کور / تازه خبرونه / تازه خبر : پنځه بهرني پوځیان ووژل سول

تازه خبر : پنځه بهرني پوځیان ووژل سول

د انګلستان د دفاع وزارت خبر ورکوی چی طالبانو د جلا جلا پیښو په ترڅ کی د هلمند په سنګین او نهر سراج کی درې برتانوي پوځیان ووژل . په دې سره د انګریزانو تلفات ۳۳۰ ته ورسېدل .
پنتاګون اعلان وکړ چی یو امریکایی عسکر د هغو زخمونو څخه مړ سو چی یوه هفته مخکی په هلمند کی طالبانو ویشتلی و .
ناټو وویل چی نن طالبانو د هېواد په جنوب کی یو بهرنی پوځی پر تندی وویشت او له منځه یې یووړ .
په دغو پیښو سره د اګسټ په روانو ۱۳ ورځو کی ۲۲ بهرني پوځیان وژل سوي چی ۱۲ یې امریکایان دي .