دبې طرفو!! یو طرفه قضاوت !
بسم الله الرحمن الرحیم .
په کابل کي دملګروملتونودفتر«یوناما»په خپل وروستي راپورکي لیکي چي : دروان ز،کال په لومړیوشپږومیاشتوکي »۱۲۷۱»تنه ملکي افغانان شهیدان سوي او«۱۹۹۷»تنه ټپیان سوي دي چي ،دارقم دتېر(۲۰۰۹)زکال په پرتله دولسي افغانانوپه وژني کي په سلوکي یودیرش ډیروالی ښیې .راپوردولسي وګړودزیانونودیادي شمېرې د«۷۶»سلني پړه پرمجاهدینووراچوي اودټولوملکي تلفاتوپه«۱۲»سلنه کي یرغلګراولاسپوڅی رژیم یې ګرم ګڼي .
صلیبي ټلوالي په دې وروستیوکي دځان په وړاندي دروان غښتلي ملي مقاومت دځپلوپه موخه وډول ډول دسیسواوتورونوته لاس اچولی دی چي، دبېلګې په توګه یې دهغي افغاني میرمني کیسه یادولای سوچي دخپل کورڅخه دتښتیدلوپه جرم یې خپل خاوندپزه ځني پریکړې وه ،مګررسنیوپه پټوسترګوخودیهودي متعصبوسرچینوپه استنادداپیښه په طالبانوپوري په داسي ډول وتړله چي تابه ویل دلیکوال یاراپورجوړونکی ترسترګولاندي طالب دښځي پزه پري کوي .ددې تورشا… بشپړ متن