کور / سياسي / د ویکي لیکس ټېل وهنه اصلي خبره پټوي

د ویکي لیکس ټېل وهنه اصلي خبره پټوي

لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۱۰/۸/۱۵
ژباړن : ډاکتر نثار احمد صمد

[ یادونه : اریک مارګولیس د افغان جنګ سره دیرش کلن معرفت لری او په لسګونو سفرونه یې افغانستان ته کړي دي . نوموړﺉ د کاناډا د ټورنټو ښار څخه د « ټورنټوسن » ورځپاڼی سره ۲۷ کلنه قلمی همکاري لری خو لاندینۍ لیکنه یې په دغه ورځپاڼه کی وروستۍ مقاله ده . ( ن . صمد ) ]

جورج آرویل لیکلی دي چی : « که آزادي کومه معنا ولری ، نو هغه به دا حق وی چی خلکو ته هغه څه وویل سی چی اورېدل یې نه غواړي . » دا د یو رښتیاني خبریال دنده وی چی د حکومت غلطي کړني او تبلیغات بربنډ کړی ، دوه مخي کسان په سیخ وپېیی ، او دا هر څه خاموشو انسانانو ته ورسوی ، او هم د انسانیت د دوو خورا ناوړه بلاوو پر ضد جنګ اعلان کړي چی هغه نشنالیسټی او مذهبی تعصب دی ، نه دا چی د حکومت بوټونه پالش کړی .

زه تل د آزاد فکرو ، ښورښیانو او بدعتیانو سره په تړاو کی پاته سوی یم . همدا علت دی چی د « براډلی مېننګ » سره همعقیده یم چی د « آرنسټ همینګ وې »حُکم منی ، یعنی : « هر جنګ که څه هم لازم وی ، قطعأ په فکر کی مه نیسه ، او هم یې جرم بوله که هرڅومره حق په جانب هم وی . »

د امریکا د پوځی استخباراتو دغه ۲۲ کلن شنونکې ځکه نړیوال غضب راپارولی چی « ویکی لیکس » ته یې د پوځی عملیاتو ورځني راپورونه ورکړي دي چی په هغو کی د ګڼ شمیر ملکی انسانانو د وژلو په شمول د افغانستان د دې وحشیانه جنګ ناولي حقایق رسوا کیږی .

یو ځل بیا د آرویل قول را اخلو : « د یوې نړیوالی غولونی پر مهال د حقیقت ویل یو انقلابی عمل ګڼل کیږی . » باید وویل سی چی « مېننګ » د هغه امریکایی پوځی هلیکوپتر ځپونکې ویډیو هم خپره کړې وه چی په هغه کی یې د رویټر دوه خبریالان او یو ملکی سړی په مرمیو سوري سوري سوي وو .

یو ملکی زیان رسونکیً د امریکا د حکومتی کښته درجې استخباراتو لخوا د « قراردادي » په توګه استخدام سوی و چی په انټرنیټ کی یې د جاسوسۍ له مخی د مېننګ یاد تازه کړ . خو د هغه څخه ډیر ژر غچ اخیستل سوی و . مېننګ په کوټه قلفۍ کی واچول سو او د اوږدې مودې لپاره د جېل مېلمه سو .

د هغه قضیه په خپل وار د یو بل رسواکونکې نفر یاد تازه کړ چی یو اسرایًیلیً کارپوه « موردی چای وانونو » و ، چی د اسراییلو پراخی اټومی وسلې یې رسوا کړي وې څو چی وروسته وتښتول سو او ۱۷ کاله په کوټه قلفي کی واچول سو او تر ننه بندي دی .

ویکی ګېټس په خپل دغه کار سره د امریکا د جنګ پلوو اصلی خپرونو او رسنیو ( چی حکومتی هدایات منی ) ، د کرایه سوو خبریالانو ، او هم د کاناډایی کم رنګه جمهوریت غوښتونکو نوو محافظه کارانو خورا سخت پروپاګنډ راوپاراوه . د مېننګ رسواینه یې ځکه تهمتي کوله چی هغه په لواطت اخته و ، په تنهایی کی اوسېدﺉ یا دا چی د هیڅ شي سره جوړ نه و .

شورویانو به دغسی « دولتی ضد عناصر » او سیاسی ناراضیان د خلکو څخه بېلول او د دماغی ناروغیو په مرکزونو کی به یې اچول .

نوو محافظه کارانو هڅه وکړه چی د هغي بدمرغی افغانی نجلۍ بد حالت ته نوره هوا هم ورکړی چی پزه یې د جاهلو قبایلی خسر خېلو لخوا پرې سوې وه . هغه د یوې جنګ پلوه سرښندونکي په توګه راښودل کېده . دغه جنایت ډیر ژر بېله کومو اسنادو پر طالبانو تاوان سو ، او داسی یې ویل چی له همدې امله ګواکی لویدیځ ځواکونه په افغانستان کی دیره دي .

خو د هغو افغانانو هیڅ هغسی عکسونه یې نه دي خپاره کړي چی د امریکایی بمونو پواسطه ټوټه ټوټه سوي یا معیوب سوي دي . هیڅ یې دا نه دي ویلی چی دا هر څه د تیلو او ګاز په خاطر دي .

دا تصادفی نه وه چی « سي آی اې » څو میاشتی مخکی د افغان جنګ سره د اروپایانو د زیاتېدونکی مخالفت په ځواب کی د راپورونو له مخی ناټو ته لارښوونه وکړه چی پر خلکو باندی د افغان جنګ د پلورلو تر ټولو ښه لاره دا ده چی ورته وواییً چی همدا د ښځینه حقوقو د ساتنی او دفاع یوازینی صلیب دی .

مخاف اړخ یې لا دا چی د امریکا او کاناډا افغاني ملګرو یعنی تاجکو ، ازبکو او هزاره وو هم د خپلو ښځو سره تر پښتنی طالبانو لږ بد او ناوړه وضعیت نه دی کړی .

کله چی ما په امریکایی پوځ کی خدمت کاوه ، نو دا راښودل کېده چی دا زموږ دنده ده چی خپلو مافوق کسانو ته د جنیوا د کنوانسیون څخه د تیری او هم جنګی جنایاتو راپورونه ورکړو چی په هغو کی د ملکی انسانانو وژل ، انتقامونه او وژنی هم شامل وو .

مېننګ خو د راپورونو له مخی خپلو آمرینو ته د همدغسی جنایاتو راپور ورکاوه چی په افغانستان کی د ځینو امریکایی پوځونو او د هغوی د ځایی ملګرو او اجیرانو لخوا تر سره کیږی . خو هغه هیڅ هم په باک رانه وړل سو .

کټ مټ همدغسی کړنه د یو زړه ور کاناډایی دیپلومات « ریچرډ کوولین » سره هم هله وسوه چی اوټاوا ته یې خبردارﺉ ورکړ چی افغان استخباراتو ته د بندیانو ورسپارل د کړولو او وژلو لپاره کیږی .

د مېننګ څخه الهام یوازی له دې درکه مهم نه دی چی یو ږغ دې راپورته سی ، بلکی اهمیت یې دا دی چی هغه څه چی نوموړي هر چا ته رسوا کړل په افغانستان کی د دې استعماری جنګ ماهیت او هم د هغو درواغو ځانګړتیا ده چی د عامه پلټنی څخه لیری ساتل کیږی .

هو ، که امریکایان او کاناډایان په رښتیا هم د دې ځان او مال خوړونکې جنګ په حقیقت پوهېدای ، او د هغه پټ مصارف ورمعلومېدای ، نو هعه به یې ډیر ژر لا پای ته رسولی وای . پای