کور / z_buitenland_news -- 5 / 18 فبروري د پاکستان دولت او طالبانو څرګندوني

18 فبروري د پاکستان دولت او طالبانو څرګندوني

د كورنيو جارو لنډ محاله وزير حامد نواز ويلي دي چې  دانتخاباتو په ورځ  د څارنې لپاره به څارندويانوته بشپړه خپلواكي  وركول شي  اسلام اّباد  كښې د بوټولګولو د ستوره كښې  دګډون پرمحال دكورنيو چارو وزير خبريالانو ته وويل چې د طالبانو  قوماندان منصور داد الله نيول  يو ستر پرمختګ  دى ددغه سره به د ترهګرۍ  په  ضد مبارزه نوره هم پياوړې شي  منصور داد الله مليشې په عملياتو كښې دڅلورو ملګرو سره نيولي  لياقت باغ كښې د سياسي جلسو دبنديز  په هكله حامد نواز زياته كړيده چى  دغه سيمه كښې اّبادي زياته ده  ځكه د امنيت  ساتلو ستونزه رامنځته كيږي دكورنيو چارو وزير په ډاګه  كړه چي  دانتخاباتو په مخ كښې  دخنډ اچولو اجازه به هيڅكله  ورنكړل شي.


د پاکستاني طالبانو تنظيم ( تحريک طالبان پاکستان ) اعلان وکړ چې د انتخاباتو په مخکښې به هېڅ ډول خنډ جوړ نکړي ، د تحريک طالبان پاکستان وياند مولوي عمر تېره ورځ د نا څرګند ځاى څخه بى بى سى ته د ټليفون پر کرښه ووئيل چې طالبانو د وزيرستان څخه تر سوات پورې د اوربند اعلان کړى دى او طالبانو اوس هم په خپله پرېکړه باندې عمل کوي ، د اوربندى د اعلانولو وروسته پر حکومتي سرتېرو او حکومتي چارواکو باندې بريدونه بند شوى دى ، د طالبانو وياند زياته کړې ده چې څو ورځې وړاندې د بېت الله محسود په مشرۍ کښې د طالبانو د شورا غونډه وشوه چې په هغه کښې پرېکړه وشوه چې د اتلسم فبروري په انتخاباتو کښې به هېڅ ډول خنډ نه رامنځته کوو ، وياند زياته وي چې طالبان نه د انتخاباتو ملاتړ کوي او نه يې مخالفت ، طالبانو پدغه لړ کښې غير جانبدار دي ، که چرته د انتخاباتو په ورځ کومه پېښه وشوه نو له هغه سره به زمونږ تعلق نه وي ، د طالبانو وياند زياته کړې ده چې د انتخابي کمپين په ترڅ کښې روانو خونړيو پېښو کښې ځايي طالبان لاس نه لري 


زموږ همکار ساحل خان د همدې خبري په اړه داسي راپور راليږلئ :


په پاكستان كښې سيمه ايزو طالبان وئيلى دى چې دفرورى په اتلسمه به دعامو انتخاباتو لپاره خنډونه نه پيښوى اونه به بريدونه كوى  داخبرې دپاكستان دطالبانو دتحريك وياند مولوى عمر نامعلوم ځاې څخه بى بى سى سره په مركه كښې كړيدى او ويلى ئې دى چې دوزيرستان څخه نيولى ترسواته پورې زمونږه جنګ بندى نافذ ده  دجنګ بندۍ څخه وروسته دامنيتى ځواكونو او حكومتى چارواكو خلاف بريدونه نه كوو نوموړى ووئيل چې دبيت الله محسود په مشرۍ څه موده وړاندې غونډه وشوه چې په كښې پريكړه شويده چې دفرورى په اتلسمه به دانتخاباتو په ورځ هيڅ قسمه لاس وهنه نه كوى