کور / تازه خبرونه / امريکا: د ويکي ليکس نوي اسناد ډېر خطر پېښولائ سي

امريکا: د ويکي ليکس نوي اسناد ډېر خطر پېښولائ سي

د امريکا د دفاع وزارت ويلي د ويکي ليکس ويبپاڼي له خوا د افغان جنګ د نويو رازونو رسواينه به تر پخوانيو هغو ډېره خطرناکه وي.
ويکي ليکس پرون اعلان وکړ چي په پام کي لري د افغانستان په باب د امريکا ١٥٠٠٠ پاتي استخباراتي اسناد هم نړۍ ته رسوا کړي.
د ويکي ليکس له خوا پخواني خپاره سوي اسناد تر ډېره د طالبانو او پاکستاني استخباراتو ترمنځ پر پټو معاملو راګرځېدل، خو اوسنيو چي يې امريکا ډېره وارخطا کړې په افغانستان کي د امريکا د مخبرانو او امريکايي پوځيانو له خوا د ولسي وګړو پر وژنو راڅرخي.