طالبانو د بد اخلاقۍ په جرم دوه تنه په کاڼو وويشتل

34 | اگست 16th, 2010


دکندوزپه شمال کې دګاونډي تاجکستان سره په پوله پرته دامام صاحب ولسوالۍ ولسوال محمد ايوب حقيار واېې چې تيره ورځ ناوخته طالبانو دملاقولې په سيمه کې دوه تنه يوسړې اويوه ميرمن په کاڼومړه يا سنګسار کړل.
د وژل شوي سړې نوم عبدالقيوم ښودل شوي او د ښځې نوم اونورمالومات ندي په ډاګه شوي.
د ولسوال په خبره وژل شوي کسانو ودونه درلودل اوپه بدلمنۍ اوزنا تورن ول، نوځکه طالبانو سنګسار کړل. ښاېې وسلوالو طالبانو داسلامې شريعت په رڼاکې پرې حد جاري کړى وي. خو دا په کندوز کې لومړۍ پيښه ده چې رامنځ ته کيږې ددي مخکې طالبانو دهيواد په لويديځ کې هم په ورته قضيه کې پر دغسې کسانو حدود جاري کړي دي.ديادونې وړ ده چې ددي پيښې په اړه تراوسه وسلوالو طالبانو خپل غبرګون رسنيوته ندي څرګندکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024