کور / سپورټي / د اسیا په لوبو کې د افغان ملي لوبډلې مهال ویش اعلان شو

د اسیا په لوبو کې د افغان ملي لوبډلې مهال ویش اعلان شو

په اسیايي لوبو کې افغانستان د اسیايي هیوادونو د کرکټ د څلورو پیاوړو لوبډلو په کتار کې دی. افغانستان به لومړۍ لوبه په دې سیالیو کې د ډ ګروپ ګټونکې لوبډلې سره د ۲۰۱۰ز کال د نومبر د میاشتې په ۲۴ نېټه تر سره کوي، د ډ په ګروپ کې نیپال، مالدیف او هانګ کانګ هیوادونه لومړی په خپلو کې لوبې کوي. د دې ګروپ هره لوبډله چې بریالۍ شو نو هغه به د افغانستان سره به کواټر پایلوبه کوي.

د افغانستان ملي لوبډلې که د ډ د ګروپ ګټونکې لوبډلې څخه لوبه وګټله نو د دې سیالیو په نیمه پایلو کې به د پاکستان هیواد ملي لوبډلې سره د نومبر په ۲۵ نېټه مخامخ کیږي.

د پاکستان هیواد به په دې سیالیو کې لومړی د ث ګروپ د ګټونکې لوبډلې سره لوبه کوي. په ث ګروپ کې د چین، مالیزیا او سنګاپور لوبډلې په خپلو کې لومړی لوبه کوي او هر یوه چې د دې ګروپ ګټونکې شوه د پاکستان هیواد سره به کواټر پای لوبه کوي.

د اسیايي هیوادونو د کرکټ په لوبو کې لوبډلې په دوه برخو ویشل شوي چې ۴ یې د لومړۍ درجې پیاوړي او شپږ نورې یې د دویمې درجې لوبډلې دي.

د دویمې درجې لوبډلې په دوو ګروپونو ویشل شوي ، په ث ګروپ کې چین، سنګاپور او مالیزیا دي، په ډ ګروپ کې درې لوبډلې د نیپال،مالدیف او هانګ کانګ لوبه کوي، په هر ګروپ کې چې هره لوبډله بریالۍ شي نو د لومړۍ درجې د لوبډلو څخه یوې لوبډلې سره کواټر پای لوبې ته لاره پیدا کوي.

د اسیايي هیوادونو لوبې د چین د هیواد د ګوانګزهو په ولایت کې تر سره کیږي، افغانستان پکې لومړۍ سیالي د دې کال د نومبر د میاشتې په ۲۴ نېټه د چين په وخت د سهار ۹:۳۰ لري، که لومړۍ سیالي یا کواټر پای لوبه یې د ډ ګروپ پیاوړې لوبډلې څخه وګټله نو د نومبر په ۲۵ به د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه د پاکستان هیواد سره سیالي تر سره کوي.

د اسیایي هیوادونو په لوبو کې د کرکټ لوبه کې د اسیا ۱۰ هیوادونو لوبډلې ګډون کوي:

افغانستان، پاکستان، سريلانکا، بنګلادېش، چين، هانګ کانګ، ماليزيا، مالديو، نېپال او سينګاپور.

د نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړیکې ټینګې کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