کور / سياسي / د افغانستان د تجزیه کولو بی بنیاده طرح (عبدالباري جهاني)

د افغانستان د تجزیه کولو بی بنیاده طرح (عبدالباري جهاني)

 


نوميالی شاعر ، ليکوال او تاريخ ليکونکی عبدالباري جهاني د موضوع په اړه د افغانستان د سياسي چارو څېړونکی ، حقوقپوه ډاکټر محمد عثمان روستار تره کي سره مرکه





  د روان کال د اګست د میاشتی پر لسمه نیټه مي په انټرنیټ کی یو مضمون په سترګه سو، چی د افغانستان د تجزیه کولو په منظور د متحده ایالاتو د، په اصطلاح ، سیاسی مبصیرینو نظریات پکښی راغلی وه. په دی لړ کی په هند کی د امریکا پخواني سفیر  رابرټ بلک ویل ویلي دي چی موږ دا منو چی طالبان به بالاخره د افغانستان د جنوبی پښتون نشینو سیمو کنترول تر لاسه کړی. مګر واشنګټن باید دا خبره یقینی کړی چی شمال او لویدیځ د افراطی جهادیانو لاسونو ته ونه لویږی. امریکا باید د خپل هوایی طاقت، خاصو قواوو ، د افغانستان له پوځ او د امریکا سره د موافقو ملتونو!! د قوت ځخه کار واخلی. ښاغلی بلک ویل زیاتوی چی دافغانستان تجزیه کول به تر ټولو ښه لاره نه وي خو واشنګټن د خپلو ملی حیاتی ګټو د ساتلو د پاره تر دغه ګټوره  لاره نه سی اخیستلای.
          د امریکا په خارجه وزارت کی ځینی نور خواخوږي، سټیفن بایډل، فوټینی کریسټیا او الیکزانډر تایر د افغانستان د بشپړی تجزیی طرفداري نه کوی بلکه وایی چی مرکزی حکومت دی کمزوری کړه سی او په بدل کی دی قدرت محلی حکومتومنو ته ورکړه سی. دوی استدلال کوي چی په افغانستان کی د قوي مرکزی حکومت ټینګیدلو چندانی نتیجه نه ده ورکړی او،د دوی په اصلاح ، محلی مشران به د هغه مشروعیت او قانونیت په رسمیت ونه پیژني. البته د امریکا ددفاع په وزارت او خارجه وزارت کی ددې دواړو نظریو مخالفین هم سته او ځینی یی وایی چی د افغانستان روانه ستونزه یوازی له پوځی لاری نه حلیږی او باید چی د حل  د یوی سیاسی لاری په لټه کی سو. او ځینی ، چی د ډیویډ پیټریوس په څیر سرزوري دي، وایی چی لومړی باید طالبانو ته د جنګ په میدان کی زور وښیو او بیا نو خبرو ته ورسره کښینو. د دی کسانو په عقیده ګواکي د سولي تر ټینګیدلو پوری لا ډیری خونړی پیښی او جنګی عملیات په مخ کی لرو.
         اوس نو سړی نه پوهیږی چی لویدیځه نړی څرنګه د هغو ستونزو حلولو ته حیرانه پاته ده چی ټولی یی پخپله منځته راوړي دي. د افغانستان او منځنی اسیا د چارو غربی ماهران او استادان هر یو په خپل وار یو کتاب خبری کوي، خو په پای کی یو هم یوی منطقی نتیجی ته نه وی رسیدلی. په دی څه باندی شلو کالو کی د افغانستان په باب څه باندی دوه سوه کتابونه لیکل سوي دي. د مقالو او رپوتونو شمیر یی یوازی خدای تعالی ته معلوم دی او مالی لګښتونه خو یی موږ په سترګو وینو چی نتیجه یی د افغانستان د کلیو او ښارونو تباهي او د بیګناه پښتنو د سرونو او مالونو تالان او د داړه مارانو او لویدیځی نړی  د نازولو د جیبونو او بانکونو ډکیدل دي.
