کور / راپور / دمېرمن کلتوري– ټولنيزبهير د۱۶مي اوونيزې غونډې رپوټ

دمېرمن کلتوري– ټولنيزبهير د۱۶مي اوونيزې غونډې رپوټ

دمېرمن کلتوري– ټولنيزبهيرشپاړسمه اوونيزه غونډه د۱۳۸۹کال دزمري (اسد) په نولسمه ۱۹نيټه غرمه مهال پريوه نيمه بجه دپوهنې وزارت په پنځم پوړکې دستورۍ معارج ستانکزۍ په مشرۍ جوړه شوه. دغونډې ویانده جمیله ساپۍدغونډې ميلمانه تکړه شاعراوليکوال استادعلم ګل سحر،ځوان شاعراو ژورناليست انجينيرهمت الله امين زی اودغونډې منشي اديبه اديب وه.
د(م.ک.ټ.ب)غونډې درې برخې درلودلې چی په لمړۍ برخه کې دمرضيې امين په شعرکره کنته وشوه،په دويمه برخه کې آزاده مشاعره اودغونډې په وروستۍ برخه کې درڼامشاعرې ارزونه وشوه.
دغونډې په لومړې برخه کې مرْضيې امين خپل لاندې شعردکره کتنې په موخه دبهيرګډونوالوته په خپل غږ ولوست،چې پټه مينه يې سرليک وه.
نوربه ډېرنه ګورم تاته
په احتياط مې قدم اخلم
دډارونوسلسله ده
خودبه يمه خود به غواړم
هغه مينه مې چې حق ده
زمالاس اوپښې تړلي
ځنځيرونه حلقې ګورې
ای زمامينې حسينې
غلچکۍ نظربه ټول کړې
دحسينوله جبينه
دشعرپه اړه لومړی ښاغلي سحروويل چې شعرښه ده خوکه ځينې کلمات پکې نوي راغلي وای نودشعراغېزه به ډېره وه. ورپسې اديبې اديب وويل شعر ښکلی دی خپله مې خوښ شو، خوکه خيال اوتصويرته پکې ارزښت ورکړل شوی وای نوښکلابه يې ډېره اوتاٍثيربه يې په مينه والوډېروای. نجیبې زمان دشعرپه وروستۍ برخه کې دمينې حسينې په ځای د عشقه حسينه راوړل ښه وبلل چې يوخودشعرليکواله ښځه ده اوبل شعرروان حالت هم پيداکوي.په دې ډول بیت اصلاح شو:
زمالاس اوپښې تړلي
ځنځيرونه حلقې ګورې
ای زما عشقه حسينه
غلچکۍ نظربه ټول کړې
دحسينوله جبينه

