کور / سپورټي / کرکيټ انټرکانټننټل : افغانستان سکاټلينډ

کرکيټ انټرکانټننټل : افغانستان سکاټلينډ

پرون د سکاټلینډ په وخت د سهار ۱۱ بجې او د افغانستان په وخت د ماسپښین ۲:۳۰ بجې د سکاټلینډ سره د افغانستان د څلور ورځینۍ سیالۍ لومړۍ ورځ لوبه وشوه، پچه د سکاټلینډ لوبډلې وګټله خو د خپل پلان سره سم يې افغان لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.


افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې لپاره کریم خان صادق او نورعلي ځداران ورولیږل، لوبې ښه پېل درلود نورعلي ځدران په ۳۸ توپونو ۳۶ منډې وکړې او د ویکټو تر منځ په منډه کې وسوځید، کریم خان صادق پنځوسیزه ووهله، په ۱۳۵ توپونو يې ۶۷ منډې جوړې کړې بیا د سکاټلینډ لوبغاړي سمیث کیچ کړ او وسوځید.


محمد شهزاد محمدي پنځوسیزه ووهله، په ۹۰ توپونو يې ۵۴ منډې جوړې کړي او بیا یې کیچ د کریم صادق په څېر سمیث واخست.


د شهزاد پسې نوروز منګل توپ وهنې ته راغی په ۷۳ توپونو یې ۲۹ منډې جوړې کړي او فلینینګن د کیچ په نیولو وسوځید.


اصغر ستانکزی لا ولاړ دی په ۱۲۲ توپونو يې ۸۸ منډې جوړې کړي نن به ګورو چې څه کوي.


محمد نبي عیسی خېل په ۲۶ توپونو ۱۰ منډې وکړي، په ۲۶م توپ لوبڅار ګوته جګه کړه چې البې ډبلیو دی وسوځید.


سمیع الله شینواری لا ولاړ دی تر اوسه یې په ۹۵ توپونو يې پنځوسیزه وهلې او نن به بیا توپ وهنې ته د اصغر ستانکزي سره راوځي.


د افغانستان د ملي لوبډلې د لومړۍ ورځې د منډو کارډ په لاندې ډول دی:































































شپږیزې


څلوریزې


توپونه


منډې


څنګه وسوځید


لوبغاړی


 


۱۰


۱۳۵


۶۷


کیچ


کریم خان صادق


 


۶


۳۸


۳۶


د ویکټو تر منځ په منډه کې


نور علي ځدران


۱


۶


۵۴


۹۰


کیچ


شهزاد محدي


 


۳


۷۳


۲۹


کیچ


نوروز منګل


۳


۶


۱۲۲


۸۸


لا ولاړ دی


اصغر ستانکزی


 


۱


۲۶


۱۰


البې ډبلیو


محمد نبي عیسی خېل


 


۶


۹۵


۵۰


لا ولاړ دی


سمیع الله شینواری


ټولې منډې:  ۳۴۹


اضافي منډې:  ۱۵


 


نن د سکاټلینډ په وخت د سهار په ۱۱ بجو او د افغانستان به وخت د ماسپښین به ۲:۳۰ بجې افغانستان د انټر کانټینټل د څلور ورځینۍ سیالۍ دویمه ورځ لوبوي، افغانستان ۳۴۹ منډې کړي او ۵ لوبغاړي يې له لاسه ورکړي، اصغر ستانکزی په ۸۸ او سمیع الله شینواری په ۵۰ منډو ولاړ دي نن به بیا لوبې دوی دواړه پېل کوي.