        د امریکا او لویدیځی نړی د افغانستان د چارو ماهران چیغی وهی چی په افغانستان کی د ټولو بدمرغیو او په نتیجه کی د طالبانو د تحریک د غښتلی کیدلو اصلی علت جنګ سالاران، جنایتکاران او فاسد مامورین دي.
        اوس نو له دوی څخه څوک پوښتنه وکړی چی جنګ سالاران خو تاسی په لوی لاس په کابل کی قدرت ته ورسول او د هغوی په وسیله مو د ډاکتر نجیب الله رژیم نسکور کړ او د کابل تباهی او قتل عامونه مو د سر په سترګو لیدل او هیڅ مو نه ویل.دا خو هغه جنګ سالاران وه چی تاسی ته یی تر بل هر چا مفصله سوانح معلومه وه. کله چی مجاهدین په کابل کی قدرت ته  ورسیدل نو د غربیانو په اصطلاح بنیاد ګرایانو او اعتدال خوښونکو مجاهدینو په یوه سلا ، د افغانستان په ټولو برخو کی هغه جنایتونه وکړل چی د هیواد په تاریخ  کی یی سابقه نه درلوده او خدای دي بیا هغه ترخی ورځی نه تکراروی.
       د مجاهدینو د تنظیمونو د جنایاتو، قتلونو، تباهیو او بی عفتیو په مقابل کی خلکو د طالبانو هرکلی وکړ. خلک پر طالبانو مین نه وه بلکه د مجاهدینو څخه د نجات پیداکولو د پاره بله هیڅ لاره موجوده نه وه.
       غربیانو د کال ۲۰۰۱ د نوامبر په میاشت کی د طالبانو د نظام د چپه کولو لپاره یو ځل بیا د پخوانیو داړه مارانو، جنګ سالارانو، قاتلانو، د مخدره موادو د قاچاقبرانواو د افغانستان د خلکو د سر، مال او ناموسس د غلیمانو لښکری جوړي کړې. غربیانو همدغو قاتلانو ته، چی تر پخوا سل چنده قهریدلي او خروړي سوي وه، د افغانستان د چارو ټول واک او اختیار ور تسلیم کړ. نتیجه له لومړۍ ورځی معلومه وه.او نن هغه حالات دي چی ټول یی په چاره پوری حیران دي.
        د طالبانو په حملو کی د غربی قواوو،  حکومتی عسکرو او ملکیانو تلفات ورځ تر بلي زیاتیږی. که طالبانو په غرونو او دښتونو کی له امریکایانو او یا حکومتی قواوو سره جنګونه کولای نو موږ به هغه له طالبانو سره د امریکا او د افغانستان د ملی پوځ جګړه بللای. خو هغوی ،برعکس ، د افغانستان په ښارونو او کلیو کی د حکومتی او خارجی قواو سره جنګیږی. اولسی خلک یا د مجبوریت او وېری له مخی، یا د خارجی قواو سره د دښمنی او له هغوی څخه د نفرت له مخي او یا د افغانستان له اوسني نظام څخه د مایوسیت له مخی ظالبانو ته یا په خپلو کلیو او بانډو کی ځای ورکوي او یا لږترلږه د هغوی په نیولو کی د چارواکو سره همکاري نه کوي. په ټولو صورتونو کی دا، له طالبانو او ټروریسټانو سره نه،  بلکه له اولس سره د خارجی قواوو او حکومتی نظام جګړه ده. او له اولس څخه د جګړې ګټل که غیر ممکن نه وی نو غیر ممکن ته نیژدې خبره ده.
