کور / کره کتنه / دا د افغانستان سفارت دئ او که ستا د پلار؟

دا د افغانستان سفارت دئ او که ستا د پلار؟

یوه ورځ د کوزې پښتونخوا له یو ملګري سره مې بحث کاوه دبحث په منځ کې نوموړی وویل یره موږ به په برو پښتنو فخر کاو او زموږ سترګې به تاسو ته در اوښتې چې دا ډېر کلک غیرتي خلک دی موږ خو هسې هم دا نګریز او پنجابی له خوا نه نه خراب شوی یو دا اوس ولې په داسې نورو روان شوﺉ خیر هغه خبرې نه لیکم کومې چې زما او دهغه ملګري تر منځ وشوې راځم خپل مطلب ته په ۱۵ د اګست مې په ټول افغان ویب پاڼه کې یو داسې حالت ولیده رښتیا د هغه کوز پښتانه خبره سم دم را ته را یاده شوه . ډېر خوشاله شو م چې ایله موږ اوس اصلي دیموکراسي ته داخل شو ځکه چې نور خو پریږده زموږ وزیران هم په محفلونو کې په شراب خورګي ښځې سره لاس په لاس ګډیږي داسې یوه پیښه پخوا هم په ډیلي کې یوه محصل هم لیکلې وه چې په هغه وخت کې په ډیلي کې د افغانستان سفیر سید مخدو م رهین په باره کې وه نوموړي محصل لیکلي وو چې په یوه پروګرام کې چې د افغانستان سفارت له خوا جوړ شو ی وو د نورو ملکونو سفیران هم راغلي وو په دې غونډه کې د ټنګ ټکور پروګرام هم وو رهین صاحب د شرابو پیاله په لاس ګډیده هلته موجود و سفیرانو چې دا صحنه ولیده نو ټول له خپلو ځایونو نه پاڅیدل اولاړل بعضې سفیران چې پاتې وو رهین ورته وویل چې دا زموږ د هیواد ملي اتڼ وو هو کنه زموږ د هیواد په ملي اتڼ کې خلک شرابونه څکي . همدا رنګه د واشنګتن په سفارت کې هم همداسې یوه غویمه جوړه وه جواد خان سره د ښځې ځوی او انګور په داسې حالت کې لیدل کیږي چې دا حالت خو بالکل له افغان سره نه ښایې دا لا څه کوې پخواني وزیران هم په دې محفل کې شریک دي او یوه فحاشه سندر غاړې هم ددوی په منځ کې په داسې حال کې ولاړه ده چې نیم لوڅه ده ددوی مشر میلمه هالبروک هم د شرابو پیاله په لاس ولاړ دي زما په ګومان هالبروک به په دوی شرف لري ټولو سیدانو ته په احترام نن ورځ افغانستان همدغو قام ورکو چې قام یې مالو م نه دی او په ځان یې د پاک سید نو م ایښی دی برباد شو د طالبانو د حکومت له پرزولو نه روسته چې کومه بدنامه اداره په افغانستان کې راغله دا ټول د همدغې ادارې د لاس نیالګي دي چې نن ورځ افغانستان له داسې بدنامو څیرو له خوا نه په نړۍ کې شرمیږي جواد خانه که دې ګډا او شراب خورګي ته زړه شوی وو نو بیا به دې په کور کې څکلي وو نه په یو داسې محفل کې په افغانستان کې خلک په وینو رنګ دي هره ورځ ماشومان یتیمان کیږي میندې بوریږي او ته په سفارت کې په فحاشي لګیا یې د افسوس خبره ده چې دلته هر دله دوس راشي نو په غټو چوکیو باندې و لمانځل شي هغه د حافظ صاحب شعر را یاد شو

اسپ تازی شده مجروح به زیر پالان
طوق زرین همه بر ګردن خر میبینیم

سفیر صاحب که دا سفارت د افغانستان سفارت دی او که ستا د پلار که ستا دپلار وي نو همدا غویمې په کې کوه او که د افغانستان سفارت وي نو دداسې عملونو په کولو باندې نور د افغانستان نو م مه بدوه لاړ شه په کوم امریکایی ډسکوټیک کې دا کارونه کوه تاسو خو هسې هم شرمیدلي یاست دا نور افغانان مه شرموﺉ په پای کې د کرزي له ادارې نه هیله کوم چې بیا داسې وزیران چې د هیواد نوم ته تاوان رسوي په دندو ون ګماري هر سفارت په هغه هیواد کې د استازي حیثیت لري زموږ هیواد وال په هر سفارت کې له ډول ډول ستونزو سره مخ دی په ځای ددې چې د هیوادو الو کارونه وکړي ډمتوب یې جوړ کړی دی موږ په هیواد کې ډېر ښه درانه خلک لرو چې باید په سفارتونو کې وګمارل شي تر څو زموږ د هیواد یو ښه تصویر نړیالو ته وړاندې کړی نه چې په سفارتونو کې هندي فلمونه جوړ کړي که دې دیمو کراسي زموږ په هیواد کې داسې ترقې وکړه لکه دا نو بیا به ډېر ژر موږ نو څه هم په تصویرونو کې وګورو .