ورپسې ګلالۍ عمرخېلې اواوږۍ امېل هم دشعرستاينه وکړه اوپه شعرکې يې څه کمونې اوزياتونې راوستې.
دغونډې په دويمه برخه کې آزاده مشاعره وشوه چې پکې اغليوسونیتا،ګلالۍ امرخېل، اديبې اديب، ګل مينې يوسفزۍ، مينا نظري،اوږۍ امېل، سونيامدبرمرضیې امین اونجيبې زمان خپل شعرونه ګډونوالوته واورول. دغه راز له ميدان وردګوولايت څخه سباسیلۍ چې درڼاپه مشاعره کې یې دشعرپه برخه کې درېيم مقام ګټلی وه خپل شعريې دټيلفون پرکرښه دغونډې ګډونوالوته ولوستل .
دغونډې په درېيمه برخه کې په کاري مسايلوخبرې وشوې چې پکې درڼامشاعره وارزول شوه،لومړي اديبې اديب دنوروخويندوپه استازيتوب درڼاپه مشاعره کې دکال غوره شاعرې په توګه دګل مينې يوسفزۍ  او درېيوهغو نورو خويندوته چې لومړی، دويم او درېيم ځای يې خپل کړی وه مبارکي وويله ورپسې ښاغلي سحروويل چې درڼاسږنۍ مشاعره کې لوستل شوي شعرونه ټول دخويندووه چې دانظر درڼادتېرکال مشاعرې ته يوه ښېګنه اويوه لاسته راوړنه وه حال داچې تېرکال ډېری لوستل شوي شعرونه انتخابي ول.او ددغې مشاعرې شیګڼې او بد ګڼې یې وشمیرلې ویې ویل په راتلونکو غونډو او مشاعرو کې هغه نیمګړتیاوې چې دا ځل میرمن بهیر ورسره مخ و، باید سمې شي او دسږکال درڼا مشاعرې له ښو تجربو څخه ګټه واخیستل شي.ده په دغه مشاعره کې دشعر مخامخ سیالي چې دخویندو په نوښت ترسره شوه یوه ښه تجربه او ابتکار وباله.
نجيبې زمان دمخامخ مشاعرې دپه زړه پورې والي يادونه وکړه چې دمشاعرې ترڅنګ پکې اوږۍ اميل اويوشمېرنورو خويندوزمزمه هم وکړه او په ترنم ځینې شعرونه ولوستل شول .
اديبې اديب وويل درڼاسږنۍ مشاعرې بله ښېګڼه داوه چې دښځينه شاعرانوګډون پکې زيات وه،اوډېری ګډونوال يې ښځې شاعرانې او لیکوالې وې.
ورپسې ځينونيمګړتياووته هم اشاره وشوه دشعرونو په ټاکلوکې ځينې درغلۍ يادې شوې،ګلالۍ عمرخېل وويل چې ريزرف شوېوڅوکيوکې اړوندميلمانه نه وه ناست،اوکارتونه هم سم نه وه وېشل شوي،اوږۍ امېل وويل که ممکنه وه نوپه راتلونکولويوغونډوکې به دغوره شعردټاکلوپرمهال دګډونوالوشاعرانوشعرونه مخکښ شاعران لولی له هغوی څخه به ژوري هیات ټاکل کیږي او په درجه کې به يې راولي. دغه رازګلالۍ عمرخېلې زياته کړه اويې ويل چې که وشي نورپه داسې لويوغونډوکې دماشومانوله راوستلوڅخه مخ نيوی وشي چې دبې نظمۍ سبب ګرځي، ورپسې جميلې ساپۍ وويل ښه به وي چې نور دبهيرلپاره يوه اداري مشره او يوه مالي مسوله وټاکله شي ترڅودځينوشته ستونزومخه هم ونيوله شي. نجيبې زمان په غونډه کې درسنيوله نه ګډون څخه اندېښنه څرګنده کړه خوپه غونډه کې دپې بې سي اوآزادۍ راډيوګانوڅخه مننه وشوه چې دمشاعرې رپوټونه يې په وخت سره خپاره کړل.
دغونډې ګډون والودرڼاپه مشاعره کې داغلې ساهرې شريف،توباندا،لطيفې لالهاند،سولې نيازۍ،پاريسې خزان،اوږۍ امېل،اديبې اديب،نجيبې زمان،ګلالۍ عمرخېل،تورپېکۍ مومند،مرضیې امین،وږمې فضلي،هوسۍ اويوشمېرنوروخويندوله فعالې ونډې،اودغه رازديوشميرنورشاعرانوورونولکه ډاکټرصيب خوشال روهي،علم ګل سحر،نذيراحمدنذير،همت الله امين زی،اجمل تورمان،جيلاني جلان، نورګل شفق،طاهرځلاند ،صميم پکتياوال،محمدالله ارين اوځينو نوروله همکارۍ څخه هم مننه وشوه.
په وروستيوکې دمېرمن بهيرداونيزوغونډو په اغېزمنتوب خبرې وشوې اغلې اديبې اديب وويل موږ بايدډېرکار وکړو، اغلې مرضیې امین وويل چې په اروپاکې ښځې ددوهمه درجه وګړيوپه کتارکې راتلې،کله چې به يوې ښځې واده کاوه دهغې ټوله شتمنې به دهمدې ښځې په مېړه پورې اړه پيداکوله،ښځودلوړوزده کړو لپاره پوهنتون ته لاره نه لرله او په پارلمان اونوروځايونوکې يې دغړيتوب دموندلوحق نه درلود.
په نولسمه سليزه کې په دغه برخه کې ځينې بدلونونه رامنځ ته شول اوښځوته دواده کولوپه برخه کې بشري حقوق اوامتيازونه ورکړل شول. خولاهم ښځوحقوق غوښتل چې هغو ي درايې ورکولوحق ترلاسه کړي،په اروپاکې لومړنى هېوادچې ښځوته يې درايې ورکولوحق ورکړفنلنډوو چې فنلنډي مېرمنوپه ١٩٠٦ ميلادي کال کې درايې ورکولوحق ترلاسه کړچې په خپل وخت اوخپل ذات کې په اروپاکې نوى کاروو. اودراتلوونکي کال په پارلماني ټولټاکنوکې يې ترګډون وروسته تقريباُ لس په سلنه څوکۍ خپلۍ کړې. همداشان فنلنډي مېرمنوبه په مذهبي،ټولنيزو،ښوونيزو اونورو ناستو او غونډو کې برخه اخيسته چې دې ورسره موخې ته په رسېدوکې ډېره مرسته کوله.
ورپسې ستورۍ ستانکزۍ،ګل مينې يوسفزۍ اومينانظري خپلې خاطرې وويلې ميناوويل چې مخکې له دې چې دبهيرغونډوته راشي ددې شعرته چادومره ارزښت نه ورکاوه اغلې وويل چې يوه ورځ يې په کور کې خپلې خور ته په دې موخه شل افغانۍ ورکړې وې چې ددې شعرواوري. اغلې وويل چې اوس خوشاله ده چې په بهيرکې دګڼوخويندوپه ګډون خپل شعرلولی اوخوند ترې اخلي.
په غونډه کې وپتييل شوه چې په راتلونکې غونډه کې په داغلې مينانظري په شعرکره کنته کېږي اودروژې په مبارکه مياشت کې به دبهيرغونډې ددرينۍ (سې شنبې) په ورځودغرمې په يوولس نيموبجو جوړېږي.
ياده دې وي چې دبهيرغونډه دناشتاپه خوړلوسره دمازديګرپرڅلوروبجوپای ته ورسېده،هېره دې نه وي چې دميرمن بهيراونيزې غونډې دهرې درينۍ (سې شنبې) ورځ په يوولس نيموبجودپوهنې وزارت په پنځم پوړكلوپ كې جوړېږي.