګان د دغو کسانو کور ته ورننوتل او هغوی درې واړه یې وویشتل . خلک وایی چی هغوی ملکی کسان وو خو امریکایان وایی چی یا ، هغوی زموږ د مخبرانو د راپورورنو له مخی طالبان وو .
مظاهره چیانو د « مړ دې وی امریکا ، مرده باد امریکا » شعارونه ورکول او ډیر خښمېدلي وو .