           د غربی مطبوعاتو له اکثرو تبصرو او د لویو حکومتی چارواکو له اندیښنو څخه په څرګنده ښکاری چی  لویدیځی نړۍ د افغانستان جنګ بایللی دی. هغوی باید یو څه ووایی . لوی قدرتونه عادت نه لری چی خپله ملامتي ومني. د زورور اوبه مخ پر لوړه خیژی. له دوی څخه ورکه ده. یو څوک باید ګناهکار او ملامت وي. هغه د افغانستان مظلوم اولس دی چی د خپل نظر او ارادې د څرګندولو دپاره بین المللی سټیج او مکروفون په لاس کی نه لری. پوهان او سیاسی ماهران د افغانستان دپاره نوي طرحی وړاندي کوي. په هغو کی یوه د افغانستان د تجزیه کولو او بله یی په افغانستان کی د محلی ادارو د تقویه کولو او په لوی لاس د مرکزی حکومت د کمزوره کولو طرح ده ځکه چی وایی افغانستان هیڅ وخت مرکزي حکومت درلودلی نه دی.          په داسی حال کی چی افغانستان لږترلږه د نولسمي پیړی له وروستیو لسیزو څخه د شلمی پیړی تر وروستیو لسیزو پوری مرکزی حکومت درلود. په ټول افغانستان کی داسی سیمه نه وه چی مالیه او عسکر یی نه  ورکول او په ټول هیواد کی داسی کلی نه وو چی د مرکزي حکومت له خوا ټاکل سوی اولسوال او علاقه دار یی نه مانه. خلک پوهیدل چی حکومت د دوی دی، قاضی د دوی دی، پوځ یی خپل دی او واک یی خپل دی. یعنی حکومت په واقعیت کي او د خلکو په عام نظر کی مشروعیت او قانونیت درلود. او دغه علت وو چی د مرکزی حکومت هر امر ته یی غاړه ایښوده. خو خلک اوس ګوري چی حکومت یی له لویه سره د پردیو په لاس ورته جوړ سوی، د پردیو د پوځ او پیسو په وسیله ساتل کیږی او چی د قدرت پر ګدی ناست دي په سلو کی نهه نیوي غله دي. په داسی حکومت به څوک څرنګه اعتماد وکړي . د دې حکومت به څه مشروعیت وي  او خلک به ولي د حکومت او چارواکو له لاسه طالبانو ته پناه نه وړي.
         لویدیځو قوتونو ته زموږ پیشنهاد دا دی چی غله او داړه ماران له قدرته لیری کړي. کار اهل کار ته وسپاري. افغانستان له داسی وطن پالونکو او باصلاحیتو ځوانانو څخه ‌ ډک دی چی د هیواد هر ډول بار ته اوږه ورکولای سی. تر څو چی مو په دغه توګه د خلکو باور او اعتماد تر لاسه کړی نه وي، په افغانستان کی به کوڅه په کوڅه، کلی په کلي او ښار په ښار مقاومت شروع وي.
         د داسی حکومت به څه مشروعیت وي چی جمهوریس یی یوه ورځ د ملت د وکیلانو په مخ کي، چی هغوی هم په سلو کی نیوی د غبن په رایو پارلمان ته بریالي سوي دي، له خپلی بی وسی څخه په سرو سترګو ژاړی او بله ورځ د ټول هیواد په مخ کی اعتراف کوي چی د جمهوری ریاست په انتخاباتو غبن سوی دی.
       لویدیځو هیوادونو ته زموږ پیشنهاد دا دی چی د افغانستان  دپاره د ریښتونو مشرانو د ټاکل کیدلو دپاره شرایط برابر کړی څو هغوی خپل مشران، پرته له ویری او ډار څخه ، پخپله انتخاب کړی او بیا به دوی وګوری چی د افغانستان اولسونه، د خپل مشروع حکومت تر چتر لاندي ، څرنګه د ملی یوالي او ترقی پر لور ګامونه پورته کوي.
    د انګریزانو د پالیسی بنسټ « تفرقه واچوه حکومت وکړه» وو. خو داسی ښکاری چی لویدیځی نړی اوس په افغانستان کی د تفرقه واچوه او میدان پریږده پالیسی ته مخه کړی ده. دا پالیسی ډیره خطرناکه ده . که دا ځل بیا په دی هیواد کی جنګونه پیل سول نو افغانستان نه یوازي خپل ځان، نه یوازی سیمي بلکه ډیری پراخی ساحې ته خطر پیښولای سی.


 


ایشیا یک پیکر آب و ګل است        ملت افغان دران پیکر دل است
از ګشاد او ګشاد ایشیاست             از فساد او فساد ایشیاست.