کور / تازه خبرونه / پښتونخوا : د افغان کډوالو لس زره کورنۍ سيلاب ځپلي دي

پښتونخوا : د افغان کډوالو لس زره کورنۍ سيلاب ځپلي دي

پېښور: په پېښور کې د يونسيار د دفتر ويانده رابعه علي وايي چې په پېښور او شاوخوانورو سيمو کې د سيلابونو له امله د افغان کډوالو لس زره کورنۍ بې کوره شوي، رابعه علي زياته کړه چې دغه کورنيو سره د يونسيار لخوا بيړنۍ مرستې روانې دي چې په دغه مرستو کې د کورني سامانونو سربيره خوراکي مواد هم ورکول کيږي او هغه سيمې چې سيلاب ځپلي يونسيار لخوا ورته مرستندويه کپيمونه جوړ شوي تر څود سيمې خلکو سره د روغتيا په چارو کې هم مرسته وکړي.
نوموړې دا هم وويل چې په تېرو دريو مياشتو کې دوه نوي زره افغان کډوال په خپله خوښه افغان هيواد ته ستانه شوي چې يونسيار لخواورسره ځانګړې مرسته شوې.